د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۹

بې کسبه بې تعلیمه ژوند...


نن سبا چې بې تعلیمه یا بې کسبه شوې، نو روزي پيدا کول له سړي هغه د چا خبره څرمن اوباسي. ځینو همداسې بې کسبه ځوانانو سره مو د زړه خواله کړې. چې چوک کې په ورځو ورځو بې کاره ولاړ وي او څوک یې کار ته نه بیایي.

ورپسې د ځینو هغو په اصطلاح (خون ګرمه) ځوانانو په اړه غږيږو چې د کار پرمهال احتیاطي توکي نه کاروي. لوړې ودانۍ رنګوي خو د ځان تړلو ځانګړې پټۍ نه تړي، ویلډينګ یا فلزکاري کوي خو مخصوصې عینکې نه په سترګو کوي. نور درانه کارونه کوي، خو محافظتي خولۍ نه په سروي. دوی له کومو ستونځو سره مخ کیدلی شي؟

په ننۍ تاندې څانګې کې په یادو موضوګانو غږیږو.

د کابل پل خشتي جومات مخه او چوک هرسهار له مزدورانو داسې ډک وي چې د موټرو لارې بندې وي او خلک په ډیره مشکله د دوی تر منځ لار کاږي، کله کله خو تر تنکۍ غرمې هم دوی د کار په تمه ولاړ پآتې وي. که د یو چا یو کاریګر هم په کار وي. خو چې د کاریګر غږ وشي نو پنځلس شل ځوانان په هغه نفر پسې منډې کړي.
زه هغه بل سهار د دوی خوا ته ورغلم. له دوی یې زیاتره له خپلو کورنیو ستونځو او نیستیو ګیله من وو، چې د یوه کسب له زده کړې پاتې شوي دي.

ګل محمد او کوچۍ وايي چې د یوه کسب زده کولو وخت اوس رانه تیر دی، که کسب زده کوو نو ماشومان او کورنۍ رانه وږې پاتې کیږي، ځکه په همدې ورځ مزد بسنه کوو.

هغه لنډۍ به مو اوریدلي وي، چې وايي
مساپري بده خواري ده
سخته نیستي ده ښه ځوانان بدرنګوینه
په کار روزګار څوک بد نه ښکاري. فرمان الله د ننګرهار د سرخ رود دی. دی هم نیستۍ له دوولسم هاخوا زده کړو ته پرېنښود. اوس رنګمالي زده کوي. احسان الله هم همداسې... او جهانزیب هم له یوه استاد سره شاګرد دی، دی وايي چې که استاد اوزګار نه وي، نو پخپله شاګرد باید د استاد کارونو ته ځیر واوسي او ترې زده یې کړي.

سیدمحمد د ګیل کارۍ استاد دی. دی هم د شاګرد ځيرکتیا مهمه بولي، خو وايي چې له خپل استاد سره ښه چلند او د هغه احترام کول هم د دې سبب کیږي چې یو شاګرد دې زرتر زره کار زده کړي.

په کار کې چې څوک صداقت کوي او خپل کارونه په سمه کوي، هغه کس بېکاره نه پاتې کیږي او هرڅوک یې کار خوښوي، دا خبره هم سید محمد کوي.

حمید الله اوس د رنګمالۍ ټیکه دار دی. دی وايي چې زه به تل د خپل استاد کارونو ته ځیر وم. چې کله به مې له استاد سره کار کاوه نو کله به مې په اوزګارو شیبو کې د هماغه کارونو تمرین له ځانه سره کاوه، دی وايي چې که څوک غواړي راتلونکی یې ښه واوسي او بې کاره پاتې نشي؛ باید یو ښه کسب زده کړي.


ځينې خون ګرمه کاریګر محافظتي توکي نه کاروي

منو چې ځواني د ژوند هغه پړاو دی چې انسان پکې پرانرجي او ځواکمن وي او په اصطلاح وینه یې توده وي. خو کله کله همدا (خون ګرمي) ځوانان حتی د مرګ تر پولې رسوي. دوی د کار پر مهال ځينې احتیاطي توکي نه کاروي.
دغه فلزکار خبرو ته غوږ شو، چې د ویلډينګکارۍ پر مهال یې مخصوصې عینکې نه وې په سترګو، نو څه وشول؟ دی وايي:

(زما نوم احمد دی، وظيفه مې فلزکاري ده. ما یوه ورځ ویلډينګکاري کوله، هغه تورې عینکې مې نه وې په سترګو کړې، سترګې مې ویلډينګ سختې ووهلې. هغه ورځ مې دستکش هم په لاسو نه وو. یو لاس مې هم لږ وسوځید. چې د شپې کور ته لاړم نو ډیز زیات په تکلیف شوم. سترګو مې اوښکې کولې، خارښ يې کاوه، تکې سرې وې. له هغې ورځې راوروسته زه اوس احتیاط کوم. موږ باید پخپله د خپل ځان ساتنه وکړو او په ځان پام وکړو.)

کیمیاګل د پکتیا ولایت اوسیدونکی ځوان دی. دی د خپل رنګمال ورور کیسه کوي چې په لوړ ځای یې کار کاوه خو د ځان تړلو پټۍ سره یې ځان نه و تړلی، راپریوت.

وايي انسان هم عجیبه دی. د ډيرو پيسو ګټلو په نیت خپل وخت، انرجي او ژوند مصرف کړي. خو بیا پر ناروغیو خپلې ګټلې پيسې بیرته له لاسه ورکړي. کیمیاګل د خپلو ورپيښو ناروغیو یادونه هم کوي، چې د خپل مسلک د احتیاطي توکو د نه کارولو له عمله ورته پيدا شوي دي.

محمد حسین ډیر درانه کارونه کوي. دی وايي که له کوم شرکت سره کار کوو، خو بیا هغوی ځينې احتیاطي توکي راکوي، کنه نو پخپلو پيسو یې نشو اخیستلی او نه یې کاروو.
حمید الله بیا وايي، چې که د کار پر مهال کله عینکې په سترګو کړو، یا دستکش په لاسونو کړو، نو ځینې ملګري مو ځوروي چې ډیر نازدانه یې.

سميع الله بیا هغه ځوان دی چې له یوه شرکت سره کار کوي. کله مې چې مرکه ورسره کولو نو د پيپ لپآره د یوه ځای پر کیندلو لګیا و. زیړه کلکه خولۍ یې پرسر وه، شین یونیفورم یې په تن و او دستکش یې په لاسونو وو، ده ویل چې نفقه به هم ګټو خو د ځان ساتنه هم فرض ده.

د کاراو ټولنيزو چارو وزارت د کاري معیارونو عمومي مدیر مصطفی جبارخیل د کار د قوانينونو د لسم فصل یادونه کوي او وايي چې هره اداره مکلفه ده چې د کار پر مهال خپل کاریګر ته له خطرونو د بچیدو لپاره ځانګړي وسایل مهیه کړي او پر دوی فشار راوړي چې هغه وسایل وکاروي.

تاندې څانګې په کابل کې نورګل شفق جوړوي.
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:14:50 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG