د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۲

پراګ کې د یوه وسله‌وال لخوا د ۱۴ کسانو وژنه؛ سبا شنبه ملي ماتم اعلان شوی


د پراګ ښار مرکزي برخه، د پنجشنبې ناوخته د وژونکو ډزو شاهده وه، چې د چارلز پوهنتون یوه ۲۴ کلن محصل ډاوېډ کوزاک پر خلکو ډزې پیل کړې.
د پراګ ښار مرکزي برخه، د پنجشنبې ناوخته د وژونکو ډزو شاهده وه، چې د چارلز پوهنتون یوه ۲۴ کلن محصل ډاوېډ کوزاک پر خلکو ډزې پیل کړې.

چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د یوه ۲۴ کلن محصل د ډزو په نتیجه کې د ۱۳ کسانو د وژل کېدو له کبله سبا شنبه ملي ویر اعلان کړی دی.

د پراګ ښار مرکزي برخه، د پنجشنبې ناوخته د وژونکو ډزو شاهده وه، چې د چارلز پوهنتون یوه ۲۴ کلن محصل ډاوېډ کوزاک پر خلکو ډزې پیل کړې.

د چک جمهوریت امنیتي چارواکو ویلي، په دې پېښه کې د حمله کوونکي په ګډون ۱۴ کسان وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان شوي، چې د لسو روغتیايي وضعیت خراب ښودل شوی دی.

پولیسو تایید کړې چې حمله کوونکي تر ډزو وروسته ځان وژلی دی.

د چک جمهوریت د کورنیو چارو وزیر ویت رکوشان د راډیو ژورنال په نوم چکۍ راډیو ته ویلي چې د پېښې د ۱۳ وژل شویو کسانو هویت تثبیت شوی دی.

د چک جمهوریت د کورنیو چارو وزارت وايي، په ټپیانو کې یو د هالنډ او دوه د متحده عرب اماراتو وګړي شامل دي.

د چک جمهوریت د کورنیو چارو وزیر ویت رکوشان
د چک جمهوریت د کورنیو چارو وزیر ویت رکوشان

د دې خونړۍ پېښې له کبله سبا شنبه په چک جمهوریت کې ملي ویر اعلان شوی دی.

د چک ولسمشر پیټر پاول ویلي، د هغې پېښې له کبله یې ټکان خوړلی او د پېښې د قربانیانو له خپل خپلوانو سره یې خواخوږي ښودلې ده.

د دې پېښې له کبله ګڼو هېوادونو او سازمانونو عکس العمل ښودلی دی.

د جرمني، فرانسې، سلواکیا، اروپايي ټولنې او اسراییل مشرانو هم خواخوږي ښودلې ده.

سپینه ماڼۍ وايي چې چمتو ده د اړتیا په صورت کې د چک جمهوریت لاسنیوی وکړي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کرین ژایر پېیر ویلي، د فډرال ادارې چارواکي چې د چک جمهوریت له چارواکو سره د دې پېښې په اړه څېړنه کوي په تماس کې دي او د امریکا متحد ایالتونه د اړتیا په صورت کې مرسته کوي.

بل لوري ته د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلینسکي په خپله ایکس شبکه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې د پېښې د قربانیانو له خپلوانو سره خپله صمیمانه خواخوږي ښيي. زلینسکي ټپیانو ته د عاجلې شفا هیله کړې ده.

په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو سرپرست جیف ګیډمن په یوه اعلامیه کې ویلي: "د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو له خپلې ټولنې سره له هغو کسانو سره په پیوستون کې یوځای کېږي چې د دې ټکان ورکوونکې پېښې له کبله اغېزمن شوي دي."

تر دې پېښې وروسته پرون چارواکو په ټول چک جمهوریت کې د تحصیلي بنسټونو او نورو نرمو اهدافو د خوندیتوب لپاره اقدامات زیات کړي دي.

XS
SM
MD
LG