هغه غږ چې د تل لپاره خاموش شو.
قاري برکتالله سليم چې افغانستان کې پېژندل شوې څېره وه، د زدهکوونکو په وينا يې نن د ۸۱کلونو په عمر د سرطان ناروغۍ له امله وفات شو.
د قاري برکتالله سليم يوه زدهکوونکي او همکار قاري راشد مموزي نن ازادي راډيو ته د هغه مړينه تاييد کړه او ويې ويل:
" له بدهمرغه شېخالقران والحديث استاد قاري برکتالله سليم چې له شاوخوا ۴ کلونو راهيسې يې د زړه ناروغي او سرطان ناروغي درلوده، څو ځل پرې د زړه حمله راغلې وه، بالاخره کابل کې يوه روغتون کې يې ساه ورکړه."
په ورته وخت کې د قاری برکتالله سليم يو شمېر زدهکوونکي د هغه پر مړينه خفه دي او د هغه مړينه د افغانانو لپاره لويه ضايعه ګڼي.
نويده کاکړ چې د کابل ولايت اوسېدونکې او د قاري برکتالله سليم زدهکوونکې وه، ازادي راډيو ته يې وويل:
" نن لهدې کبله ډېره خواشينې يم چې موږ يو پُر فيض او برکتي قاري له لاسه ورکوو، دا يوه ډېره لويه ضايعه ده د افغانستان لپاره، په ځانګړي ډول زما لپاره چې زه د ده يوه زدهکوونکې ومه".
دغه شان د نوموړي يو بل زدهکوونکي او د لغمان ولايت اوسېدونکي رحمنالله سادات ازادي راډيو ته وويل:
" قاري صيب برکتالله سليم په مستقيم او نا مستقيم ډول ډېر زدهکوونکي روزلي وو، د ده په غږ کې د قرانکريم تلاوت چې به موږ اورېده، ډېر به ترې متاثره وو، د هغه مړينه نه جبرانېدونکې ضايعه ده."
قاري برکتالله سليم چې مخکې د ملي ټلوېزيون همکار و، له ياد شوي راډيو ټلوېزيون څخه به يې ژوندۍ خپرونې هم وړاندې کولې.
هغه ازادي راډیو سره په یوه مرکه کې ویلي وو:
" زه له راډيو افغانستان سره لايف خپرونې لرم، ۱۲ بجې مخکې لهدې مې دا زړه تنګ تنګ کېده، پوه شوم چې يو څه مشکل شته، خير خو دا پروګرام يو ساعته و، دا تېر شو، ماښام چې کور ته راغلم، دا فرض مې وکړل او دا د سنتو دو رکعتونو توان راپهکې نه و چې دا زه وکولی شم."
قاري برکتالله سليم چې مخکې به ډېرې غونډې او د ملي راډيو ټلوېزيون په ګډون د اکثرو محلي راډيوګانو سهارنۍ خپرونې د هغه په تلاوت پيلېدې، په ځلونو يې نړيوالو سياليو کې ګډون هم کړی و چې په ډېرو کې يې لومړي مقامونه هم ترلاسه کړي وو.
وموغوښتل د نوموړي پر مړينه د طالبانو د حکومت د مسوولينو غبرګون هم ولرو، خو د دوی بېلابېلو وياندويانو زموږ پوښتنې ځواب نهکړې.
د طالبانو د حکومت وياند ذبيحالله مجاهد پر خپله ايکسپاڼه د نوموړي پر مړينه خواشيني ښودلې او د هغه تشه يې د افغانستان لپاره لويه ضايعه ګڼلې ده.
د قاري برکتالله سليم د زدهکوونکو په وينا نوموړي شعري ټولګې او بېلابېل ديني کتابونه هم ليکلي دي چې اکثره یې چاپ او يو شمېر يې ناچاپ دي.