نړۍ
د 'آیپيایل' سیالیو دویم پړاو پیلېږي
د هندوستان غوره لیګ یا آیپيایل سیالیو دویم پړاو نن په چینای ښار کې پیليږي.
د دې سیالیو په لومړي 'پلې اف' کې به د نومرو د جدول دوه مخکښې لوبډلې ګجرات ټایټانز او چینای سوپرکینګز سره سیالي وکړي.
دغه لوبه د کابل پر وخت ماښام شپږ نیمې بجې د چینای په ښار کې پیلېږي.
د ګجرات په لوبډله کې دوه افغان لوبغاړي راشدخان او نوراحمد هم لوبه کوي چې راشدخان د زیاتو وېکټو اخستونکو په کتار کې له محمد شامي سره برابر دی او ۲۴ لوبغاړي یې سوځولي دي.
د دې سیالۍ ګټونکی به نېغ په نېغه پایلوبې ته لار پیدا کوي او بایلونکی به د دویم پلې اف له ګټونکي سره د مې میاشتې په ۲۶مه نېټه مخ کېږي.
د پلې اف پړاو دویمه سیالي به د لکنو سوپرجاینټز او ممبي اینډیز ترمنځ د مې میاشتې په ۲۴مه نېټه ترسره شي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
له حماس سره د اوربند د موافقې په اړه د اسراییل د کابینې غونډه
د اسراییل کابینه به نن جمعه په غزه کې د اوربند او د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو لپاره د حماس وسله والې ډلې سره د یوې موافقې د وروستي تصویب لپاره غونډه وکړي. دا په داسې حال کې ده چې د دغه اوربند چې د چهارشنبې په ورځ اعلان شوی، د احتمالي ځنډیدو په اړه اندیښنې راپورته شوې دي.
د دغه اعلان سره سره په غزه کې، د اسراییل جنګي الوتکو پراخو بریدونوته دوام ورکړی او فلسطیني چارواکو د پنجشنبې په ورځ ناوخته وویل چې د اوربند له اعلان وروسته په لومړی ورځ لږترلږه ۸۶ کسان وژل شوي دي.
د اسراییل د صدراعظم بینامین نتانیاهو دفترنن سهاروختي وویل چې تصویب نږدې دی او محدوده امنیتي کابینه به نن د بشپړې کابینې ترغونډې مخکې غونډه وکړي ترڅو دغه موافقه تصویب کړي چې وروسته به عملي شي. که د اسراییل کابینه دغه موافقه چې د قطر، مصراو متحدو ایالتونو په منځګړیتوب شوې، تایید کړي، د یکشنبې له ورځې به عملي بڼه خپله کړي.
دغه موافقه چې په څوپړاوونو کې عملي کیږي، له مخې یې اسراییلي ځواکونه له غزې وځي، د حماس له خوا یرغمل او د اسراییل له خوا یوشمیر فلسطیني بندیان خوشې کیږي او غزې ته د بشري مرستو لیږد پیلیږي.
دچین او تایوان ترمنځ د سیلانیانو د سفرونو بیا پیل
د چین د ګرځندوی وزارت د جمعې په ورځ وویل چې په نږدې راتلونکي کې یې د شانګهای او فوجیان ولایت څخه ټایوان ته د سیلانیانو د ډله ایزو سفرونو د بیا پیل لپاره چمتووالی پیل کړی او ټایپي ویلي چې د دې اقدام هرکلی کوي.
چین او ټایوان د کوویډ-۱۹ له پای ته رسیدو راهیسې په دې اړه چې کله او په څه ډول چینایي سیلانیان له دې ټاپوڅخه چې چین یې د خپلې خاورې برخه بولي، بیرته لیدنه پیل کړي. ټایپي د چین د حاکمیت ادعاوې په کلکه ردوي.
پیکینګ او ټایپي په بشپړه توګه دغو سفرونو د نه پیلولو ملامتي پریوبل اچولې، چې د دواړو لورو ترمنځ موجوده کړکیچونه یې لا زیات کړي.
د چین د کلتور او ګرځندوی وزارت په یوه اعلامیه کې وویل چې له شانګهای او همدارنګه له فوجیان ولایت څخه به چې د ټایوان تنګي په بل اړخ کې پروت دی، د ډله ایزو سفرونو بهیرډیر ژر پیل شي خو کره نیټه یې نده ښودلې.
د ټایوان د ځمکنۍ چارو شورا وویل چې دوی دې ټاپو ته د چینایي سیلانیانو هرکلی کوي او له پیکینګ څخه غواړي چې ژر تر ژره دې په دې اړه نورجزیات ورسره شریک کړي.
عمران خان په ۱۴ کاله بند محکوم شو
په پاکستان کې یوې محکمې پخوانی صدراعظم عمران خان او د هغه د میرمنه بشرا بي بي د فساد په یوه تاریخي قضیه کې مجرم ګڼلي دي.
قاضي ناصر جاوید رانا د عمران خان لپاره د ۱۴ کاله بند او د هغه د میرمنې بشرا بي بي لپاره د اوو کلونو بند سزا د اعلانولو په مهال وویل، "څارنوالۍ خپله قضیه ثابته کړې او عمران خان مجرم ګڼل شوی دی. "
د تحریک انصاف ګوند پرموسس عمران خان او د هغه پرمېرمنې بشرا بي بي د القادر ۱۹۰ ملیونه پونډو ټرست په قضیه کې د فساد تورونه لګول شوي خو عمران خان او مېرمنې یې هغه ردکړي او ترشا یې سیاسي انګیزې بولي.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند یو مخکښ سلمان اکرم راجا ویلي دي چې دوی به د دغې سزا په وړاندې د استنیاف غوښتنه وکړي.
لفټانزا له بلې میاشتې تل ابیب ته الوتنې بیا پیلوي
د جرمني لفټانزا هوايي شرکت پرون اعلان وکړ، چې تل ابیب ته به سر له بلې میلادي میاشتې بیا الوتنې پیل کړي.
دا اعلان داسې وخت وشو، چې د چهارشنبې ناوخته د اسرائیل او د فلسطینیانو د حماس ډلې ترمنځ اوربند اعلان شو.
د دغه اوربند له مخې، د حماس چې د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه یې تروریستي سازمان ګڼي، له بنده د اسرائیل پاتې یرغمل شوي کسان خوشې کېږي.
لفټانزا هوايي شرکت په یوه اعلامیه کې ویلي، دوی به د فبروري میاشتې له لومړۍ نېټې تل ابیب ته بېرته خپل الوتنې پیل کړي.
لفټانزا او ځینو نورو هوايي شرکتونو د ۲۰۲۴م کال په نومبر میاشت کې تل ابیب ته د خپلو الوتنو د ځنډولو اعلان کړی و.
حسین: عراق کې دې وسلوالې ډلې وسلې پر ځمکه کښېږدي
د عراق یوه لوړرتبه ډیپلومات، په خپله خاوره کې له فعالو وسلوالو ډلو غوښتنه وکړه، چې وسله پر ځمکه کښېږدي.
دغو وسلوالو فرقو د امریکايي ځواکونو په وړاندې جګړه کې برخه اخیستې، یا یې هم پر اسرائیل راکټونه او بې پېلوټه الوتکې ویشتلي دي.
د عراق د بهرنیو چارو وزیر فواد حسین له رویټرز خبري اژانس سره د مرکې پر مهال له دغو وسلوالو فرقو غوښتنه وکړه، چې د عراق له رسمي امنیتي ځواکونو سره یوځای شي.
دا غوښتنه داسې وخت کېږي چې په غزه او لبنان کې د ایران له ملاتړه برخمنې وسلوالې ډلې کمزورې شوي او د سوریې حکومت تېره میاشت د دولت د وسلوالو مخالفانو له خوا وپرځول شو.
د امریکا د متحدو ایالتونو منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې راروانه دوشنبه لوړه کوي، پر تهران د نور فشار راوستلو ژمنه کړې ده، چې په عراق کې یې د ګڼو سیاسي ګوندونو او یو لړ وسلوالو فرقو ملاتړ کړی دی.
د بالیووډ پر ستوري سیف علي خان د چاقو ګوزارونه شوي
د بالیووډ په ستوری سیف علي خان باندې په ممبۍ کې په خپل کور ګې دننه د چاقو ګوزارونه شوي.
د هندی رسنیو په وینا ۵۴ کلن سیف علی خان د پنجشنبې په ورځ د سهار په ۳:۳۰ بجو په ممبۍ کې په خپل کور کې د نا معلومو افرادو له خو د چړو په ګوزارونو ټپي شوی دي.
د بالیووډ یاد ستوری اوس مهال په ممبۍ کې نږدې د لیلاوتي روغتون ته یوړل شوی او ویل کیږي چې جراحي عملیات یې تر سره کیږي.
راپورونه کې راغلي چې سیف علي خان پر بدن د چاقوګانو شپږ ټپونه لري، چې دوه یې ژور دي او یو ټپ د ملا تېر ته نږدې دی.
پولیسو د پېښې په هکله تحقیقات پیل کړي دي.
د بریتانیا صدراعظم اوکراین ته لاړ
د بریتانیا صدر اعظم کییر سټارمر نن پنجشنبه اوکراین ته ورسېد.
د بریتانیا حکومت ویلي چې سټارمر به په کیف کې د اوکراین له ولسمشر ولودمیر زیلنسکي سره د " سل کلنې ملګرتیا" تړون لاسلیک کړي.
په دغه تړون کې له اوکراین سره په دفاعي، علمي، د انرژۍ او سوداګریزې بپه برخو کې ژمنې شاملې دي.
د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، دا واک ته له رسېدو وروسته اوکراین ته د بریتانیا د صدر اعظم لومړنی سفر دی.
هغه په ۲۰۲۳ هم اوکراین ته تللی و، خو هغه مهال د بریتانیا د اپوزیسیون مشر و.
بریتانیا له روسیې سره په جګړه کې د اوکراین نژدې ملاتړې ده او تراوسه یې د اوکراین شاوخوا پنځوس زره سرتیري روزلي دي.
بایډن د خپل ځایناستي په اړه اندېښنه ښکاره کړه
د امریکا ولسمشر جوبایډن ولس ته د خدای پامانۍ په وینا کې د متحدو ایالتونو د راتلونکې په اړه اندیښنه څرګنده کړه.
هغه تېره شپه په یوه پنځلس دقیقه یې وینا کې چې ممکن له ولس سره یې وروستۍ خبرې وي، په امریکا کې د " الیګارشي " خبرداری ورکړ.
الیګارشي د حکومت داسې یوه بڼه ده چې په هغه کې واک د یوې وړې ډلې په لاس کې وي.
د بایډن په خبره دغه وضعیت د امریکا ډیموکراسۍ ته یو ګواښ دی.
ټاکل شوې بایډن د راتلونکې دوشنبې په ورځ په رسمي بڼه واک خپل ځای ناستي، منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته پریږدي.
د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، بایډن بې له دې چې د ټرمپ نوم یاد کړي، د خپل ځای ناستي په اړه اندیښنه ښودلې ده.
د ایران روزنیزې الوتکې له تخنیکي ستونزو لویدلې؛ درې سرتیري وژل شوي
په ایران کې د یوې روزنېزې الوتکې د لویدو پېښه کې د دې هېواد درې امنیتي سرتیري وژل شوي دي.
د ایران د پولیسو د معلوماتو مرکز نن چهارشنبه د مورخې په (۲۶) مه، رسنیو ته وویل چې هغه روزنیزه الوتکه چې د مهرآباد له هوايي ډګر څخه الوتنه کړې وه، تهران ته د راستنیدو په لاره کې نسکورې شوې ده.
دغه مرکز ویلي دي چې دغه روزنیزه الوتکه د تخنیکي ستونزو له امله لویدلې ده.
د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، ایران چې په وروستیو کلونو کې له سختو اقتصادي بندیزونو سره مخ دی، د څو هوايي پیښو شاهد دی او د دې هیواد چارواکي د الوتکو د پرزو په جوړولو کې له ستونزو شکایت کوي.
د ایران پخوانی ولسمشر ابراهیم رییسي هم د ۲۰۲۴ کال په می میاشت کې د چورلکې د غورځېدو په پېښه کې د دې هېواد د څو نورو چارواکو سره یوځای ووژل شو.
د امریکا دفاع وزارت ته نوماند: له افغانستان څخه وتل یو لویه ناکامي وه
د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوې ادارې د دفاع وزیر لپاره نوماند پیټ هیګسټ وايي چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل د هغه د هېواد لپاره یوه مطلقه او شرمونکې ناکامي وه.
هغه د سېشنبې په ورځ، د مرغومې (۲۵) مه، د امریکا د کانګرس د یوې غونډې په ترڅ کې چې موخه یې د نوموړي د نومول کېدو تایید و، وویل، له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل د امریکا د پوځ اعتبار ته زیان رسولی او د امریکایي سرتېرو د وژلو او د هغو کسانو د پرېښودو لامل شول چې له امریکا سره یې همکاري کړې وه.
خو د جنورۍ په ۲۴مه، د امریکا ولسمشر جو بایډن د بهرنیو چارو په وزارت کې په خپله وینا کې یو ځل بیا له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو دفاع وکړه او ویې ویل چې د جګړې پای ته رسول سمه پرېکړه وه.
په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو دوه اونۍ وروسته، د امریکایي سرتېرو وروستۍ ډله د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۳۱مه له هېواده ووتله.
له افغانستان څخه د دوی وتل د دوحې د تړون پر بنسټ بشپړ شول.
دا تړون د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې، د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹مه، د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ لاسلیک شوی و.