د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۷

له نظیفه حقپال سره مرکه؛ افغانستان او د بشري حقونو نړیواله اعلامیه


نن د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې پنځه اویا کلونه پوره شول.
دا اعلامیه د بشري حقونو په تاریخ کې تر ټولو مهم سند بلل کیږي چې د انسانانو حقونه او ازادۍ تضمینوي. د ۱۹۴۸ کال د ډسمبر په ۱۰ په پاریس کې د عمومي اسامبلۍ د دریمې غونډې پرمهال د ۲۱۷ پریکړه لیک په توګه ومنل شوه.

هغه مهال د ملګرو ملتو له اته پنځوس غړیو څخه اته څلویښت غړیو دې اعلامیې ته مثبته رایه ورکړه، چې یو هم پکې افغانستان و.

افغانستان که څه هم ددې اعلامیې له لومړنیو پنځوس غړیو هېوادونو څخه وو خو د بشري حقونو ددې اعلامیې عملي کول په کې په ځانګړې توګه په وروستۍ څلورو لسېزو کې تل له لوړو ژورو سره مخ و.

په افغانستان او نړۍ کې ددې اعلامیې پر پخوا او اوس مو د خبرو لپاره د حقوقي چارو شنونکې او پخوانۍ افغان ډیپلوماټې نظیفه حقپال سره خبرې کړي.

XS
SM
MD
LG