د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۲

په فرانسه کې د کیڼ اړخو ګوندونو ایتلاف په پارلمان کې نسبي اکثریت وګاټه


په فرانسه کې د کیڼ اړخو ګوندونو ملاتړیو له بریا وروسته خوشحالۍ کړي دي.
په فرانسه کې د کیڼ اړخو ګوندونو ملاتړیو له بریا وروسته خوشحالۍ کړي دي.

د ډېرو د تصور خلاف په فرانسه کې د کیڼ اړخو ګوندونو ایتلاف وتوانېد چې نور ګوندونه مات کړي او د هېواد په پارلمان کې نسبي اکثریت وګټي.

دې حیرانوونکې پېښې، چې د سختدریځي ښي اړخ ګوند د ماتې سبب شوه، په عین حال کې د فرانسې صدراعظم استعفا ته اړ ایست.

د فرانسې د پارلماني انتخاباتو د دوهم پړاو د لومړنیو پایلو له اعلان سره سم، چې د یکشنبې په ورځ د جولای په ۷ ترسره شول، دغه ایتلاف وکولای شول تر ټولو ډېرې څوکۍ وګټي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د فرانسې د پارلمان له ۵۷۷ څوکیو څخه د دوشنبې تر سهاره پورې د ۵۵۸ څوکیو برخلیک څرګند شو، چې پر اساس یې تر اوسه د کیڼ اړخو ایتلاف "نوې ولسي جبهې" ۱۷۷ څوکۍ ګټلې دي چې دغه ایتلاف یې ملاتړ کوي.

مکرون ۱۵۷ څوکۍ او ښي اړخي افراطي ګوند ۱۴۱ څوکۍ لري. البته دا پایلې تراوسه په رسمي توګه نه دي اعلان شوي.

لومړنیو ارزونو ښودلې چې د کیڼ اړخو ګوندونو ایتلاف به له ۱۷۲ څخه تر ۲۱۵ څوکۍ وګټي، د مکرون پلوه ایتلاف به له ۱۵۰ څخه تر ۱۸۰ خپلې کړي او ښي اړخی ګوند به له ۱۱۵ څخه تر ۱۵۵ څوکۍ وګټي.

خو له دې درېیو سیاسي بلاکونو څخه هیڅ یو هم ونه توانېد چې مطلق اکثریت وګټي، دا د هغو وړاندوینو خلاف ده چې پر اساس یې ویل کېدل چې د ښي اړخ ګوند به بریالی شي.

له انتخاباتو وروسته په خپله لومړۍ وینا کې، د کیڼ اړخ یوه مشر ژان لوک ملانشون، ښي اړخ ګوند ته په اشارې وویل چې د فرانسې خلکو "تر ټولو بد حل" رد کړی دی.

ده د مکرون پر اوسني حکومت نیوکه وکړه او له صدراعظم څخه یې وغوښتل چې استعفا ورکړي.

ملانشون وویل چې "نوې ولسي جبهه" باید د چارو واګې په لاس کې واخلي.

دې غوښتنې ته د فرانسې صدراعظم ګابریل ایتیل مثبت ځواب ووایه، ویې ویل چې د دوشنبې په ورځ به خپله استعفا ولسمشر ته وسپاري او زیاته یې کړه چې تر هغه وخته چې اړتیا وي خپله دنده ترسره کوي.

د ازادې اروپا راډيو د اروپا د برخې مسوول ريکارد ازوياک وايي، د پارلماني انتخاباتو ستر ګټونکی د کيڼ اړخو نوی جوړ شوی اتحاد دی چې د نوې ولسي جبهې په نوم يادېږي.

هغه وايي، څه چې د حیرانتیا سبب شوي، په لومړي سر کې د رای ورکوونکو ۶۷ سلنه ګډون دی، چې په وروستۍ پيړۍ کې د فرانسې په پارلماني انتخاباتو کې تر ټولو لوړه فیصدي ده.

د ازویک په وینا، په عین حال کې، مارن لوپین به له دې ناکامۍ سره سره، دوو نويو فرصتونو ته سترګې په لار وي؛ یو دا چې نوې پارلماني انتخابات په مخ کې وي، یا د فرانسې راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې چې په ۲۰۲۷م کې ترسره کېږي.

له بلې خوا هغه کاندیدان چې د دغه ایتلاف دوهم پړاو ته یې لاره پیدا کړې، له خپلې کاندیداتورۍ یې تر ټولو زیاتو یې له کاندیداتورۍ لاس اخیستی او په دې توګه افراطي ښي اړخو کاندیدانو ته لاره هواره کړه.

د ملي شورا یو له مهمو شخصیتونو څخه، جوردین بارډیلا، د لومړنیو پایلو له اعلان وروسته په یوه وینا کې وویل چې فرانسه "د سخت دریځو لاسونو ته لوېدلې."

هغه د فرانسې پر ولسمشر ایمانویل مکرون تور ولګاوه چې د دغه هېواد خلک په راتلونکو میاشتو کې له ورځنیو ستونزو سره مخامخ دي.

خو د ملي اسمبلۍ د ګوند مشرې مارین لو پین له ماتې سره سره د راتلونکي په اړه خوشبیني څرګنده کړه، ویې ویل چې د غورځنګ "مخ په وده حرکت" لا هم دوام لري او دا چې "بریا یوازې ځنډول شوې ده."

د فرانسې د سوسیالست ګوند مشر رافیل ګلوکسمن، چې د ګټونکي ایتلاف برخه دی، وویل: "موږ مخکې یو، خو موږ به په ویشل شوي پارلمان کې یو."

هغه ټینګار وکړ چې د ګټونکو ګوندونو مشران باید د "لویانو" په څیر عمل وکړي.

په لومړي پړاو کې د ملي اسامبلې د ګوند د مشرې مارین لو پین په ګډون شاوخوا ۷۰ تنه استازي د ملي شورا د ۵۷۷ څوکیو لپاره وټاکل شول چې نیمايي یې د ښي اړخو او نیمايي یې د نورو ګوندونو څخه وو.

XS
SM
MD
LG