د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۴

مثلث: ایا د پښتون قامي جرګې پریکړې به عملي شي؟


مثلث: ایا د پښتون قامي جرګې پریکړې به عملي شي؟
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:30:30 0:00

د خیبر درې په ریګي للمه کې د اکتوبر په څوارلسمه د پښتنو جرګې دوه ویشت وړاندیزونه وکړل، یو مهم وړاندیز یې دا دی چې په دوو میاشتو کې دې د پښتنو له سیمو پوځیان او وسله والې ډلې لکه تحریک طالبان پاکستان او داعش ووځي.

که څه هم د خیبرپښتونخوا د ولس ترڅنګ صوبایي اسامبلۍ هم د جرګې د وړاندیزونو ننګه کړې، خو د پوځ د ایستلو موضوع له اسلام اباد سره تړلې ده که د مرکزي حکومت خوښه نه وي دا مساله به څرنګه تطبیقیږي؟

دې جرګې دا فیصله هم کړې ده چې د ډیورند پر کرښه باندې دې د تګ راتګ لارې پرانیستې وي او کوم اصول چې د دې کرښې په ارتباط د انګریزانو په وخت په اتلس سوه درې نویم کال کې د ډیورنډ د کرښې د تیریدو په وخت وضع شوي وو، هغه دې پلي شي. همدا اصول تقریبا تر دوه زره لسم کال پورې روان وو.

خو اساسي پوښتنه دا ده چې ایا دا او د جرګې نورې پریکړې به عملي شي؟

د دې اوونۍ په مثلث کې دا موضوع څیړو

XS
SM
MD
LG