د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۳

نړۍ

د حج په سږنیو مراسمو کې د مړو شویو حاجیانو شمېر له ۱۳۰۰ اوښتی

د حج له مراسمو یو انځور
د حج له مراسمو یو انځور

د حج په سږنیو مراسمو کې د مړو شویو حاجیانو شمېر له ۱۳۰۰ واوښت.

د سعودي عربستان د روغتیا وزیر فهد بن عبدالرحمان الجلاجل پرون یکشنبه دولتي تلوېزیون ته ویلي، ۸۳ فیصده مړه شوي هغه حاجیان دي چې دوی سره رسماً د حج کوونکو په توګه ثبت نه وو.

دغه حاجیان تر ډېره په سره لمر کې د اوږده واټن قدم وهلو له کبله مړه شوي دي.

اسوشېټېدپرېس خبري اژانس د قاهرې د دوو سرچینو په حواله ویلي، د مړو شویو حاجیانو څه باندې پنځوس فیصده یې د مصر اتباع دي.

په راپور کې راغلي چې سعودي عربستان له ۱۶ مسافرتي شرکتونو څخه د دې لپاره جوازونه اخیستي چې یو شمېر حاجیانو ته یې په غیر رسمي ډول عربستان ته د سفر زمینه برابره کړې وه.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

فنلنډ له اوکراین سره د ۱۷۰ ډالرو په ارزښت د پوځي مرستو اعلان وکړ

د فنلنډ ولسمشر الکساندر سټب
د فنلنډ ولسمشر الکساندر سټب

د فنلنډ دفاع وزارت له اوکراین سره د ۱۷۰ ډالرو په ارزښت د پوځي مرستو اعلان وکړ.

د فنلنډ ولسمشر الکساندر سټب نن د حکومت له لورې د دې مرستې وړانیز تصویب کړ.

د فنلنډ دفاع وزارت تر اوسه دا نه ده روښانه کړې چې په دې مرستو که څه شامل دي او څرنګه به یې له اوکراین سره کوي، خو دا له اوکراین سره د فنلنډ د مرستو ۲۴مه بسته ده.

د اذربایجان ولسمشر د دې هېواد پارلمان منحل کړ

د اذربایجان ولسمشر الهام علییف
د اذربایجان ولسمشر الهام علییف

د اذربایجان ولسمشر الهام علییف نن پارلمان منحل کړ او اعلان یې وکړ چې د سپټمبر په لومړۍ نېټه به انتخابات ترسره شي.

مخکې ټاکل شوې وه چې دا ټاکنې په نومبر کې وشي.

د نوي اذربایجان واکمن ګوند تېره اوونۍ وویل چې د ملګرو ملتونو د اقلیمي کنفرانس په ګډون یو شمېر غونډې شته چې د انتخاباتو په نېټه کې بدلون ته اړتیا لیدل کېږي، د اساسي قانون محکمې پرون دا وړاندیز تصویب کړ.

مخالفو سیاستوالو او ګوندونو انتقاد کړی او تور یې پورې کړی چې واکمنان په دې ډول په انتخاباتو کې درغلیو ته لارې پرانېزي.

پولنډ د ناټو تر سرمشریزې مخکې له اوکراین سره دوه اړخیز امنیتي تړون لاسلیکوي

د پولنډ صدراعظم ډونالد ټوسک
د پولنډ صدراعظم ډونالد ټوسک

د پولنډ صدراعظم وایي، دی ډاډه دی چې له اوکراین سره به د ناټو تر راتلونکې سرمشریزې مخکې دوه اړخیز امنیتي تړون لاسلیک شي.

ټاکل شوې ده چې د ناټو د مشرانو غونډه د جولای په نهمه په واشنګټن کې جوړه شي.

د پولنډ صدراعظم ډونالد ټوسک نن خبریالانو ته وویل چې د اوکراین له ولسمشر سره به په وارسا کې د دې تړون په اړه خبرې وکړي او ۹۹ فیصده دا امکانات شته چې له ولسمشر ولودومیر زیلینسکي سره دا تړون د ناټو تر سرمشریزې مخکې لاسلیک کړي.

کرکټ نړیوال جام پایلوبه؛ جنوبي افریقا له هند سره سیالي لري

د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي
د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي

ټاکل شوې چې سبا د کرکټ د شل اورونو نړیوال جام پایلوبه د جنوبي افریقا او هند ترمنځ وشي.

په نیمه پایلوبه کې جنوبي افریقا د افغانستان لوبډلې ته او هند د انګلستان لوبډلې ته ماتې ورکړه.

دا لوبې د شلو لوبډلو ترمنځ د جون په لومړۍ نېټه د امریکا د متحد ایالتونو او ویسټ اینډیز په کوربتوب پیل شوې چې پایلوبه به یې سبا په ویسټ اینډیز کې وشي.

اسراییل ۶۸ کسانو ته اجازه ورکړې څو له غزې څخه مصر ته لاړ شي

د غزې او مصر ترمنځ سرحدي سیمه چې اوس د اسراییلي ځواکونو کنټرول کې ده.
د غزې او مصر ترمنځ سرحدي سیمه چې اوس د اسراییلي ځواکونو کنټرول کې ده.

اسراییلي چارواکي وایي چې ۶۸ کسانو ته یې اجازه ورکړه چې له غزې تړانګې مصر ته ولاړ شي.

په دوی کې ۱۹ ناروغان او ټپي ماشومان دي او نور له هغوی سره مله کسان دي.

دا له نژدې دوو میاشتو راهیسې لومړۍ ډله ده چې پرون د درملنې لپاره له غزې بهر ته ولاړه.

د مې په لومړیو کې اسراییلي ځواکونو له غزې څخه د وتلو دغه یوازینۍ پاته لاره هم ونیوله.

له نژدې نهو میاشتو راهیسې د غزې جګړې روغتیایي سکتور ویجاړ کړی او اکثر روغتونونه په دې تړانګه کې تړل شوې دي.

روغتیایي چارواکي وایي، په زرګونو کسان د عاجلو روغتیایي پېښو له امله بهر ته تګ ته اړتیا لري.

د اروپا د فوټبال د اتلولیو دوهم پړاو لوبې پيلېږي

د اروپا د فوټبال جام له سیالیو یو انځور
د اروپا د فوټبال جام له سیالیو یو انځور

د اروپا د فوټبال د اتلولیو دوهم پړاو لوبې سبا پيلېږي.

لومړۍ لوبه د کابل په وخت د ماښام اته نیمې بجې د سویس او ایټالیا ترمنځ ده، دوهمه لوبه د کابل په وخت د شپې په یولس نیمې بجې د کوربه جرمني او ډنمارک ترمنځ پيلېږي.

دوهم پړاو ته ۱۶ لوبډلې وتلي دي.

دا لوبې د ۲۴ هېوادونو د ملي ټیمونو ترمنځ د جون په ۱۴مه په جرمني کې پیل شوې چې د جولای په ۱۴مه به یې پایلوبه ترسره شي.

د یوې وړاندوینې له مخې چې د بي‌بي‌سي سپورټ ویبپاڼې خپره کړې، اسپانیا ۲۷ فیصده چانس لري چې د اروپایي لوبو اتله شي، ورپسې هالنډ ۲۵ فیصده او په هغه پسې انګلستان ۲۲ فیصده د اتلولۍ د خپلولو وړ بلل شوی دی.

په ایران کې د ولسمشرۍ انتخابات پیل شول

په ایران کې د انتخاباتو له بهیره یو انځور
په ایران کې د انتخاباتو له بهیره یو انځور

په ایران کې د ولسمشرۍ انتخابات نن سهار د جون ۲۸مه پیل شول.

په یوه هوايي پېښه کې د مې په ۱۹مه د پخواني ولسمشر ابراهیم رییسي تر مړینې وروسته په ایران کې له وخت مخکې انتخابات ترسره کېږي.

د ولسمشرۍ څوکۍ لپاره څلور کاندیدان سره سیالي کوي چې دغه ټول کسان د ایران د نظام له خوا تایید شوي دي.

تمه ده چې په انتخاباتو کې د ایران د خلکو د ګډون کچه به ټیټه وي او شاوخوا پنځوس فیصده خلک به په انتخاباتو کې برخه واخلي.

په ایران کې د ولسمشرۍ ټاکنې په داسې حال کې کېږي چې د سیاسي بندیانو په ګډون د رژیم یو شمېر مخالفانو د بایکاټ غږ کړی او ویلي یې دي چې دا ټاکنې به د ایران په سیاسي وضعیت کې کوم بدلون راولي.

د امریکا د حکومت یوه چارواکي هم د چهارشنبې په ورځ وویل چې متحده ایالات تمه نه لري په ایران کې د جمهوري ریاست انتخابات "آزاد او عادلانه" وي او په هغه هېواد کې "بنسټیز بدلون" راولي.

د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو د دوو کاندیدانو لومړنۍ مناظره نن وشوه

د امریکا د اوسني ولسمشر جوبایډن او پخواني ولسمشر ډونالډ ترمپ د مناظرې یو انځور
د امریکا د اوسني ولسمشر جوبایډن او پخواني ولسمشر ډونالډ ترمپ د مناظرې یو انځور

د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو د دوو کاندیدانو لومړنۍ مناظره نن وشوه.

د امریکا کورني مسایل د مناظرې په اول کې شامل وو.

