د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۵

د ایران په سیستان بلوچستان کې برید؛ ۱۱ پولیس وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي


ارشیف: د ایران د سیستان بلوچستان یوه څنډه کې ایراني پولیس د پیرې پر مهال
ارشیف: د ایران د سیستان بلوچستان یوه څنډه کې ایراني پولیس د پیرې پر مهال

د ایران په سیستان بلوچستان ایالت کې د وسله‌والو په برید کې ۱۱ پولیس وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

د ایران دولتي تلوېزیون نن راپور ورکړ چې نیمه شپه په جنوب ختیځ سیستان بلوچستان ولایت کې د پولیسو پر یوه سټیشن د وسله‌والو په برید کې یوولس پولیس وژل شوي او اته تنه نور ټپیان دي.

د سیستان بلوچستان مرستیال والي علي رضا مرحمتي وویل، په دې حمله کې چې د پاکستان سرحد ته نژدې په راسک سیمه کې د شپې په شاوخوا دوه بجو وشوه، د پولیسو جګپوړي چارواکي او سرتېري وژل شوي او ټپیان دي.

مرحمتي زیاته کړه چې د دې پېښې پرمهال یوشمېر بریدکوونکي هم مړه او ټپیان شوي دي.

د هالوَش په نوم د بشري حقونو مدافع ډلې چې د بلوڅانو د ټولنو اړوند مطالب خپروي هغه آنلاین ویډیو خپره کړې چې له برید وروسته د ډزو غږونه په کې اورېدل کېږي.

ویډیو ښيي چې وروسته د ورځې په اوږدو کې د سیمې په فضا کې هیلیکوپټرې ګرځي.

د جیش العدل په نوم سختدریځې ډلې پر خپل ټلګرام پاڼه په یوه بیان کې د دې حملې پړه منلې ده.

دې ډلې مخکې له دې هم له سپاه پاسداران انقلاب او سرحدي ځواکونو سره څوځلې نښتې کړې دي.

جیش العدل په ۲۰۱۹ کال کې هم د هغه انتحاري برید پړه منلې وه چې په یوه بس کې یې د سپاه پاسداران ۲۷ سرتېري ووژل.

د اسوشېټېډپرېس خبري آژانس د راپور له مخې دا ډله خپلې چريکي حملې په ګاونډي پاکستان کې له خپلو پټنځایونو څخه تنظیموي.

د ایران د کورنیو چارو مرستیال وزیر مجید میراحمدي د ایران دولتي تلوېزیون ته وویل، امنیتي ځواکونو دوه بریدګر وژلي او یوتن یې ژوندی نیولی دی.

هغه زیاته کړه چې په سیمه کې په وسله والو پسې د پلټنې عملیات پیل شوي دي.

په وروستیو میاشتو کې وسله والو او د بېلتونپالو وړو ډلو د حکومت پرضد د وسله وال پاڅون په ترڅ کې د پولیسو پر مرکزونو حملې کړې دي.

سیستان- بلوچستان د ایران د ډېرو وروسته پاتې ولایتونو څخه دی.

دا سیمه د پولیسو په توقیف کې د پېغلې مهساامیني له وژل کېدو وروسته د حکومت پر ضد د پراخو اعتراضونو د ځپلو ډګر و.

په دې ولایت کې چې ډېری وګړي یې سني مسلمانان دي د حکومت پرضد اعتراضونه له څو میاشتو راهیسې روان دي چې وروستی مورد یې د جمعې په ورځ و.

د سیستان- بلوچستان بلوڅان له اوږدو کلونو راهیسې شکایت کوي چې د دې هېواد شیعه واکمن له دوی سره د مور میرې چلند کوي.

XS
SM
MD
LG