د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۱

رمضان: د رنګمالۍ فرمایشونه د ټولنیزو رسنیو له لارې ترلاسه کوم


افغان رنګمال رمضان
افغان رنګمال رمضان

په کابل کې چې څوک کورونه رنګوي، په رنګمالانو پسې چوکونو ته ځي، خو رنګمال رمضان وايي، دی د کار فرمایشونه د ټولنیزو رسنیو له لارې ترلاسه کوي.

په افغانستان کې د ټولنیزو رسنیو په ځانګړی ډول د فېسبوک استعمال ښايي ځینو خلکو ته یوازې د ساعت تېرۍ وسیله وبرېښي، خو داسې کسان هم شته چې له همدې لارې خپل ورځنی کار روزګار پر مخ وړي.

د پلازمېنې کابل اوسېدونکی رمضان چې رنګمالي کوي وايي، د فېسبوک د مسنجر له لارې د کار لسګونه غوښتنې ترلاسه کوي.

هغه د نورو کارګرانو برعکس چوک ته د کار په لټه د تګ پر ځای یوازې خپل فېسبوک فعال ساتي او د خپل کار نموني خپروي.

نوموړی وايي: "ماته ډېر کسان له بهره زنګونه وهي او په کابل کې رانه د کار غوښتنه کوي، دوی د خپلو کورونو پتې راکوي دلته په کابل کې هم چې څوک غواړي کار ورته وکم د مسنجر له لارې ادرس راکوي کور ته ورځم او هلته ورسره له نږدې خبرې کوم."

د کابل اوسېدونکي رمضان د رنګمالۍ هنر له خپل پلاره زده کړی و، خو په خبره یې په تېرو اته کلونو کې یې په دې برخه کې نوي شیان زده کړل او اوس په بېلابېلو بڼو کورونه او خونې رنګوي.

هغه د خپل کار د پیل په اړه ازادي راډيو ته وویل: "ما په ۱۷ کلنۍ کې له خپل پلاره د ودانیو د رنګولو هنر زده کړ، وروسته مې د خپلې وړتیا له مخې بېلابېلې بڼې یادې کړې. اوس د اوبو رنګونه، غوړ رنګونه، پلاستیکي رنګونه کارولی شم، د دې ترڅنګ بېلابېلې خونې او دروازې په هر ډول ډیزاین چې څوک وغواړي رنګولای شم."

رمضان چې اوس نږدې ۲۶ کاله عمر لري د کابل په شهرنو کې د خپل پلار، مور، ورونو او خویندو سره یو ځای ژوند کوي او د خپل همدې کسب رنګمالي له لارې د خپلې کورنۍ لپاره نفقه پیدا کوي.

نوموړی وايي، په حوت میاشت کې یې کار روزګار ښه وي.

هغه وایي: "د حوت میاشتې له ۱۵ مې د حمل تر اخره زموږ کار ډېر ښه وي، ځکه خلک له خونو بخارۍ اوباسي زموږ کار هم ورسره زیاتېږي."

رمضان وایي، په میاشتني ډول ورته د کار زیات پیغامونه راځي، خو کمو خلکو سره د کار لپاره جوړ جاړي ته رسي.

نوموړی وایي: "که سم کار پیدا شي نو د میاشتې له ۲۰ تر ۲۵ زره افغانیو کار کوم، خو ټولې مصرفېږي او د زېرمې لپاره هېڅ نه پاتې کېږي، اوس خو دا څو میاشتې کېږي چې بې روزګاره یم او کار نه شته."

په وروستۍ لسیزه کې چې د رنګمالي کسب دومره پرمختګ نه و کړی په افغانستان کې به ډېری خلکو خپل کورونه د خټو او ګچ په وسیله رنګول، خو په وروستیو کې چې زیات شمېر افغان ځوانان نورو هېوادونو ته کډوال او بېرته افغانستان ته راستانه شول د رنګمالي نوي هنرونه یې له ځانونو سره راوړل چې خلک یې هم کار خوښوي او خپلې کورونه او دفترونه پرې رنګوي.

XS
SM
MD
LG