د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۸

بایډن د ناټو ختیځ اړخ له امنیت سره د نورو مرستو ژمنه کوي


د امریکا ولسمشر د پولنډ په هوايي ډګر کې له الوتکې څخه د کوځېدو پرمهال
د امریکا ولسمشر د پولنډ په هوايي ډګر کې له الوتکې څخه د کوځېدو پرمهال

د متحدوایالتونو ولسمشر اوکراین ته له سفر وروسته په پولنډ کې دی او په پام کې ده چې د ناټو له متحدانو سره سلامشورې وکړي.

ولسمشر جوبایډن اوکراین ته تر ناڅاپي سفر وروسته پولنډ ته تللی.

تمه ده چې بایډن به په پولنډ کې ټینګار وکړي چې متحدایالات د اوکراین ترڅنګ ولاړ دی او ژمن دی چې د ناټو ختیځ اړخ به پیاوړی کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د فبروري ۲۴مه، پر اوکراین د روسیې د یرغل کلیزه رانږدې کېږي.

بایډن اوکراین ته تر ناڅاپي سفر وروسته بېګا ناوخته وارسا ته ورسېد.

هغه د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي سره چې د روسیې د پسرلنیو حملو پر وړاندې د مقابلې لپاره د وسلو او تجهیزاتو په لټه کې دی وکتل.

په پولنډ کې به بایډن په خپله وینا کې له اوکراین څخه ملاتړ څرګند کړي.

د امریکا ولسمشر به له خپل پولنډي سیال اندژې دودا سره هم د اوکراین د ملاتړ په مقصد د ډله ایزو اقداماتو په اړه خبرې وکړي.

پولنډ د ناټو هغه غړی چې له اوکراین سره تر ټولو اوږد سرحد لري اوکراین ته د وسلو د استولو او له کډوالو سره د مرستې لویه لاره ده.

د پولنډ د ولسمشر د بهرنۍ پالیسۍ سلاکار مارچین پرژیداچ ویلي چې بایډن او دودا به د پولنډ د امنیتي مسایلو او د ناټو د امکاناتو د څرنګوالي په اړه بحثونه وکړي.

پرژیداچ وویل د دوی په خبرو کې به د ناټو د حضور او اړوندو تاسیساتو پر مسایلو خبرې وشي.

د پولنډ خلکو او په پولنډ کې دېره دوه نیم میلیون اوکرایني کډوالو د بایډن د سفر هرکلی کړی دی.

۳۲ کلنې اوکراینۍ مېرمنې الینا کیکو په پلازمېنه وارسا کې رویټرز خبري آژانس ته وویل، هیله منه ده چې متحدایالات به له اوکراین سره د وسلو د مرستو جوپې زیاتې کړي.

د وارسا په مرکز کې د رومان دوموفسکي په څلورلاره کې د اعلاناتو پر یوه لوی سکرین په انګلیسي ژبه لیکل شوي وو، بایډن اوکراین ته F-16 الوتکې ورکړه.

د وارسا یوه بل اوسېدونکي اویاکلن ماریان سویټالا وویل، دی هیله من دی چې د اوکراین د جګړې کړکېچ به ژرترژره حل او په اوکراین او شاوخوا سیمه کې به یې سوله ټینګه شي.

په همدې حال کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین په جګړه کې د لوېدیځ پر رول سخت انتقاد کړی.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د

پوتین پر اوکراین د روسیې د یرغل په درشل کې په یوه مفصله تلوېزیوني وینا کې هڅه وکړه چې پر اوکراین برید توجیه کړي او ادعا یې وکړه چې لوېدیځ د روسیې موجودیت ته ګواښ کوي.

هغه په دې وینا کې خپلې پخوانۍ ادعاوې او خبرې تکرار کړې او زیاته یې کړه چې ده د جګړې د مخنیوي هڅه وکړه خو د ده په وینا لوېدیځ د روسیې لپاره په پټه یوه ډېره لویه سناریو جوړه کړې وه.

واشنګټن د چټک غبرګون په ترڅ کې د پوتین څرګندونې بې معنا بللي او ویلي یې دي چې پر روسیې هېچا هم برید نه دی کړی.

کییف هم وویل د پوتین خبرې بې ارتباطه او مبهمې دي.

XS
SM
MD
LG