د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۲

د طالبانو حکومت له پرونۍ غونډې خپل هدف ترلاسه کړای شو؟


د غونډې یوه څنډه
د غونډې یوه څنډه

په کابل کې د سیمې د هېوادونو د استازو په ګډون د طالبانو د حکومت په بلنه پرون یوه غونډه جوړه شوې وه.

که څه هم د دې غونډې له جریانه ډېر معلومات نه شته خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت دا غونډه بریالۍ بللې.

د افغانستان د سیمه ایزې همکارۍ د نوښت په نوم په دې غونډه کې د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي وینا ترډېره په سیمه کې د افغانستان په ګټه د تعامل پر اهمیت متمرکزه وه.

په دې اړه احمدتکل د سیاسي چارو له شنونکي قریب الرحمان شهاب سره مرکه کړې.

ښاغلي شهاب د مرکې په پیل کې دې پوښتنې ته ځواب وايي چې آیا د طالبانو حکومت هغه څه ترلاسه کړل چې له دې غونډې څخه یې تمه لرله؟

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک پرانیستلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:05:01 0:00
مستقیم لېنک

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG