د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۴ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۰

افغانستان

د هرات چارواکي: زعفران په نړیوالو بازارونو کې په ښه بیه پلورل شوي

ارشیف، زعفران
ارشیف، زعفران

د هرات ولایت د سوداګرۍ خونې چارواکي وایي، سږکال د وچکالۍ له امله د زعفرانو حاصلات کم و، خو په نړیوالو بازارونو کې په ښه بیه پلورل شوي دي.

د دغو مرستیال توریالي غوثي ازادي راډیو ته وویل، که څه هم سږکال له هرات ولایته نورو هېوادونو ته د زعفرانو صادرات کم وو، خو په خبره یې په هند، چین، مرکزي اسیا او اروپایي هېوادونو کې د تېرو نورو کلونو پرتله په څو چنده لوړه بیه پلورل شوي دي.

ښاغلی غوثي وایي، تېرو کلونو کې په نړیوال بازار کې یوه کیلو زعفران له ۲۵ تر ۳۰ زرو افغانیو و، خو سږکال یوه کیلو زعفران تر ۱۳۰زرو افغانیو پلورل شوي دي.

د افغانستان زعفران چې سره زر هم بلل کېږي نړیوال شهرت لري او د دغه هېواد د نورو ولایتونو پرتله تر ټولو زیاته اندازه یې په هرات ولایت کې حاصلېږي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د افغانستان په اتو ولایتونو کې د اورښتونو، تالندې برښنا، بادونو او دوړو اټکل شوی

ارشیف: په پروان کې د باران ورېدو یو انځور
ارشیف: په پروان کې د باران ورېدو یو انځور

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې سبا جمعه د افغانستان په اتو ولایتونو کې د نسبتاً تېزو اورښتونو، تالندې برښنا، بادونو او دوړو اټکل کړی دی.

دغې ادارې نن په یوه اطلاعیه کې ویلي په بدخشان، نورستان، کونړ، سمنګان، بغلان، پروان، کابل او میدان وردګ کې به د باران اندازه له ۱۵ څخه تر ۲۵ ملي مترو پورې وي.

په اطلاعیه کې ویل شوي چې په لوېدیځو ولایتونو کې به تېز بادونه، خاورې او دوړې وي چې د بادونو سرعت به په یوه ساعت کې له ۵۰ تر ۸۰ کیلومترو وي.

تېره میاشت د افغانستان ختیځ، شمال، شمال لوېدیځ او لوېدیځ ولایتونه د سختو اورښتونو او سېلابونو شاهدان وو چې خلکو ته یې د درنې مرګ ژوبلې اړولو تر څنګ سخت مالي زیانونه هم واړول.

یونېسف: له ښوونځیو د افغان نجونو راګرځول سرغړونه ده او د دوی حقونه دې نه برمته کېږي

ارشیف: په بدخشان کې د یوه ښوونځي زده کوونکې او ښوونکې. طالبانو زر ورځې کېږي چې په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړلې دي.
ارشیف: په بدخشان کې د یوه ښوونځي زده کوونکې او ښوونکې. طالبانو زر ورځې کېږي چې په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړلې دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسف وایي، له ښوونځیو د افغان نجونو راګرځول نه یوازې د نجونو له حقونو څخه سرغړونه ده، بلکې دې کار د هغوی فرصتونه ځپلي او رواني ستونزو سره یې مخ کړي دي.

یونېسف دغه څرګندونې په یوه راپور کې نن پنجشنبه داسې مهال کړي چې تر شپږم ټولګي پورته ښوونځیو څخه د نجونو د راګرځولو زر ورځې پوره شوې.

یونېسف ویلي، د ماشومانو په ځانګړې توګه د نجونو حقونه نه باید د سیاستوالو له‌خوا برمته شي.

په راپور کې راغلي، له ښوونځیو د نجونو منع کول پر نجونو سربېره د افغانستان پر اقتصاد او پرمختیا هم ناوړه اغېز کوي.

بېلابېلو سازمانونو تل د طالبانو پر حکومت غږ کړی چې د نجونو ښوونځي پرانېزي، خو طالبانو تراوسه قانع کونکی ځواب نه دی ورکړی.

له سېلاب ځپلو سره د ترکیې د بشري مرستو یو کاروان هرات ته رسېدلی

د هرات یوه سېلاب ځپلې سیمه
د هرات یوه سېلاب ځپلې سیمه

د افغانستان له سېلاب ځپلو سره د ترکیې د بشري مرستو یو کاروان پرون چهارشنبې هرات ته ورسېد.

په دې مرستو کې، چې د ریلګاډي په وسیله افغانستان ته استول شوې وې، ۶۲۰ ټنه خوراکي مواد، اوړه، خیمې، کمپلې، صابون او نور اړتیا وړ شیان شامل دي.

تر دې مخکې ترکیې د هرات ولایت زلزله ځپلو ته بشري مرستې استولې وې.

وروستیو سیلونو په افغانستان کې سلګونه کسان مړه او ژوبل کړل، سلګونه کورونه یې ویجاړ او زرګونه هکتاره کرنیزه مځکه یې تخریب کړه.

طالبان: د ایران هوايي شرکت له څو کلونو ځنډ وروسته کابل ته الوتنې پیل کړې

د ایران د هوايي شرکت یوه الوتکه
د ایران د هوايي شرکت یوه الوتکه

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، د ایران هوايي شرکت له څو کلونو ځنډ وروسته پرون چهارشنبې کابل ته الوتنې پیل کړې.

د دغه وزارت له خبرپاڼې سره سم، د ایران هوايي شرکت، ایران اییر به کابل ته په اوونۍ کې یوه الوتنه کوي.

ایراني هوايي شرکت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې دوه افغان هوايي شرکتونه، اریانا افغان هوايي شرکت او کام ایر به هم ایران ته الوتنې کوي.

د پخواني افغان حکومت تر نسکورېدو وروسته ډېرو نړیوالو هوايي شرکتونو افغانستان ته الوتنې وځنډولې.

خو سږ کال یو شمېر هوايي شرکتونو خپل فعالیت بیا پیل کړی چې تر ټولو وروستی یې د ترکیې هوايي شرکت و.

طالبان: ایران او پاکستان په یوه ورځ نژدې ۴زره افغان کډوال له خپلو خاورو ایستلي

له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال چې چمن سرحدي سیمې ته رسېدلي او سپین بولدک ته د اوښتو تیاری نیسي.
له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال چې چمن سرحدي سیمې ته رسېدلي او سپین بولدک ته د اوښتو تیاری نیسي.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو وزارت پرون چهارشنبې وویل، ایران او پاکستان په یوه ورځ نژدې ۴زره افغان کډوال له خپلو خاورو ایستلي دي.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ۳زره ۴۳۷ تنه افغان کډوال له ایران او ۲۷۵ تنه له پاکستان څخه ایستل شوي دي.

د کډوالو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دا کډوال د جون په ۱۱مه د اسلام کلا، سپین بولدک اوتورخم له لارو هېواد ته داخل شوي دي.

په افغانستان کې ناوړه بشري وضعیت له ګاونډیو هېوادونو څخه د کډوالو د جبري ایستلو او د سېلابونو په شان د طبیعي پېښو له امله لاپسې خراب شوی دی.

طالبانو د عرفې او لوی اختر درې ورځې رخصتي اعلان کړې، خو کره نېټې یې نه دي یادې کړي

ارشیف
ارشیف

د طالبانو د کارو او ټولنیزو چارو وزارت د عرفې او لوی اختر درې ورځې عمومي رخصتي اعلان کړې، خو د دغو رخصتیو کره نیټې یې نه دي یادې کړي.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې چې نن چهارشنبه یې پر ایکس شبکې یا پخواني ټویټر خپره کړې ویلي چې دغه رخصتۍ یې د خپلې رسمي کلیزې پر بنسټ اعلان کړې ده.

د طالبانو سترې محکمې د جون په ۷مه په یوه جلا خبرپاڼه کې راتلونکې یکشنبه د عرفې او دوشنبه د لوی اختر ورځ اعلان کړې.

د عرفې او اختر یادې نېټې له سعودي عربستان سره یوه ورځ توپیر لري او همدې مسئلې په افغانستان کې دننه له عامو خلکو سره ګڼې پوښتنې را ولاړې کړي دي.

افغانستان په تېرو څو لسیزو کې له سعودي عربستان سره اخترونه او روژې یوځای پيلوي، خو د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته دا دویم ځل دی چې د سعودي او افغانستان اخترونه په یوه ورځ نه پيلېږي.

کرکټ؛ محمد نبي یو وار بیا د شل اوریزو سیالیو غوره الراونډر ونومول شو

د افغانستان پیاوړی الراونډر محمد نبي
د افغانستان پیاوړی الراونډر محمد نبي

د کرکټ نړیوال شورا په یوه تازه خبر کې ویل شوي چې د افغانستان د ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړی محمدنبي عیسی‌خېل یو وار بیا د شل اوریزو سیالیو د الراونډرانو په کتار کې اول مقام ګټلی دی.

د "آی‌سي‌سي" په خبر کې راغلي چې نبي په روان شل اوریز نړیوال جام کې د نیوزیلینډ پر وړاندې په توپ اچونه کې دوه لوبغاړي وسوځول چې له امله یې هغه د الراونډرانو په کتار کې اول مقام ته رسېدلی دی.

خبر وايي، نوموړی له درېیم مقام څخه اول مقام ته رسېدلی چې د اسټرالیا له مارکس ستاینس یې دا مقام نیولی دی.

دغه راز د شل اوریزو سیالیو د توپ اچونکو په ډلبندۍ کې بیا راشدخان درېیم او فضل حق فاروقي شپږم مقام ته رسېدلي دي.

که څه هم تر دې دمه د شل اوریزو لوبو د لس غوره توپوهونکو په ډله کې هېڅ افغان لوبغاړی نه‌شته، خو رحمن الله ګربز په ورستیو دوه سیالیو کې د غوره لوبو له امله ۸ مثبتې نمبرې اخیستي او ۱۲م مقام ته راغلی، که هغه په پاتې سیالیو کې هم ښه وځلېږي، نو په لسو غوره توپوهونکو کې به یې نوم راشي.

د ویلو ده چې دا د روان شل اوریز نړیوال جام تر پایه پورې به د لوبغاړو په دې مقامونو کې ډېر بدلونونه راشي.

له نیوکو او اندېښنو سره سره طالبانو په کندهار کې ۱۲ کسان په درو وهلي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د کندهار ولایت موقعیت
د افغانستان په عمومي نقشه کې د کندهار ولایت موقعیت

د بشري سازمانونو له نیوکو او اندېښنو سره سره د طالبانو د کندهار ولایت ابتدایه محکمې ۱۲ کسان په عام محضر کې په درو وهلي دي.

د طالبانو د کندهار د والي دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه کسان د سه شنبې په ورځ د دوی په ټکو د غلا، زنا او لواطت په تور وهل شوي دي.

طالبانو تېره اوونۍ په سرپل کې هم د څو مېرمنو په ګډون ۶۳ تنه په ورته تورونو په درو ووهل چې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت یوناما او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپورتر ریچارډ بینېټ غبرګونونه یې وپارول.

یوناما په عام محضر کې د درو وهلو پېښې وغندلې او د هغو ژمنو خلاف یې وبللې چې افغانستان د شکنجې د مخینوي په هدف کړي دي.

اوچا: دا مهال په افغانستان کې ۱۹ فیصده ماشومان په کارونو بوخت دي

ارشیف: په افغانستان کې یو ماشوم د خښتو بټۍ کې د کار پر مهال
ارشیف: په افغانستان کې یو ماشوم د خښتو بټۍ کې د کار پر مهال

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا وایي، دا مهال په افغانستان کې ۱۹ فیصده ماشومان په کارونو لګیا دي.

اوچا دغه څرګندونې نن چهارشنبه پر خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر د ماشومانو له کار سره د مبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت کړې دي.

دغه سازمان ویلي، د کارګرو ماشومانو اوسنیو شمېرو د افغان ماشومانو د راتلونکې په اړه دوی اندېښمن کړي دي.

اوچا ټینګار کړی چې هر ماشوم د زده‌کړو د فرصت او په خوندي چاپېریال کې د ژوند حق لري.

بل لورته د خوړو نړیوال پروګرام یا "ډبلیوایف‌پي" تازه ویلي، په افغانستان کې څه باندې درې میلیونه ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي.

فوټبال؛ افغانستان له کوېټ ماتې وخوړه، خو اسیا جام ته د رسېدو هیلې یې لا ژوندۍ دي

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله

د فوټبال د نړیوال او اسیا جامونو د لارموندنې په سیالیو کې افغانستان سه شنبه د جون په ۱۱مه نېټه له کوېټ هېواد ۱ـ۰ ماتې وخوړه او نیغ په نیغه یې د اسیا ملتونو جام سیالیو ته د لارموندنې چانس له لاسه ورکړ.

د الف ګروپ له لوبډلو افغانستان کوېټ ته او هندوستان بیا قطر ته سیالۍ وبایللې چې په پایله کې یې کوېټ او قطر اسیا جام ته نیغ په نیغه لار پیدا کړه.

افغانستان که څه هم د لوبې په لومړۍ نیمايي کې له کوېټ سره برابر روان و، خو د لوبې د دویمې نیمايي په یو اتیایمه دقیقه کې د کوېټ لوبغاړي ګول وواهه.

د اسیا فوټبال فدراسیون د خبر پر اساس د اسیا جام سیالیو لپاره به د لارموندنې درېیم پړاو سیالۍ د افغانستان په ګډون د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د راتلونکي میلادي کال د مارچ په ۲۵مه نېټه پیل شي او د ۲۰۲۶م کال تر ۳۱مې نېټې به دوام وکړي.

په دې سیالیو کې به د هر ګروپ د سر لوبډلې د دې چانس پیدا کړي چې په اسیا جام سیالیو کې ګډون وکړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG