د کندهار يو شمېر اوسیدونکي د بریښنا د بیې له لوړیدو شکایت کوي.
دوی وايي د بریښنا د لګښتونو د نوې دورې بیل یې د پخوانیو دورو په پرتله څو چنده لوړ راغلی، چې له وسه يې پورته دی او تحویلولی یې نه شي.
بلخوا: د کندهار برېښنا ریاست مسولان وايي د برېښنا بیه پخوانۍ ده او خلکو د ګرمۍ له امله ډېره برېښنا مصرف کړې،چې اوس یې له لګښتونو شکایت لري
په دې اړه زموږ د همکار راپور دلته اوریدلی شئ: