د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۹

د ملګرو ملتونو یو هیئت د وضعیت د څار لپاره نګرنو قره باغ ته ورسېد


د نګرنو-قره باغ سیمې یو تصویر، چې جګړه ځپلي خلک ورڅخه په وتو دي
د نګرنو-قره باغ سیمې یو تصویر، چې جګړه ځپلي خلک ورڅخه په وتو دي

د اذربایجان د جمهوري ریاست یوه ویاند نن سهار د ملګرو ملتونو د دغه هیئت د رسېدو خبر ورکړ، چې په نګرنو-قره باغ کې بشري اړتیاوې وڅېړي.

دا په تېرو ۳۰ کلونو کې لومړی وار دی، چې ملګري ملتونه سیمې ته په تګ بریالی کېږي.

په خټه هغو ارمنانو چې په تېرو درېیو لسیزو کې یې پر نګرنو-قره باغ کنټرول درلود، له بېوسلې کېدو سره موافقه وکړه او کله چې اوونۍ مخکې اذربایجان هلته پوځي عملیات پیل کړل، دوی خپل محلي حکومت منحل کړ.

د فرانسې خبري اژانس په حواله، په وروستیو ورځو کې د نګرنو-قره باغ نږدې ټول یولک او ۲۰زره وګړي له دې سیمې ارمنستان ته وتلي دي.

ځینې کسان چې په وروستیو ورځو کې ارمنستان ته رسېدلي، وايي دوی بېکوره شوي او په سختو شرایطو کې شپې ورځې سبا کوي.

د دغو بېکوره شویو له ډلې نایرې ګریګوریان د چین نړیوالې ټلویزیوني شبکې یا (CGTN) دې پوښتنې ته، چې د وضعیت د بدلون کومه نښه ویني، که څنګه وویل:

" نه، د وضعیت د بدلون کومه نښه نه شته. خپل ماشومان په خطر کې نه شم اچولی. نه پوهېږو اوس چېرې لاړ شو. بېکوره خلک یو. موږ غواړو په ارمنستان کې دننه ځای پر ځای شو، نه په سرحدي کلیو یا ښارګوټو کې. موږ له جګړې ستړي یو او نه غواړو چې په سرحدي ساحه کې ژوند وکړو. غواړو په داسې ځای کې ژوند وکړو چې نور د ډزو غږونه وا-نه ورو."

ارمنستان نن یکشنبه د نګرنو-قره باغ سیمې لپاره د دعا د مراتبو وړاندې کولو خبر ورکړی دی.

دغه هېواد ۲ ملیونه او اته لکه وګړي لري، چې د کډوالو د څپې د ناڅاپي ورماتېدو له کبله د کورونو د کموالي له سخت بحران سره مخامخ دی.

د ارمنستان چارواکو ویلي، چې دا مهال ۳۵زره کسان په موقتي استوګنځیو کې ځای پر ځای دي.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې او سرې میاشتې ټولنې د جمعې په ورځ د بېځایه شویو د لاسنیوي لپاره د ۲۲ ملیونه ډالرو په ارزښت د مالي مرستې غوښتنه وکړه.

اذربایجان، چې اوس د بېلتونپالو له مشرانو سره د بیا ادغام پر موضوع خبرې کوي په عین حال کې یې د خپل تېر حکومت او پوځ ځینې لوړ پوړي چارواکي نیولي دي.

XS
SM
MD
LG