د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۷ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۷

د روسیې په تازه راکټي حملو کې د اوکراین پنځه ملکیان وژل شوي دي


پر اوکراين د روسيې تازه بريدونه
پر اوکراين د روسيې تازه بريدونه

اوکرایني چارواکو نن ویلي، د اوکراین دغه پنځه ملکیان په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ختیځه سیمه دونیڅک او خارکیف کې وژل شوي دي.

د دونیڅک والي وادیم فیلاشکین په ټلېګرام کې لیکلي، درې کسان په دونیڅک کې وژل شوي او ۸ نور کسان ټپیان شوي دي.

چارواکي وايي، یو کس د اوکراین د شمالي سیمې خارکیف په کوزاچیالوپان او بل تن په کوپیانسک ساحه کې وژل شوی دی.

د خرسون والي اولیکساندر پرکودین ویلي، روسي پوځیانو په عین حال کې د خرسون پر ګڼ مېشتو سیمو هم توغندي ویشتلي چې په وینا یې یو روغتیایي بنسټ، یوه دولتي وداني، د ټلیفون یوه ستن یا پایه او یوه د استوګني وداني یې زیانمنه کړې ده.

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې راپور ورکړی، چې اوکرایني ځواکونو خرسون سیمه د ۲۰۲۲م کال په نومبر میاشت کې له روسي ځواکونو ازاده کړه او روسي ځواکونه یې اړ کړل، چې د دنیپرو سیند ختیځ ته شاتګ وکړي، خو روسي ځواکونو بیا هم پر دغه ښار او شا و خوا سیمو یې خپلو حملو ته دوام ورکړی، چې له کبله یې ملکي تاسیسات او د انرژۍ بنسټونه زیانمن شوي دي.

نن سهار وختي بیا د اوکراین په جنوبي سیمه زاپوریژیا کې هم د والي ایوان فیدوروف په خبره د روسیې په راکټي حملو کې دوې ښځې او یوه نجلۍ ټپیانې شوې دي.

پر اوکراين د روسيې د تازه بريدونو يو انځور
پر اوکراين د روسيې د تازه بريدونو يو انځور

په جلا راپور کې، د اوکراین هوايي ځواکونه وايي چې، د دوی د هوايي مدافع دستګاو پر سومي، پولتاوا، دنیپروپیټروفسک، میکولاییف او خرسون سیمو د روسیې له‌خوا د ۲۸ توغول شویو بې‌پيلوټه الوتکو له جملې ۲۴ یې نسکورې کړې دي.

روسیي چارواکو بیا خبر ورکړی، چې د اوکراین بې‌پيلوټه الوتکو نن سهار د روسیې پر بلګرود او کراسنودر سیمو حملې کړي او ۳ کسان یې ټپیان کړي دي.

د بلګرود والي ویاچیسلاف ګلادکوف په ټلېګرام کې لیکلي، چې درې کسان پر اوستینکا سیمه د حملې له کبله ټپیان شوي دي.

د کراسنودر یوه محلي چارواکي ونیامین کوندراتییف په ټلګرام کې ویلي، چې پر کراسنودر په حملو کې درې کورونه او یو موټر تخریب شوي، خو چا ته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

د روسیې له‌‌خوا د اوکراین د اشغال شوې ختیځې سیمې لوهانسک په رووینکي سیمه کې د تېلو یوې ډیپو اور اخیستی دی.

په‌دې ډیپو کې د اورلګېدو خبر رسماً تایید شوی نه‌دی، خو دا له مې میاشتې راهیسې دویم وار دی، چې پر همدغې ډیپو حمله کېږي.

هغه وخت د حملې په نتیجه کې ګڼ کسان وژل شوي وو.

په جلا خبر کې د روسیې دفاع وزارت ویلي، د دوی ځواکونو ۱۷ بې‌پيلوټه الوتکې د کراسنودار پر فضا، ۱۲ د کورسک، ۲ د بلګورود او ۱۶ نورې د ازوف پر فضا ویشتلي او نسکورې کړې دي.

د اوکراین پر اساسي بنسټونو د روسیې د بې‌پيلوټه الوتکو او میزاییلو حملې زیاتې شوي، چې ملکیانو ته هم مرګ‌‌ژوبله اوړي، بلخوا په وروستیو کې د روسيې پر پوځي اهدافو له‌دې جملې د تېلو پر ډیپوګانو هم د هوايي حملو خبرونه زیات شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG