یوه معلوله انځورګره خپله وړتیا نندارې ته وړاندې کوي
د محدودیتونو په نړۍ کې ښايي هېڅ د تللو لاره ونه لیدل شي، خو ځینې کسان ښيي چې خلاقیت او اراده کولی شي څو هر سرحد شا ته پرېږدي. معلوله انځورګره زهرا محمدي خپل استعداد، وړتیا او انګېزه نندارې ته وړاندې کوي او وايي: "هېڅ حالت ته تسلیمه نه شوم. برس یا قلم مې په خوله کې ونیوه او انځورونه مې ایستل."