د میدان وردګو ولایت یو شمېر اوسېدونکې وايي، د دغه ولایت ډېری لویې لارې کنډ او کپر دي.
دغه راز خلک وايي، سيمه کې يې ښوونځي او شمېر نور دولتي تاسیسات يي ودانۍ هم نهلري.
د دوی په خبره، د تېر جمهوري نظام پر مهال يې سیمې د جګړو له امله له پرمختايي پروژو بې برخې وې.
سيمهييز طالب چارواکي د خلکو يادې ستونزې تاييدوي او وايي چې، ياده برخه ته به دوی خپله پاملرنه ډېره کړي.
نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ: