د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۶

نړۍ

ايران د ځمکې مدار ته د يو اکتشافي سټلايټ د لېږلو خبر ورکړی

د چمران-۱ په نوم سټلایت انځور
د چمران-۱ په نوم سټلایت انځور

د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا نن راپور ورکړی، چې دغه هېواد یو اکتشافي سټلایټ چې د ایران سپاه پاسداران فضايي څانګې جوړ کړی، د ځمکې مدار ته ولېږه.

راپور وايي، د چمران-۱ په نوم دغه سټلایت چې ۶۰ کیلوګرامه وزن لري، په بریا سره د ځمکې د مدار ۵۵۰ کیلومترۍ ته ورسېد.

ایران په جنورۍ میاشت کې اعلان کړی و، چې درې سټلایټونه یې د یوه توغندي په مرسته فضا ته توغولي دي.

تر دې مخکې د امریکا متحده‌ایالتونو ویلي وو، چې د ایران له‌خوا د سټلایټونو توغول د ملګروملتونو د امنیت شورا له پرېکړه‌لیک سرغړونه بللې وه او له تهران یې غوښتي وو، داسې فعالیت دې نه‌کوي، چې د اټومي وسلو د انتقال وړ بالستیک توغندي په‌کې شامل وي.

د ایران د بالستیک توغندیو د پروګرام په تړاو د ملګروملتونو بندیزونه په تېره اکتوبر میاشت کې پای ته ورسېدل.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

ملګري ملتونه نن لوېديځه غاړه کې د اسراييل د حضور په اړه پر يوه پرېکړه‌ليک رايه اخلي

د ملګروملتونو دعمومي اسامبلې يو انځور - ارشيف
د ملګروملتونو دعمومي اسامبلې يو انځور - ارشيف

د ملګروملتونو عمومي اسامبله نن چهارشنبې د فلسطینیانو پرهغه پرېکړه‌لیک رایې اخلي چې، له اسراییل غواړي په غزه او اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې خپل حضور چې هغه غیرقانوني بولي، تر یوکال پورې پای ته ورسوي، خپل ځواکونه وباسي او یهودي مېشت ځایونه تخلیه کړي.

د ملګروملتونو عمومي اسامبلې ته چې ۱۹۳ غړي لري دغه پرېکړه‌لیک د رایې اخیستو لپاره داسې مهال وړاندې شوی، چې په غزه کې د حماس په وړاندې چې امریکا او اروپایي ټولنه یې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني، د اسراییل د جګړې کال پوره کېدو ته نژدې دی.

دغه جګړه وروسته له هغې پیل شوه چې د حماس وسله‌والو د تېر کال د اکتوبر پر اوومه د اسراییل پر قلمرو برید وکړ، شاوخوا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او شاوخوا دونیم سوه نور یې یرغمل کړل.

په ملګروملتونو کې د اسراییل سفیر له غړیو هېوادونو وغوښتل چې دغه پرېکړه‌لیک رد کړي.

خو په ملګروملتونو کې د فلسطیني ادارې سفیر ریاض منصور پرون د عمومي اسامبلې غونډې ته په پرانيستونکې وینا کې وویل، فلسطینیان د خپلې بقا له ګواښ سره مخامخ دي او ادعا یې وکړه چې اسراییل دوی د بندیانو په توګه ساتلي دي.

کریملین: پر حزب‌الله د چاودېدونکو پیجرونو په وسیله برید به سیمه کې د پراخې جګړې لامل شي

په لبنان کې د پیجرونو په وسیله د شویو چاودنو د پېښې قربانیان روغتون ته لېږدول کېږي.
په لبنان کې د پیجرونو په وسیله د شویو چاودنو د پېښې قربانیان روغتون ته لېږدول کېږي.

کریملین نن چهارشنبه خبرداری ورکړی چې د لبنان پر حزب‌الله او نورو کسانو د چاودېدونکو پیجرونو په وسیله برید به سیمه کې د پراخې جګړې لامل شي.

د کریملین ویاند دیمیتري پیسکوف نن خبریالانو ته ویلي، دغه حمله کوونکي باید معلوم شي.

د پیجرونو یا پيغام لېږدونکو وسیلو له لارې دغه برید پرون سه شنبه په لبنان کې وشو چې لږ تر لږه ۹ کسان یې ووژل او درې زره نور یې ټپیان کړل.

رویټرز خبري اژانس د لبنان د یوې لوړپوړې امنیتي او یوې بلې سرچینې په حواله ویلي، د اسراییل استخباراتي ادارې موساد په هغو پنځو زرو پیجرونو کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي وو چې څو میاشتې مخکې حزب‌الله وارد کړي وو.

حزب‌الله هم د برید پړه پراسراییل اچولې او د غچ اخیستنې ګواښ یې کړی دی.

د مسکو شمال لوېدیځ کې د بې پیلوټه الوتکې برید؛ د وسلو یوه ډيپو په نښه شوې

 رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې پر ډيپو د بې پيلوټه الوتکې یو لوی برید کېږي او بیا د شپې په تیاره کې د اور لمبې اسمان ته پورته کېږي.
رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې پر ډيپو د بې پيلوټه الوتکې یو لوی برید کېږي او بیا د شپې په تیاره کې د اور لمبې اسمان ته پورته کېږي.

د مسکو شمال لوېدیځ کې د بې پیلوټه الوتکې یوه برید، چې شک کېږي اوکراین به کړی وي، د وسلو یوه ډيپو په نښه کړې ده.

د ازادي راډيو د خبر مرکزي څانګې لیکلي چې په تویر سیمه کې د تېرې شپې له دغه برید وروسته لوی اور بل شوی او د نږدې سیمو خلک یې تخلیه شوي دي.

د استرا په نوم ټیلیګرام چېنل او نورو ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې پر ډيپو د بې پيلوټه الوتکې یو لوی برید کېږي او بیا د شپې په تیاره کې د اور لمبې اسمان ته پورته کېږي.

په دغو وېډيوګانو او عکسونو کې لیدل کېږي چې د چاودنې شاوخوا ته د نږدې کورونو کړکۍ هم ماتې شوي دي.

د تویر د سیمې والي ویلي چې د اوکراین د توغنديو پارچو سیمه کې اور لګولی، خو دا یې نه دي ویلي چې څه شی سوځېدلي دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر له مصري چارواکو سره په غزه کې د اوربند په اړه خبرې کوي

په غزه کې د روانې جګړې له کبله د اوښتو زیانونو انځور
په غزه کې د روانې جګړې له کبله د اوښتو زیانونو انځور

ټاکل شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن نن له مصري چارواکو سره په غزه کې د اوربند په اړه خبرې وکړي.

بلېنکن داسې مهال قاهرې ته رسېږي چې د ټول منځني ختیځ کچې ته د غزې د جګړې د پراخېدو د احتمال له کبله اندېښنې زیاتې شوي، هغه هم په داسې حال کې چې د منځني ختیځ حالات حساس پړاو ته رسېدلي.

د لبنان حزب‌الله ډلې پر خپلو غړو د پیجر په وسیله د چاودنو پړه پراسراییلو اچولې او ګواښ یې کړی چې د اسراییلو د برید پروړاندې به یې ځوابي اقدام وکړي.

دې برید لږترلږه نهه کسان وژلي او نژدې درې زره نور یې تپیان کړي دي.

د اسراییل پوځ په دې اړه د خبریالانو پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر پرون وویل په دې اړه چې د لبنان برید به په غزه کې د اوربند د مذاکراتو بهیر اغېزمن کړي که نه خبرې له وخته مخکې دي.

لبنان کې د چاودنو له کبله د اتو کسانو وژل کېدل؛ دغه هېواد امنیت شورا ته شکایت وړاندې کوي

په لبنان کې پرون سې شنبې په پیجرونو یا پیغام لېږدونکو وسیلو کې د چاودنو په نتیجه کې د حزب‌الله ډلې په سلګونو غړي ټپیان شوي دي. امبولانسونه د پېښې له ځایه قربانیان روغتون ته لېږدوي
په لبنان کې پرون سې شنبې په پیجرونو یا پیغام لېږدونکو وسیلو کې د چاودنو په نتیجه کې د حزب‌الله ډلې په سلګونو غړي ټپیان شوي دي. امبولانسونه د پېښې له ځایه قربانیان روغتون ته لېږدوي

په لبنان کې پرون سې شنبې په پیجرونو یا پیغام لېږدونکو وسیلو کې د چاودنو په نتیجه کې د حزب‌الله ډلې په سلګونو غړي ټپیان شوي دي.

په دغو چاودنو کې چې پرون سې شنبې هممهاله وشوې، د یوې نجلۍ په ګډون د لږترلږه اتو کسانو د وژل کېدو او نږدې ۲۸۰۰ نورو د ټپي کېدو خبرورکړل شوی دی.

د لبنان د روغتیا وزارت د ۲۰۰ ټپیانو روغتیایي وضعیت نازک بللی او د بهرنیو چارو وزارت یې دغه چاودنې غندلې او هغه یې د اسراییل له‌خوا سایبري حمله بللې ده.

دې وزارت په یوه اعلامیه کې همدارنګه ویلي، په دې اړه به خپل شکایت د ملګرو ملتونو امنیت شوراته وړاندې کړي.

حزب‌الله د غچ اخیستونکو اقداماتو ژمنه کړې او ویلې یې دي چې اسراییل به د دغو چادونو په‌خاطر عادلانه مجازات شي.

پنټاګون: یوه امریکایۍ بې پیلوټه الوتکه د یمن شاوخوا ته نږدې لوېدلې

یوه امریکايۍ بې پیلوټه الوتکه
یوه امریکايۍ بې پیلوټه الوتکه

وروسته له هغې چې د یمن حوثي یاغیانو ادعا وکړه چې په وروستیو ورځو کې یې یو شمېر الوتکې راغورځولي، د امریکا دفاع وزارت پرون سې شنبې وویل چې یوه امریکایۍ MQ-9 Reaper بې پیلوټه الوتکه یې یمن ته نږدې لوېدلې ده.

د فرانس‌پرېس خبري آژانس د راپور له مخې، د دفاع وزارت ویاند جنرال پټ رایډر په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې MQ-9 پرون دوشنبې د یمن په شاوخوا کې را وغورځېده، خو زیاته کړه چې د دغې پېښې په اړه نور جزییات نه لري.

د ایران له ملاتړه برخمنو حوثي یاغیانو د سې شنبې په ورځ وویل چې په تېره یوه اوونۍ کې یې درې MQ-9 ډرونونه راغورځولي، خو د پنټاګون ویاند په خبري کنفرانس کې دغه ادعا رد کړه.

له دې مخکې پنټاګون په فبرورۍ میاشت کې تایید کړې وه چې یوه MQ-9 بې پیلوټه الوتکه یې چې هم اکتشافي ماموریتونه ترسره کولای شي او هم د حملې لپاره ترې کار اخیستل کېدای شي، د یمن ساحل ته نژدې راوغورځېده.

ویل شوي چې احتمالاً دغه الوتکه به د حوثي یاغیانو پر توغندي رانسکوره شوې وي.

په لبنان کې چاودنو لږترلږه اته کسان وژلي او ۲۷۵۰ نور یې ټپيان کړي

په لبنان کې د چاودنو مړه او ټپیان روغتون ته لېږدول کېږي.
په لبنان کې د چاودنو مړه او ټپیان روغتون ته لېږدول کېږي.

د لبنان روغتیا وزارت نن وویل چې په لبنان کې د پيجر "پيغام استونکي" په واسطه په یوه وخت چاودنو لږترلږه اته کسان وژلي او ۲۷۵۰ نور یې ټپيان کړي دي.

تر دې مخکې ایران پلوه حزب‌الله ډلې وویل چې په وژل شویو کې د دوی دوه کسان او یوه نجلۍ شاملې دي.

د لبنان د روغتیا وزیر فراس الابیض وویل چې د ۲۰۰ ټپيانو روغتیایي وضعیت نازک دی.

ایرانۍ رسنۍ وایي چې په دغو ټپيانو کې په بیروت کې د ایران سفیر مجتبی امیني هم شامل دی.

حزب‌الله وایي، هغه پيجرونه چې د دوی د ګوند غړي استعمالوي هغه په یوه وخت چاودلې دي.

میټا پر خپلو پلټفارمونو د آر‌ټي، رشیا ټوډې او د روسیې نورې دولتي رسنۍ بندې کړې

Georgia -- Meta is now extremist in Russia
Georgia -- Meta is now extremist in Russia

د میټا د ټکنالوژۍ شرکت چې د فېسبوک د ټولنیزې شبکې خاونده ده، وايي چې پر خپلو پلټفارمونو یې د آر ټي RT او رشیا ټوډې Russia Today خبري شبکې او د روسیې نورې دولتي رسنۍ بندې کړې دي.

میټا په یوه بیان کې ادعا کړې ده چې دا رسنۍ د خپلو پټو نفوذي عملیاتو لپاره پر ټولنیزو شبکو له غولوونکو تکتیکونو کار اخلي.

د میټا د ټکنالوژۍ شرکت ویلي چې پر دې رسنیو د ممنوعیت کار به په راتلونکو ورځو کې عملاً پیل شي.

دا ممنوعیت د روسیې د دولتي رسنیو پر وړاندې د نړۍ د ترټولو لویې ټولنیزې شبکې د اقداماتو د سختېدو څرګندونه کوي.

ټرمپ یوځل بیا انتخاباتي منډې ترړې پیل کړې

د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو کاندید ډونالډ ټرمپ
د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو کاندید ډونالډ ټرمپ

د امریکا پخوانی ولسمشر او د ولسمشرۍ په راروانو انتخاباتو کې د جمهوریپال ګوند کاندید ډونالډ ټرمپ دوه ورځې وروسته له دې چې په فلوریډا کې یې د وژنې ناکامه هڅه وشوه، نن د سپمټبر ۱۷مه یوځل بیا انتخاباتي منډې ترړې پیل کړې او مشیګان ایالت ته یې سفر وکړ.

د یکشنبې په ورځ د ټرمپ د ګلف په کلب کې یو وسله‌وال کس وموندل شو.

امنیتي چارواکو ویلي چې مظنون برید کوونکي په یوازې ځان د ټرمپ د وژلو پرېکړه کړې وه.

ټرمپ غوښتل چې په دې پېښه کې ولسمشر جوبایډن او مرستیاله یې کمالا هاریس ښکېل کړي.

دې پېښې ته سیاسي اړخ ورکولو هغه هم د انتخاباتو په درشل کې په امریکا کې سیاسي کړکېچ زیات کړی دی.

په عین حال کې په انتخاباتو کې د ډیموکرات ګوند کاندیده کمالا هاریس به نن په پنسلوانیا ایالت کې د کمپاین غونډه جوړه کړي.

ايران يو اتريشي وګړی چې په يوه جرمي قضيه کې نيول شوی و، نن خوشې کړ

اتریشی وګړی کریستیان ویبر
اتریشی وګړی کریستیان ویبر

ایراني چارواکو اتریشی وګړی کریستیان ویبر چې په لوېدیځ اذربایجان ولایت کې په یوه جرمي قضیه کې نیول شوی و، نن خوشې کړ.

د ایران د قضا خبري اژانس میزان دا خبر ورکړی.

اتریش په ۲۰۲۲ کال کې ویلي و، یو وګړی یې په هغه قضیه کې چې د مهسا امیني د وژل کېدو له پېښې وروسته په ایران کې له پراخو مظاهرو سره ارتباط نه‌لري، نیول شوی دی.

د میزان د خبر له‌مخې ویبر د اسلام د عفوې د اصل په رڼا کې خوشې شوی دی.

خبر زیاتوي چې، نوموړی په تهران کې د اتریش سفیر ته سپارل شوی، ترڅو له‌‌دې هېواده د وتلو امکان ورته برابر کړي.

میزان د هغه جرم جزییات نه‌دي ورکړي چې ویبر یې له کبله نیول شوی و.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG