خبرونه
پر ترانس افغان پروژې څلوراړخیزې خبرې وشوې

دوحې ته د طالبانو د حکومت تللي پلاوي د ازبکستان، پاکستان او قطر له استازو سره پر (افغان ترانس) پروژې خبرې کړې دي.
افغان ترانس له ازبکستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته د ریللار یا د ریلاګاډي پټلۍ د غځولو پروژه ده چې د درې واړو هېوادونو د تجارتي اړیکو لپاره مهمه بلل کیږي.
د طالبانو د حکومت ویاند او دوحې ته د دوی د تللي پلاوي مشر ذبیح الله مجاهد بیګا ناوخته پر خپله ایکس پاڼه/ پخواني ټویټر لیکلي، ګډونوالو د دې پروژې د کار د ژر تر ژره پيل غوښتنه وکړه.
په افغانستان کې دا ریللار، چې ۶۴۷ کیلومتره اوږدوالی لري، له مزارشریف څخه پیلیږي، له سمنګان، بغلان، بامیان، میدان وردک، لوګر او پکتیا ولایتونو څخه تېرېږي او په ډنډوپټان ولسوالي کې د پاکستان له ریللار سره یوځای کېږي.
تر دې وړاندې د ازبکستان چارواکو ویلي و چې دغه پروژه به تر ۲۰۲۷ کال پورې بشپړه شي.
د پروژې لګښت څه باندې څلورنیم میلیارده ډالره اټکل شوی دی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
نتانیاهو؛ که حماس مو پاتې برمته راخوشي نه کړي بیا غزې ته ستنیږو

د اسراییلو صداعظم بنیامین نتانیاهو خبرداری ورکړی، که چیرته حماس وسله واله ډله پاتي اسراییلي برمته راخوشي نه کړي د غزې ځیني برخې به ونیسي.
امریکا او اروپايي ټولنه حماس د یوې ترهګرې ډلې په توګه پیژني.
نتانیاهو د چهارشنبې په ورځ د پارلمان یوې ناستې ته ویلي، " په هره اندازه چې حماس د برمته وو له خوشي کیدو ډډه وکړي، په همغه کچه به اسراییل پرې فشار زیاتوي".
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، په غزه کې د حماس له خوا د ۲۵۱ برمته وو له ډلې ۵۸ يې لا هم په غزه کې ساتل کیږي.
له وړاندې د اسراییلو پوځ ویلي و، د برمته وو له ډلې ۳۴ تنه يې وژل شوي دي.
نتانیاهو په داسې حال کې د غزې د یو شمیر سیمو د بیرته نیولو خبره کوي چې په سلهاوو فلسطینیانو د سه شنبې په ورځ په پراخو لاریونونو کې په غزه کې د جګړي د پایته رسولو غوښتنه کوله.
د حماس تر واک لاندې د غزې د عامې روغتیا وزارت وايي، د ۲۰۲۳کال د اکټوبر راهیسې په غزه کې د اسراییلو د بریدونو له کبله ۵۰زره کسان وژل شوي دي.
دا شمیرې خپلواکو سرچینو تایید کړي نه دي.
زلنسکي؛ د امریکا د پوځي او استخباراتي مرستو د بیرته ستنیدو لپاره د سولې خبرو ته دوام ورکوو

د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي یو ځل بیا له خپلو شریکانو غوښتي چې په تور سمندرګي د وړاندیز شوي اوربند د شرایطو په اړه يې، د روسیې په مقابل کې ملاتړ وکړي.
زلنسکي چې د اروپايي ټولنې د مشرانو په ناسته کې د ګډون په موخه پاریس ته تللی و، چهارشنبې ماښام خبریالانو ته وویل، " اوکرایین د امریکا د پوځي او استخباراتي مرستو د بیرته سنتیدو په موخه په سعودي عربستان کې د سولې د خبرو اترو له دوام سره موافقه کړې ده".
د اروپايي ټولنې مشران نن پنجشنبې په پاریس کې راټولیږي او په اوکرایین د سولې په اړه خبرې اترې کوي.
د زلنسکي په ټکو، اوکرایین د جګړي د پایته رسولو په اړه خپل دریځ څرګند کړی او غواړي دا جګړه پای ومومي.
د امریکا په منځګړیتوب د اوکرایین او روسیې ترمنځ د سولې د خبرو اترو دویم پړاو د سعودي په پلازمینه ریاض کې ترسره شو.
اوکراییني چارواکو په اوکرایین له ۳۰ ورځني اوربند سره موافقه کړې وه، خو روسیې بیا ویلي و، د دې اوربند له ځینو شرطونو سره موافقه نه ده.
بل پلو، سپینې ماڼې ویلي، د روسیې له خوا پر وړاندیز شویو شرطونو غور کوي.
ایران د "توغندیو ښار" په نوم د خپلو پوځي تجهیزاتو یوه ویډیو خپره کړې ده

ایران د ځمکې لاندې د "توغندیو ښار" په نوم د پوځي تجهیزاتو او وسلو یوه ویډیو خپره کړې ده.
دغه ویډیو چې د ایران د دولتي رسنیو له خوا وړمه ورځ د (مارچ ۲۵مه) خپره شوې په کې د ایران لوی درستیز محمد باقري او د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي او هوايي ځواکونو قوماندان امیرعلي حاجي زاده د ځمکې لاندې په پرمختللو وسلو سمبال تونلونو کې ښودل کیږي.
په ویډيو کې ښکاري چې د ځمکې لاندې تونلونو کې پریمانه پرمختللې وسلې په موټرو کې ذخیره شوي دي.
ایران په داسې حال کې د خپلو پرمختللو وسلو د زیرمو ویډیو خپروي چې د بل هر وخت پرتله يې له امریکا سره اړیکې ترینګلي دي.
د امریکا استخباراتي ادارو د سه شنبې په ورځ په یوه راپور کې ایران د هغوو هېوادونو په لیست کې شامل کړی و، چې د امریکا ملي امنیت ته ګواښ جوړوي.
په ترکیه کې د استانبول د ښاروال د نیولو پرضد لاریون کوونکو د حاکم حکومت د استعفا غوښتنه کړې ده

په ترکیې کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان پرضد له سترو مظاهرو اونۍ وروسته، معترضو محصلینو یو ځل بیا واټونو ته مخه کړه.
دا اعتراضونه د مارچ په نولسمه د استانبول د ښاروال اکرم امام اوغلو تر نیولو وروسته پیل شول.
په استانبول او نورو ښارونو کې مظاهرې روانې دي.
په استانبول او پلازمینې انقره کې پرون محصلینو دا شعار بدرګه کاوه چې « حکومت دې استعفی وکړي».
د سې شنبې تر مازیدګر پورې د ترکیې د کورنیو چارو وزارت د نژدې یو نیم زر کسانو د نیولو خبر ورکړی و.
یونیسف؛ تر درې میلیونه ډیر ماشومان مو د ماینونو له خطرونو سره اشنا کړي دي

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتو وجهي صندوق( یونیسف) ویلي دي چې په افغانستان کې یې تر درې میلیونه ډیر کسان د ماینونو له خطرونو سره اشنا کړي او دا یې ورزده کړې دي چې څرنګه احتیاط ورسره وکړي.
په افغانستان کې د یونیسف مشر تاج الدین اویواله پرون په ایکسپاڼه کې ولیکل چې یونیسف په دوه زره څلرویشتم کال کې درې میلیونه او یولک ماشومان او د هغوی مشران د ماینونو له خطرونو څخه خبر کړې دي.
د ملګرو ملتو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر( اوچا) دوې اونۍ مخکې ویلي و چې هره میاشت په افغانستان کې تر پنځه پنځوس ډیر کسان د ماینونو او ناچاوده موادو د چاودنو له امله یا وژل کیږي یا ټپيان کیږي.
د دوه زره یو ویشتم کال د اګست له میاشتې راوروسته چې طالبانو کابل نیولی دی له ماین پاکۍ موسسو سره په افغانستان کې نړیوالې مرستې کمې شوې دي.
طالبان؛ په پنجشیر کې مو ۲۹۰۰ قیراطه زمرد پلورلي دي

په پنجشیر ولایت کې طالبانو د دوه زره دوه سوه نهه قیراطه زمردو د پلور خبر ورکړ.
په دغه ولایت کې د طالبانو د کانونو او پترولیم رییس مولوي محمد قاسم امیري پرون باختر اژانس ته وویل چې دا زمرد پر افغان سوداګرو په څه باندې یوسل او شپږ څلویښت زره ډالرو پلورل شوې دي.
د تیرو څه باندې درې نیمو کلونو په ترڅ کې چې طالبانو کابل نیولی دی د پنجشیر د زمردو په شمول ګرانه بیه کاڼي تر ډيره په غیرفني ډول استخراجوي او پلوري.
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ وزیران د همغږۍ یوه ګډه کمېټه جوړوي

ټاکل شوې ده چې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ وزیران د دواړو هیوادو ترمنځ د ګډې همغږې کمیټې د جوړیدو په تړاو خبرې وکړي.
د پاکستاني رسنیو په وینا دا خبرې به تر اختر مخکې ترسره شي او تر اختر وروسته به د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي پاکستان ته سفر وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار روانه اونۍ دوشنبې د ده په وینا د پاکستان د اندیښنو د حل او د دوه اړخیزو اړیکو د ودې لپاره له افغان طالبانو سره د دوامداره خبرو اترو پر اهمیت ټینګار وکړ.
اسلام اباد هیله ښکاره کړې ده چې د اپریل تر پنځلسمې مخکې به د افغانستان او پاکستان ګډه همغږۍ کمیټه جوړه شي.
ریچارډ بنیټ؛ د ښځینه فوټبال ټیم ته دې په نړیواله کچه د سیالیو زمینه برابره شي

د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتو ځانګړي راپور ورکوونکي په بهر کې د افغانستان د ښځیه فوټبال ټیم د رسمیت پیژندنې غوښتنه کړې ده او د دې ملاتړ یې کړی دی چې دا لوبغاړې په نړیوالو سیالیو کې برخه واخلي.
ریچارډ بنیټ د چهارشنبې په ورځ پر خپلې ایکسپاڼې لیکلي، د فوټبال نړیوال فدراسیون(فیفا) باید دې ته ژمن واوسي چې دا لوبغاړې چې په افغانستان کې له لوبو منع شوې دي په نړیوالو سیالیو کې ګډون وکړي.
دا غوښتنه د دوه زره شپږ ویشتم کال د اسیایي اتلولۍ د مقدماتي لوبو د پچې اچونې په درشل کې شوې ده. د دې لوبو له لارې لوبډلې د دوه زره اووه ویشتم کال نړیوال جام ته لاره کوي.
نن په شلو ولایتونو کې د ورښتونو خبرداری ورکړل شوی دی

د افغانستان په شلو ولایتونو کې نن د ورښتونو اټکل شوی دی.
د طالبانو د هوا پيژندنې ادارې پرون چهارشنبې په یوه بیان کې وویل چې په بدخشان، کندز، بلخ، پروان، کاپیسا، ننګرهار، غور، بادغیس، بامیان او څو نورو ولایتونو کې د سالنګونو په ګډون د پنجشنبې په ورځ د واورو او بارانونو د وریدو امکانات شته.
له لسو تر دیرش میلي مترو پورې د باران او له پنځلسو تر پنخوس سانتي مترو پورې د واورې وړاندوینه شوې ده.
د طالبانو د انرژي او اوبو وزارت خبرداری ورکړی دی چې د شنبې تر ورځې د ورښتونو له امله په سیندیزو حوزو کې د سیلونو د بهیدو احتمال شته.
اوکرایین هڅه کوي خپل کلتوري اثار د روسیې له بمباریو لیرې خوندي ځایونو ته انتقال کړي

په اوکراین کې موزیمونو خپلې هڅې ګړندۍ کړې دي څو د روسیې له بمبارۍ څخه د هیواد کلتوري میراث خوندي کړي.
د اوکراین د کلتوري کارګرانو د اتحادیې مشره، اولها ساهایداک وايي چې د تاریخي او کلتوري اثارو لرونکي موزیمونه هڅه کوي چې ارزښتناک توګي د هیواد خوندي سیمو ته انتقال کړي.
هغه د مثال په توګه په اوډیسا کې د برسټل هوټل برید ته اشاره وکړه او ویې ویل، پر هوټل باندې د روسیې هوايي برید د ادبیاتو موزیم او د موسیقۍ د ترویج سازمان ته هم زیان ورساوه.
په زاپوریژیا سیمه کې، چې تر یوې اندازې پورې د روسیې تر کنټرول لاندې ده، د موزیم چارواکي هڅه کوي هغه شیان وژغوري چې د اوکراین هویت استازیتوب کوي.
د موزیم مشره ویکتوریا ووډوپیان وايي، دوی پریکړه کړې چې دودیزې ګلدوزۍ شوي جامې او دستمالونه چې "ویشیوانکا" نومیږي له موزیم څخه خوندي ځاې ته انتقال کړي.