په کندهار کې یو شمېر ښاریان د ښار په مرکز او په ځانګړي ډول علمي مرکزونو، استوګنې کورونو او روغتونونو ته نږدې د زیات شور او ځوږ له امله شکایت کوي.
په کندهار ښار کې د کاروبارونو د اعلاناتو لپاره د لوډسپیکرونو استعمال په ناسالم رقابت بدل شوی دی.
د دې لوډسپیکرونو د شور او ځوږ له امله خلک نه یوازې له فزیکي، بلکې له رواني ستونزو سره هم مخ دي.
د کندهار ښار اوسېدونکي وایي چې د برښنا د جنراتورونو او د پلورونکو د لوډسپیکرونو شور، چې په ښار کې په پراخه کچه استعمالېږي، د غږیزې ککړتیا لامل شوی دی.
دوی زیاتوي چې دې حالت د خلکو لپاره رواني فشارونه زېږولي او د ښار د ټولنیز ژوند کیفیت یې خراب کړی دی.
د بلال احمد او جمال په نومونو د کندهار ښاریان په ځانګړي ډول د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د غږیزې ککړتیا کچه راټیټه کړي او یو منظم سیستم رامنځته کړي څو دا ستونزه کنټرول شي.
بلال احمد وايي: "ما دولس کاله په مشرقي لېسه کې درس ووایه، دا مکتب سړک ته ډېر نژدې و چې د موټرو او انسانانو ږغونو زموږ درس همېشه اخلال کړی و."
جمال زیاتوي: "په ښار کې لاسي ګاډیو والا او نورو لاډسپیکرونه ایښي او خلکو ته مزاحمت کوي، موږ غواړو چې حکومت د دې مخنیوی وکړي."
بل لوري ته د استوګنې کورونو، ښوونیزو مرکزونو او روغتونونو ته نږدې د موټرو او موټر سایکلونو هارنونه زدهکوونکي او ناروغان له ستونزو سره مخ کړي دي.
روغتیا پالان هم په دې اړه اندېښنه څرګندوي او وایي چې غږیزه ککړتیا د بېلابېلو رواني او جسمي ناروغیو سبب کېدای شي.
ډاکتر ذبیحالله فیضي ازادي راډیو ته وویل: "ږغیزه ککړتیا په مستقیم ډول د انسانانو د رواني او جسمي روغتیا لپاره زیانمنه ده، ځکه چې دا د فشار، بې خوبۍ او حتی د روحي ناروغیو لامل کېدای شي."
بلخوا په کندهار کې د طالبانو د حکومت د چاپېریال ساتنې ریاست د تفتیش مسوول خالد احمد وايي، دوی په کندهار ښار کې د غږیزې ککړتیا د کمولو لپاره یو منظم میکانېزم جوړ کړی او هڅه کوي چې په تدریجي ډول دا ستونزه له منځه یوسي.
خالد احمد وویل: "موږ هڅه کوو چې د ښاریانو سره په همغږۍ او د اصولو په عملي کولو سره د ږغیزې ککړتیا کچه راکمه کړو او د دې ستونزې د حل لپاره کار وکړو."
د یادونې وړ ده چې په تېرو کلونو کې په کندهار ښار کې د غږیزې ککړتیا د کمولو لپاره جدي هڅې نه دي شوي، خو اوس د طالبانو حکومت په دې برخه کې د عملي اقداماتو ژمنه کوي.