د زهرو کاروان په دې خپرونه کې به واورئ چې په ننګرهار او کندهار ولایتونو کې د ملګرو ملتونو په ملاتړ د کوکنارو بدیل کښتونه او باغونه حاصلاتو ته چمتو شوي.
دغه راز په يو راپور کې به واورئ چې د کاپيسا بزګران شکایت کوي چې طالبانو د بدیل کښت له ورکولو پرته د دوی د کوکنارو کروندې له منځه وړي.
د خپرونې په دوام به په يوه مرکه کې له معتاد مېړه څخه د ښځې د طلاق اخیستنې په اړه د یوه دیني عالم څرګندونې واورئ.
دغه راز د معتاد خاطره او ورپسې ډرامه هم اورېدلی شئ.
دا خپرونه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ: