په بنګلهدېش کې پولیسو پرون سې شنبه د اپوزیسیون د عمده ګوند له غړو سره شخړه وکړه.
د بنګلهدېش د ملي ګوند په نوم د اپوزیسیون ډلې ملاتړي په دغه هېواد کې له درېیو ورځو پر ټرانسپورټ بندیز لګولی او د صدراعظمې شیخ حسینې استعفی غواړي.
د اپوزیسیون دغه غړي وايي، یوه غیرحزبي موقت ته د قدرت انتقال غواړي چې د راروان کال پر عمومي ټاکنو څار وکړي.
د بنګلهدېش صدراعظمې حسینې د سې شنبې په ورځ د ډیالوګ پېشنهاد رد کړ او خبرداری یې ورکړ، که اپوزیسیون خپل لګول شوي بندیز ته دوام ورکړي، له سختو عواقبو سره به مخامخ شي.
د عوامي لیګ په نوم واکمن ګوند خبرداری ورکړی، که اپوزیسیون د دوی په ټکو خپلې انارشۍ ته دوام ورکړي، دوی به یې په وړاندې مقابله وکړي.
د اسوشېټیډپرېس خبري ژانس د راپور له مخې د واکمن ګوند، د بنګلهدېش د عوامي لیګ حزب د مشرتابه غړي قمر الاسلام په دغه هېواد کې روانو اعتراضونو ته په اشاره وویل: "دوی، د بنګلهدېش ملتپال ګوند زموږ د ازادۍ غوښتنې جګړې مخالف او د خپلواکۍ دښمن دی. دغه ګوند پر بنګلهدېش او اساسي قانون باور نه لري، د قانون او قضايي دستګاه تابعیت نه کوي. له دوی سره به د خبرو هېڅ جوړجاړی نه وي. غواړو ښکاره ووایو، تر هغو چې د ازادۍ غوښتنې دغه مخالف ځواک د بنګلهدېش له سیاسته لیرې نه کړو، په بنګلهدېش کې به سوله او امن ټینګ نه شي."
د اپوزیسیون له خوا د لګول شوي بندیز پرون درېیمه ورځ وه، د دغو بندیزونو پر لومړۍ ورځ لږ تر لږه دوه کسان مړه شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.
له کله چې له تېرې شنبې په دغه هېواد کې د اپوزیسیون اعتراضونه پیل شوي، د سیاسي بې ثباتیو له کبله د یوه پولیس په ګډون کسان مړه شوي دي.
د بنګلهدېش ملتپال ګوند هم چې پخوانی صدراعظمه خالده ضیا یې مشري کوي، حکومت ضد اعتراضونه کړي چې له کبله یې د بنګلهدېش حکومت له فشارونو سره مخامخ شوی دی.