د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۸

د فرانسې په مظاهرو کې تېره شپه نږدې ۱۰۰۰ کسان نیول شوي


د فرانسې په مظاهرو کې تېره شپه نږدې ۱۰۰۰ کسان نیول شوي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:09 0:00

د فرانسې د کورنیو چارو وزارت نن ویلي، په دغه هېواد کې د اعتراضونو د پرله پسې څلورمې شپې پر مهال پولیسو ۹۹۴ کسان نیولي دي. وړمه شپه ۹۱۷ کسان نیول شوي وو. دغه اعتراضونه وروسته هغې پیل شول، چې یو زلمی د پولیسو له خوا ووژل شو. تېره شپه فرانسې ۴۵۰۰۰ افسران چې سپک زغروال وسایط ورسره وو او د پولیسو ځینې نور قطعات د دغو اعتراضونو او ناکراریو د کرارولو لپاره وګمارل. تېره سې شنبه د پلازمېنې پاریس په څنډه کې د نایل په نوم یو ۱۷ کلن زلمی چې په خټه الجزایری دی، د یوه پولیس په ډزو ووژل شو، چې دې پېښې پراخ اعتراضونه وپارول.

د فرانسې په تظاهراتو کې نږدې ۱۰۰۰ کسان تیره شپه نیول شوي

XS
SM
MD
LG