د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۸

د افغانستان زعفرانو بیا په نړۍ کې لومړی مقام ګټلی؛ کروندګر او شرکتونه د صادراتو برخه کې له ستونزو شکایت کوي


ارشیف: په افغانستان د تولید شویو زعفرانو یو انځور
ارشیف: په افغانستان د تولید شویو زعفرانو یو انځور

د افغانستان زعفران، چې په نړۍ کې د خپل خوند له امله شهرت لري، د نهم ځل لپاره د بلجیم د ذایقې نړیوال انسټېټیوټ له‌خوا په نړۍ کې لومړی مقام خپل کړ.

دغه موسسه، چې هر کال د ټولو تولیدونکو هېوادونو د زعفرانو په اړه لابراتواري ازموینې ترسره کوي، د سه‌شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د هرات زعفران د کیفیت او خوند له پلوه د نړۍ تر ټولو خوندور زعفران وپېژندل شول.

که څه هم د افغانستان زعفران د دې هېواد یو له ارزښتناکو صنعتي بوټو څخه شمېرل کېږي، خو په افغانستان کې د زعفرانو یو شمېر کروندګر او تولیدي شرکتونه شکایت کوي چې اوسمهال د کښت او له هېواده بهر د صادراتو په برخه کې له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي.

د هرات ولایت په غوریان ولسوالۍ کې یو بزګر خیرالله نیازی، چې زعفران یې کرلي، د طالبانو د حکومت پر نه ملاتړ او نه همکارۍ نیوکه کوي.

نیازي وویل: "په افغانستان کې کروندګر ډېره غريبه طبقه ده چې مالي ملاتړ نه‌لري څو د زعفرانو کښت پراختیا ومومي یا هم ماشینونه واخلي چې زمونږ بنسټيزې اړتیاوې دي. له بده مرغه تراوسه مونږ سره چا مرسته نه ده کړې او نه هم زمونږ ملاتړ شوی."

ارشیف: په هرات کې د زعفرانو کروندې
ارشیف: په هرات کې د زعفرانو کروندې

که څه هم په هرات کې د زعفرانو د تولید د شرکتونو یو شمېر مالکان د زعفرانو د حاصلاتو له زیاتوالي خوښ دي، خو وايي چې په دې برخه کې ځینو ستونزو دوی اندېښمن کړي دي.

له ډلې یې د يوه شرکت مسوول فريد احمد رضايي وايي چې د هېواد دننه د زعفرانو پلور کم شوى دى.

نوموړي له ازادي راډيو سره په خبرو کې د دې ستونزې لامل د خلکو د اقتصاد خرابوالی وبلل.

هغه زیاتوي: "د دې له امله چې په هېواد کې اقتصادي ستونزې ډېرې دي، خرڅلاو ښه نه دی. د جمهوریت په وخت کې مو د اوونۍ ١٠ تر ۵١۵ کیلو زعفران خرڅول، خو اوس په کال کې ۱۵ کیلو نه لېږدوو. په کابل کې مو ډېر خرڅلاو درلود، خو اوس کورني خرڅلاو ډېر راټيټ شوی دی."

په هرات کې د زعفرانو د تولید د یوه بل شرکت مسوول عبدالخالق خدادادي بهر ته د زعفرانو د لېږد له لوړ لګښت څخه اندېښنه لري.

خدادادي وویل: "په دغه دلیل چې پخوا د نړۍ ډېری هوايي شرکتونو په افغانستان کې فعالیت درلود، ټرانسپورټي لګښتونه به په رقابت کې و او ښکته کېده، د دې تر څنګ د هوايي دهلیزونو ملاتړ هم و چې اوسمهال ټول درېدلي دي، له همدې امله هم په صادرونکو سوداګرو او هم په هغه کسانو چې زعفران اخلي ټرانسپورټي لګښت لوړ تمامېږي."

د افغانستان د زعفرانو د ملي ټولنې مسوولان وايي، تېر کال په افغانستان کې تر ۳۰ ټنو ډېر زعفران تولید شوي او تمه ده چې سږ کال به دا شمېر ۵۰ ټنو ته لوړ شي.

دغه ټولنه د زعفرانو د بزګرانو او تولیدونکو شرکتونو ځینې ستونزې تاییدوي.

عادل وايي: زموږ کروندګر، تولیدوونکي شرکتونه او لېږدوونکي له دې ستونزو سره مخ دي.

د دې ټولنې مشر محمد ابراهیم عادل ازادي راډيو ته وویل: "د کروندګرو، تولیدوونکو او لېږدوونکو ستونزې مو د حکومت، اړوندو چارواکو او وزارتونو ته ورسولې، ځکه زموږ کروندګر، تولیدوونکي شرکتونه او لېږدوونکي له دې ستونزو سره مخ دي."

خو عادل دا ونه ویل چې طالبانو ورته په دې اړه څه ځواب ورکړی دی.

د طالبانو حکومت د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند مصباح‌الدین مستعین د دې راپور تر خپرېدو پورې د زعفرانو د کروندګرو د ستونزو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

د افغانستان د زعفرانو د ملي ټولنې د معلوماتو له مخې اوسمهال په افغانستان کې ۸۵۰۰ هکتاره ځمکه کې زعفران کرل کېږي چې ۹۵ سلنه یې یوازې په هرات او پاتې پنځه سلنه یې د افغانستان په نورو ولایتونو کې ده او په پام کې ده چې سږ کال به دا شمېره ۹۵۰۰ هکتارو ته لوړه شي.

د یادې اتحادیې په خبره، اوسمهال د افغانستان زعفران، امریکا، متحده عربي اماراتو، هند، هسپانیا، چین او اروپايي هېوادونو ته صادرېږي او یو کیلو یې په بېلابېلو هېوادونو کې له ۱۲۰۰ څخه تر ۱۸۰۰ ډالرو پورې پلورل کېږي.

XS
SM
MD
LG