د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۵۵

امريکا يو پاکستانی وګړی د يو امريکايي سياستوال د وژنې په قصد تورن کړی


ارشیف: د نیویارک یوه محکمه
ارشیف: د نیویارک یوه محکمه

د امریکا متحده‌ایالاتو یو پاکستانی وګړی پرون سه‌شنبې له ایران سره د اړیکو په تړاو چې غوښتل یې د پیسو په مقابل کې یو امریکایي سیاستوال یا امریکایي چارواکي ووژني، خو دسیسه یې ناکامه شوې، رسماً تورن کړ.

د امریکا د عدلیې وزارت تورن کس ۴۶ کلن اصف مرچنټ ښودلی چې، اوس د امریکا په توقیف کې دی.

دې وزارت نه‌دي ویلي چې هغه د کوم سیاستوال د وژلو نیت درلود، خو څرګنده کړې یې ده چې د قانون د تنفیذ ځواکونو مخکې له حملې هر ډول توطیه شنډه کړې ده.

په هغې جنایي دوسیه کې چې د نیویارک په بروکلین کې هغه ته پرانستل شوې، ویل شوي چې مرچنټ په متحده‌ایالتونو کې د خلکو د استخدام په لټه کې و، چې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو د وژل شوي قومندان قاسم سلیماني غچ واخلي.

نوموړی د (۲۰۲۰ کال ) په جنوري کې د بغداد هوایي ډګر ته نژدې د امریکایي ځواکونو په یوه هوایي برید کې ووژل شو.

د امریکا د هغه وخت ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر سلیماني د بې‌پیلوټه الوتکې برید تایید کړی و.

ایران په کراتو کراتو ویلي چې د سلیماني غچ به واخلي.

مرچنټ چې د څارنوالانو د ادعا له‌مخې له پاکستان څخه امریکا ته تر سفر مخکې یې یوه موده په ایران کې تېره کړې، د بروکلین د فدرالي محکمې له‌خوا د وژنې لپاره د خلکو پر ګومارنې تورن شو.

د امریکا د عدلیې وزارت ویلي، مرچنټ په اپریل میاشت کې له یوه کس سره اړیکه ټینګه کړې، چې ورسره په دغې توطیه کې مرسته وکړي، خو دغه کس د هغه پر دې کار پولیس خبر کړي او وروسته هغه د پولیسو پټ خبر ورکونکی شوی و.

مرچنټ په تېره جون میاشت کې له یوه احتمالي قاتل سره، چې هغه په حقیقت کې مخفي پولیس و، کتلي و.

نوموړي ویلي چې، نهایي امر یې له یوه ګوند څخه چې ده ورته کار کاوه، ترلاسه کړي دي.

XS
SM
MD
LG