د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۳

اسراییلي پوځ لوېدیځې غاړې ته اضافي ځواکونه استولي


په بیت المقدس کې اسراییلي ځواکونه
په بیت المقدس کې اسراییلي ځواکونه

د لوېدیځې غاړې پر یوې کنیسې له پروني برید وروسته اسراییلي پوځ لوېدیځې غاړې ته اضافي ځواکونه استولي دي.

د اسراییلو پوځ وايي، په لوېدیځه غاړه کې د یهودانو پر یوه عبادتځای له پرونۍ حملې وروسته چې په نتیجه کې یې اوه اسراییلیان ووژل شول او درې نور ټپیان شول دې سیمې ته یې نن اضافي ځواکونه استولي دي.

اسراییلي پوځ په یوه بیان کې ویلي چې د وضعیت له ارزونې وروسته یې پرېکړه وکړه چې د لوېدیځې غاړې جودیا او ساماریا سیمو ته اضافي سرتېري واستوي.

د لوېدیځې غاړې په اشغالي سیمو کې پرون وروسته له هغه وضعیت کړکېچن شو چې یوه وسله وال فلسطیني بېګا په یوه کنیسه کې اوه کسان په ډزو ووژل.

اسراییلي پولیس وايي، دا برید د لویدیځې غاړې په هغه سیمه کې شوی چې تازه اسراییلو لاندې کړې وه او بریدکوونکی د ختیځ بیت المقدس اوسېدونکی دی چې ۲۱ کاله عمر لري.

اسراییلي چارواکو دا هم ویلي چې دې فلسطیني ځوان په خپل دا برید سر کړی دی.

د اسراییلي چارواکو په وینا بریدکوونکي غوښتل چې د پېښې له ځایه وتښتي خو د پولیسو په ډزو ووژل شو.

دا په تېرو څو کالو کې په لوېدیځه غاړه کې تر ټولو خونړۍ پېښه وه چې د دواړو خواوو ترمنځ د احتمالي تشدد او وینو بهولو وېره یې زیاته کړې ده.

وروسته له دې چې بنیامین نتنیاهو تېره میاشت د هغه حکومت په راس کې چې سختدریځي ملتپال هم په کې شامل دي د صدراعظم په توګه دنده پیل کړه دا په سیمه کې د تشدد لومړۍ لویه پېښه ده.

اسراییلي سختدريځي ملتپال په لوېدیځه غاړه کې د یهودي مېشتځایونو پراخول غواړي.

بېګانی برید چې د دویمې نړیوالې جګړې په کلونو کې د نازي جرمني د پوځ له خوا د یهودانو د ټولوژنې د کلیزې په ورځ وشو ډېرو هېوادونو وغانده.

سپینې ماڼۍ او د ملګرو ملتونو سرمنشي د روان تاوتریخوالي له کبله اندېښنه څرګنده کړه او د نهايي زغم غوښتنه یې وکړه.

اردن او مصر چې له اسراییلو سره یې د سولې موافقې لاسلیک کړي او متحده عربي اماراتو دا برید وغانده خو د لبنان ایران پلوې حزب الله ډلې او د حماس او اسلامي جهاد فلسطیني ډلو دا برید ستایلی دی.

نتنیاهو له امنیتي چارواکو سره په غونډه کې د وضعیت تر ارزونې وروسته له خپلو خلکو وغوښتل چې قانون دې په خپلو لاسو کې نه اخلي او زیاته یې کړه حکومت په دې برخه کې یولړ تدابیر نیولي دي.

له پرونۍ حملې مخکې د روان کال په ترڅ کې لږترلږه دېرش تنه فلسطینیان د اسراییلو په حملو کې وژل شوي او فلسطینۍ ادارې چې په لویدیځه غاړه کې ډېر لږ حاکمیت لري وویل چې له اسراییلو سره امنیتي همکاري بندوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG