د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۴ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۹

زاپوریژیا کې د روسي اډو له منځه وړل؛ زیلینسکي له خپلو ځواکونو مننه کړې


په لوهانسک کې اوکرایني ځواکونه د عملیاتو پر مهال
په لوهانسک کې اوکرایني ځواکونه د عملیاتو پر مهال

د اوکراین ولسمشر له ټولو هغو کسانو مننه وکړه چې د نیواکګرو لوژیستیکي زېرمې او اډې یې له منځه وړي دي.

پر اوکراین د روسیې د غیرموجه یرغل د ۶۰۰ ورځو په تېرېدو د دغه هېواد ولسمشر ولودومیر زیلینسکي له خپلو متحدینو او همکارانو مننه وکړه.

زیلینسکي د سه شنبې په ورځ د اکټوبر ۱۷مه له کییف څخه په یوه ویډیويي بیان کې وویل: "زه له هغو کسانو مننه کوم چې زموږ په خاوره کې د نیواکګرو لوژستیک او اډې په موثره توګه له منځه وړي دي. نتیجه یې ورکړې. زه هم له خپلو ځینو همکارانو څخه د یوې اغېزمنې وسلې لپاره لکه څنګه چې موږ موافقه کړې وه مننه کوم."

زیلینسکي دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې د اوکراین پوځي چارواکو ادعا وکړه چې د زاپوریژیا په لوهانسک سیمه کې یې د روسیې پر هوايي ډګرونو بریالي بریدونه کړي دي.

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي
د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي

د اوکراین د خاصو عملیاتو قوماندې د سه شنبې په ورځ وویل چې د دې هېواد د ځواکونو له‌خوا د اکټوبر په ۱۷مه د زاپوریژیا په بردیانسک او لوهانسک سیمو کې د روسیې په هوایي ډګرونو راکټي بریدونو کې نهه د روسیې نهه پوځي هیلیکوپټرې، د مهماتو یوه ډیپو او د راکټ لانچر سیسټم ویجاړ شوي.

د زاپوریژیا ختیځې سیمې اوسمهال د روسي ځواکونو په ولکه کې دي.

په همدې حال کې پر اوکراین د روسیې د غیرموجه یرغل د ۶۰۰مې ورځې د پوره کېدو په مناسبت د اروپايي ټولنې د عدلیې کمېشنر دیدیه ریندرز پر مسکو د بندیزونو اغېزمنتوب ته په اشارې د اروپا د پارلمان غونډې ته وویل: "نن موږ له یوه وحشتناکه حالت سره مخ یو. د اوکراین په وړاندې د روسیې د یرغل له پیل څخه ۶۰۰ ورځې ووتې. له لومړۍ ورځې څخه، زموږ دریځ خورا روښانه دی، موږ به د اوکراین تر څنګ تر څو چې اړتیا وي دریږو، او موږ اروپايي ټولنه متحد درېږو."

پر اوکراین د روسیې ناحقه یرغل چې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۴ پیل شو، لا هم دوام لري او پرون یې ۶۰۰ ورځې پوره شوې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG