خبرونه
پېژندل شوی قاري استاد برکت الله سلیم وفات شو
د افغانستان یو پېژندل شوی قاري استاد برکت الله سلیم نن د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شوی دی.
د استاد برکت الله سلیم یوه شاګرد او همکار قاري رشید مموزي نن شنبه له ازادي راډیو سره په خبرو کې د هغه مړینه تایید کړه او ویې ویل چې د جنازې مراسم یې مازېګر مهال ترسره کېږي.
برکت الله سلیم د وفات پر وخت شاوخوا ۷۶ کاله عمر درلود.
هغه د افغانستان لپاره د قران د تلاوت په بیلابیلو نړیوالو سیالیو کې ګډون کړی او څو واره یې په نړیواله کچه لومړي مقامونه ګټلي.
د افغانستان اکثر مهمې غونډې او ملي جرګې د قاري برکت الله سلیم له خوا د قرآن مجید په تلاوت سره پیلېده.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
پر اوکراین د روسیې تازه بریدونه؛ ۲۱ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي
پر اوکراین د روسیې په تازه بریدونو کې ۲۱ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
د اوکرایني چارواکو په وینا، په دې بریدونو کې اودیسې او سومي ښارونه په نښه شول.
د اودیسې د پوځي ادارې مشر اولیه کیپر پر خپل ټیلیګرام چینل لیکلي چې د دې ښار د استوګنې پر یوه ودانۍ د روسیې په نننیو توغنديي بریدونو کې ۱۰ کسان مړه او ۳۹ نور ټپیان شول.
له دې څو ساعته مخکې د روسیې د سرحد په ۴۰ کیلومترۍ کې په سومي ښار کې د استوګنې یوه ودانۍ په توغندیو ولګېده.
د اوکراین د بېړنيو حالاتو وزارت ویلی چې په دې برید کې د ماشومانو په ګډون ۱۱ کسان وژل شوي او نژدې ۹۰ کسان نور ټپیان دي.
اروپايي ټولنې پر ایران نور بندیزونه لګولي
اروپايي ټولنې د اوکراین په جګړه کې د روسیې د ملاتړ په خاطر پر ایران نور بندیزونه هم لګولي دي.
اروپايي کمېسیون نن د نومبر ۲۸مه اعلان وکړ چې د ایران د کشتیو ځینې شرکتونه یې د خپلو بندیزونو په فهرست کې شامل کړي دي.
اروپايي کمېسیون د روسیې د کښتیو درې شرکتونه هم په دې لېست کې ورزیات کړي دي.
ویل کېږي چې د دې شرکتونو کښتیو د کسپین سمندرګي له لارې په اوکراین کې دېره روسي سرتېرو ته په ایران کې جوړ وسلې او مهمات او د بې پیلوټه الوتکو پرزې لېږدولې دي.
په پکتیا کې د یوه کس تر اعدام یوه اوونۍ وروسته اروپايي ټولنې دغه اقدام وغانده
په پکتیا کې په عام محضر کې د یوه کس تر اعدام یوه اوونۍ وروسته اروپايي ټولنې دغه اقدام وغانده.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن نن دوشنبه پر خپله ایکسپانه لیکلي چې دغه ټولنه هر وخت او تر هر ډول شرایطو لاندې د مرګ د سزا مخالفه ده.
هغه لیکلي چې په عام محضر کې اعدامونه د افغانستان د بشري حقونو له نړیوالو مکلفیتونو سره اړخ نه لګوي.
نیکلاسن وړاندې لیکلي چې اروپايي ټولنه په افغانستان کې د عادلانه محاکمې د رعایت تر څنګ حقوقي بهیرونو ته د ښځو او نارینهوو د لاسرسي لپاره پر خپله غوښتنه ټینګار کوي.
د طالبانو حکومت تېره چهارشنبه د پکتیا د مرکز ګردېز په مرکزي لوبغالي کې یو تن اعدام کړ.
د طالبانو سترې محکمې ویلي چې د دغه کس قصاص، د طالبانو د درېګونو پوځي محکمو تر تایید وروسته د طالبانو د مشر ملا هبتالله اخندزاده له خوا هم تایید شو.
راپورونه وايي، پر افغانستان د طالبانو د ولکې له ټینګولو وروسته دا په افغانستان کې د طالبانو په اصطلاح درېیم قصاص دی.
تر اروپايي ټولنې مخکې ملګرو ملتونو او نورو بنسټونو هم په پکتیا کې دا اعدام غندلی و.
بقايي: په ایران کې د افغان بندیانو شمېر ډېر زیات دی
د ایران د بهرنیو چار وزارت وايي، په دې هېواد کې د افغان بندیانو شمېر ډېر زیات دی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي نن په خپله اونیزه خبري غونډه کې د ایران په زندانونو کې د بندي افغانانو دقیق شمېر ونه ښوده، خو ویې ویل، دوی د طالبانو له حکومت سره خپل هېواد ته د افغان بندیانو د لېږدولو په اړه د خبرو په حال کې دي.
بقايي همداراز زیاته کړه چې ډېری افغانان د مخدره موادو په اړوندو جرمونو په خاطر د ایران په زندانونو کې وخت تېروي.
د ایران دولتي اژانسونو تېره اوونۍ خبر ورکړ چې د دې هېواد حکومت به شاوخوا زر تنه افغان زندانیان د دوو میاشتو په ترڅ کې افغانستان ته واستوي او په بدل کې به یې طالبان ورسره د افغانستان په زندانونو کې ایراني بندیان تبادله کړي.
د افغانستان په زندانونو کې د ایراني بندیانو د کره شمېر په اړه دقیق معلومات نه شته.
کرکټ؛ افغانستان د ۱۶۹ منډو په توپیر عربي متحده اماراتو ته ماتې ورکړه
د ۱۹ کلنو ځوانانو ترمنځ د درې اړخیزو سیالیو په ترڅ کې د افغانستان لوبډلې دا ځل د عربي متحده اماراتو لوبډلې ته په لوی توپیر ماتې ورکړه.
دغه سیالي نن دوشنبه د نومبر په ۱۸مه نېټه د کابل پر وخت سهار ۱۰:۰۰ بجې پیل شوې وه چې افغان لوبډلې د پچې تر ګټلو وروسته توپوهنه غوره کړه.
افغان لوبډلې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې ۵ لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۳۵۹ منډې یې وکړې.
د افغان توپوهونکو له ډلې یو وار بیا فیصل خان ښه وځلېد او د دوهم ځل لپاره یې په روانه لوبلړۍ کې سلیزه ووهله.
هغه په ۱۰۴ توپونو ۱۵۶ منډې وکړې چې په پاڼۍ کې یې ۱۲ شپږیزې او ۶ څلوریزې شاملې وې.
دغه راز لوبډلمشر محبوب تسکین بیا په ۱۴۱ منډو ناسوځېدلی پاتې شو چې په پاڼۍ کې یې ۱۳ څلوریزې او یوه شپږیزه شامله وه.
د عربي متحده اماراتو لوبډلې د ټولو لوبغاړو تر سوځېدو وروسته ۴۵.۴ اورونه ولوبول او ۱۹۰ منډې یې وکړې.
په افغان توپ اچونکو کې نصرت نورستاني، نظیفالله امیري او خاطر ستانکزي دوه دوه او نصیرخان او حفیظ الله یوه یوه وېکټ ترلاسه کړه.
دا په روانه لوبلړۍ کې د افغانستان دویمه پرلهپسې بریا ده.
ټاکل شوې ده چې د دې سیالیو په لړ کې افغانستان خپله درېیمه سیالي د نومبر په ۲۰مه نېټه د پاکستان پر وړاندې ترسره کړي دي.
افغان نولسکلنو ځوانانو د متحده عربي اماراتو لوبډلې ته ۳۶۰ منډې هدف وټاکه
د نولسکلنو ځوانانو د درې اړخیزو سیالیو په لړ کې د افغانستان او متحده عرب اماراتو ترمنځ د روانې لوبې لومړۍ پاڼۍ پای ته ورسېده.
دغه سیالي چې نن د کابل پر وخت سهار ۱۰ بجې پیل شوې وه، افغان لوبډلې په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د ۵ وېکټو په تاوان سره سیالې لوبډلې ته د ۳۶۰ منډو هدف وټاکه.
د افغان توپ وهونکو له ډلې فیصل خان ۱۵۶، محبوب تسکین ۱۴۱ ناسوځېدلي او عزیزالله ۳۷ منډې جوړې کړې.
دا په روانه لوبلړۍ کې د فیصل خان دویمه سلیزه ده.
عربي متحده امارات به په څو شېبو کې خپله توپوهنه پیل کړي.
د افغانستان د ساحلي فوټبال غوره لیګ سیالیو په لړ کې نن ماسپښین هم دوې سیالۍ کېږي.
په لومړۍ لوبه کې امید افغان لوبډله د ولیعصر لوبډلې په وړاندې مسابقه کوي او په دویمه لوبه کې افغان کلب د داوودزي ځوانانو له لوبډلې سره مخامخېږي.
پرون داوودزي لوبډلې د داوودزي ځوانانو لوبډلې ته ۳-۱۱ او رامکي ټیم جوانان همدرد ټیم ته ۳-۵ ماتې ورکړه.
د افغانستان د ساحلي فوټبال غوره لیګ سیالۍ په کابل کې د ساحلي فوټبال په سټډیوم کی د شنبې په ورځ د اتو ټیمونو په ګډون سره پیل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.
انګلستان کې د ګلاسټنبري فسټيوال ټکټونه په ۳۵ دقيقو کې پلورل شوي
د ګلاسټنبري (Glastonbury) د ۲۰۲۵م کال ټکټونه پرون یکشنبه په ۳۵ دقیقو کې دننه وپلورل شول.
تمه کېږي د انګلستان په جنوب لوېدیځ کې له ۲۰۰زرو څخه ډېر کسان په دغه فستیوال کې ګډون وکړي.
د ګلاسټنبري فستیوال په نړۍ کې د موسیقۍ او نورو نندارو د هنرونو له مشهورو فستیوالونو ګڼل کېږي.
د فستیوال لپاره د ټکټونو پلور پرون د سهار پر نهو بجو پیل شو او د فستیوال تنظیموونکو په خپله ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) کې پر نهو بجو او ۳۵ دقیقو اعلان وکړ چې د ګلاسټنبري ۲۰۲۵ ټول ټکټونه پلورل شوي دي.
د یوه ټکټ بیه ۳۷۳ اعشاریه ۵۰ پاونډه وه، چې د ۴۷۱ اعشاریه ۵۰ ډالرو معادل کېږي.
ټاکل شوې ده دغه فستیوال د راتلونکي کال د جون له ۲۵مې څخه تر ۲۹ نېټې پورې وشي.
د عراق په صلاحالدين ولايت کې درې امنيتي سرتېري وژل شوي او ۳ ژوبل دي
د عراق چارواکي وايي، پرون یکشنبه په صلاحالدین ولایت کې د یوې چاودنې له امله درې امنیتي پوځیان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
تر اوسه کومې ډلې یا کس د دې چاودنې مسوولیت نهدی منلی.
عراق د ۲۰۱۷م کال په وروستیو کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش په وړاندې بریا اعلان کړه، خو د دې ډلې جنګیالي لا هم په عراق په ځانګړې توګه په کلیوالو سیمو کې فعال دي.
د طوز خورماتو ښاروال ذوالفقار البیاتي ویلي، د پرونۍ چاودنې په ترڅ کې د اردو د یوې قطعې یو قوماندان، یو بل افسر او د امنیتي ځواکونو یو غړی وژل شوي دي.
یوه امنیتي چارواکي د فرانسې خبري اژانس سره په خبرو کې د وژل شویو کسانو شمېر تایید کړی او ویلي یې دي چې، دغه کسان په یوه موټر کې وو چې ورباندی چاودنه ووه.
امريکا اوکراين ته د ليرواټنه توغنديو د کارونې اجازه ورکړې
د امریکايي رسنیو د راپورونو لهمخې، د امریکا د متحدایالتونو د ولسمشر جوبایډن ادارې هغه محدودیتونه لیرې کړل، چې لهمخې یې اوکراین اجازه نه درلوده، د امریکا لیرواټنه توغندي د روسیې په خاوره کې دننه د اهدافو د ویشتلو لپاره وکاروي.
نیویارکټایمز، واشنګټنپوسټ، اسوشېټېدپریس، رویټرز او ځینو نورو رسنیو پهدې باب د هغو سرچینو په حواله چې لهدې موضوع خبرې وې، پرون یکشنبه راپور ورکړی دی.
سپینې ماڼۍ پهدې باب تبصره نهده کړې او پهدې اړه یې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو پوښتنې ځواب کړي نهدي.
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زيلینسکي په مستقیم دول پهدې باب خپاره شوي راپورونه تایید کړي نهدي، خو یلي یې دي، چې متحدانو ته د بریا د وړاندې شوې طرحې په کلیدي ټکو کې د اوکراین د پوځ لهخوا د لیرواټنه وسلو کارولو موضوع هم شامله ده.
رویټرز خبري اژانس د سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې کییف په پام کې لري په راروانو ورځو کې د لومړي ځل لپاره د حملو پر مهال لیرواټنه توغندي وکاروي، خو دقیق وخت یې مشخص نهدی کړی.