د ۲۰۲۰م کال په جنوري کې پر کانګرس د کاوړي مظاهره چیانو یرغل، د امریکا اقتصاد، د کارونو یا دندو پیدا کول، ټولنیز او صحي خدمات هغه مهم مسایل وو چې بحث پرې وشو او دواړو کاندیدانو د هرې یوې برخې لپاره یو بل په ناکامیو او بې مسوولیتیو تورن کړل.

پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ، ولسمشر جوبایډن له افغانستانه د امریکا د وتلو په برخه کې چې ده د امریکا د تاریخ تر ټولو شرمناکه شېبې وبللې په بې غورۍ او ناکامۍ تورن کړ.

ولسمشر جوبایډن بیا د ټرمپ دا تورونه بې ځایه وبلل او ویې ویل چې په حقیقت کې ټرمپ د دغو ټولو ګډوډیو مسوول دی، ځکه د ده په خبره په خپل وخت کې یې د ګڼو مسایلو په اړه څه ونه کړل.

په دې مناظره کې چې شاوخوا نوي دقیقې وه دواړو کاندیدانو له سر تر پایه په یو بل کلکې نیوکې وکړې او په پیل کې یې په لاس یا خبرو سره روغبړ هم ونه کړ.

شل اوریز نړیوال جام؛ هندوستان هم پایلوبې ته لار پیدا کړه

د هند له لوبې یو انځور
د هند له لوبې یو انځور

د کرکټ شل اوریز نړیوال جام په دویمې نیمه پایلوبې کې هندوستان د انګلستان په ماتولو سره پایلوبې ته لار پيدا کړه.

د پنجشنبې په ورځ د جون په ۲۷مه نېټه د کابل پر وخت ماښام ۷:۰۰ بجې د هندوستان او انګلستان ترمنځ پیل شوې سیالي د ۶۸ منډو په توپیر هندۍ لوبډلې وګټله.

د یادې سیالۍ پچه انګلستان ګټلې وه او توپ اچونه یې انتخاب کړې وه، هندۍ لوبډلې په شلو اورونو کې د ۷ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته د ۱۷۲ منډو هدف وټاکه.

د یادې لوبډلې په ګټه لوبډلمشر روحیت شرما ۵۷ او سوریا کومار یادو ۴۷ منډې وکړې.

انګلستان ته بیا په توپ اچونه کې کریس جورډن ۳ لوبغاړي وسوځول.

انګلستان د هدف په تعقیب خپل ټول لوبغاړي په ۱۶.۴ اورونو کې له لاسه ورکړل او ۱۰۳ منډې یې وکړې.

هند ته په توپ اچونه کې کولديپ یادو او اکشر پټیل درې ـ درې لوبغاړي وسوځول.

د روان شل اوریز نړیوال جام لومړنۍ نیمه پایلوبه د افغانستان او سویلي افریقا ترمنځ ترسره شوې وه چې سویلي افریقا ګټلې وه.

ټاکل شوې ده چې پایلوبه د جون میاشتې په ۲۹مه نېټه د کابل پر وخت ماښام ۷:۰۰ بجې د هندوستان او سویلي افریقا ترمنځ پیل شي.

د امریکا ولسمشرۍ ټاکنې؛ بایډن او ټرمپ مناظره کوي

د عکس ښي لور ته د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ او چپ لور ته اوسنی ولسمشر جوبایډن
د عکس ښي لور ته د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ او چپ لور ته اوسنی ولسمشر جوبایډن

نن د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو دوه کاندیدان ولسمشر جوبایډن او پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ مناظره کوي.

د دوی مناظره د امریکا په وخت د شپې نهه بجې د افغانستان سهار پنځه نیمې په جورجیا ایالت کې پيلېږي چې سي‌این‌این تلوېزیون به یې کوربه وي.

دا د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو د دوو تر ټولو زړو کاندیدانو مناظره ده چې میلیونونه امریکايي رای ورکوونکي به یې ګوري.

ټرمپ د محکمې له خوا د ۲۰۱۶م کال ټاکنو د پایلو بدلولو لپاره د بربنډو فلمونو یوې لوبغاړې ته د حق السکوت د ورکولو په اړه په ۳۴ قضیو کې په جعکلارۍ تورن دی.

بایډن هم ممکن د خپل زوی هنټر بایډن د قضیې په خاطر تر نیوکې لاندې ونیول شي په دې وروستیو کې محکمې د وسلې په تړاو په درېیو تورونو مجرم پېژندلی.

لا څرګنده نه ده چې دقیقاً په کومو مواردو به په دې ۹۰ دقیقو مناظره کې پوښتنې کېږي، خو په بهرني سیاست کې ټرمپ تل پر بایډن له افغانستانه د راوتلو په بڼې سختې نیوکې کوي.

له دې ډلې ټرمپ ولسمشر بایډن او اداره یې تورنوي چې په لوی لاس یې د امریکا میلیاردونه ډالره وسلې او مهمات افغانستان کې طالبانو ته پرېښودل.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG