د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۵ غبرګولی ۱۴۰۲ کابل ۰۳:۱۵

ای‌پي‌اېل؛ تر دوه سیالیو وروسته به د ۲۰۲۳ کال اتله لوبډله معلومه شي


ارشیف، د ګجرات ټایټانز لوبډلې یو شمېر لوبغاړي

د هندوستان غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل د ۲۰۲۳ ز کال سيالۍ هم وروستۍ مرحلې ته رسېدلي دي او یوازې دوه نورې سیالۍ یې پاتې دي.

د می میاشتې په ۲۶مه نېټه به ګجرات ټایټانز او ممبي اینډینز په دویم «کوالیفایر» کې ولوبيږي او ګټونکې لوبډله یې پایلوبې ته لار پيدا کړي.

ممبي لوبډلې د دې سیاليو په منځ‌لوبه کې لکنو سوپرجاینټز ته په ۸۲ منډو ماتې ورکړه او دې پړاو ته یې لار پیدا کړه.

د ګجرات لوبډله که څه هم د نومرو په جدول کې په لومړي مقام وه، خو په لومړي کوالیفایر کې یې چینای سوپرکینګز ته د ۱۵ منډو په تفاوت لوبه وبایلله.

په یادو سیالیو کې د افغان لوبغاړو لوبې د کرکټ کارپوهانو له لوري ستایل شوي دي او دوی یې د ای‌پي‌ایل سیالیو ارزښتمن لوبغاړي بللي.

نوین‌الحق چې د لکنو لوبډلې لپاره لوبه کوله، په خپله وروستۍ سیالۍ کې یې د ممبي ۴ پياوړي لوبغاړي وسوځول.

دغه راز راشدخان او نوراحمد بیا د ګجرات لپاره لوبه کوي او دواړو تر دې دمه د خپلې لوبډلې په بریاو کې مهمه ونډه ترسره کړې ده.

د ویلو ده چې، د روان کال د ای‌پي‌ایل سیالیو پایلوبه به د می میاشتې په ۲۸مه نېټه ترسره شي.

XS
SM
MD
LG