د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۶

د امریکا پولیس: په لاس انجلس کې د نڅا پر یوه کلب بریدګر ځان هم وژلی


په لاس انجلس ښار کې د پولیسو یوه چارواکي رابرت لونا د یکشنبې په ورځ رسنیو ته ویلي، بریدګر ۷۲ کلن و او د نڅا پر کلب تر برید وروسته یې پر ځان ډزې کړي دي.
په لاس انجلس ښار کې د پولیسو یوه چارواکي رابرت لونا د یکشنبې په ورځ رسنیو ته ویلي، بریدګر ۷۲ کلن و او د نڅا پر کلب تر برید وروسته یې پر ځان ډزې کړي دي.

د امریکا په لاس انجلس ښار کې پولیس وایي، د نڅا پر یوه کلب بریدکوونکي ځان هم وژلی دی.

د امریکا په لاس انجلس ښار کې پولیس د هغه برید د انګېزې معلومولو په حال کې دي چې د یکشنبې په شپه د نڅا پر یوه کلب وشو.

په مونته ري ښارګوټي کې شوي دغه برید چینایي الاصله امریکایانو ته اندېښنې پیدا کړي دي.

په لاس انجلس ښار کې د پولیسو یوه چارواکي رابرت لونا د یکشنبې په ورځ رسنیو ته ویلي، بریدګر ۷۲ کلن و او د نڅا پر کلب تر برید وروسته یې پر ځان ډزې کړي دي.

هغه وویل: "یو سپین پوستی سړی د پلورنځي د موټرو پارکېنګ ته ننوت، کله چې د پولیس افسرانو ګزمه د پېښې له ځایه راووته او غوښتل یې بریدګر تعقیب کړي، د یوه موټر له دننه نه د ډزو غږ واورېدل شو. مشکوک کس هوکان تران نومېږي، دوه اویا کلن او اسیایي ټبره دی."

په امریکا کې د چین په ګډون د لرې ختیځ اتباعو ته اسیایي ټبره نوم ورکول کېږي.

د پولیسو په وینا هو کان تران په دې برید کې لس تنه وژلي او لس نور ټپيان ټپيان کړي دي چې د ځینو وضعیت نازک دی.

پولیسو د بریدګر مړی د یکشنې په ورځ له یوه موټره پیدا کړ.

په تېره نږدې یوه میاشت کې دا پنځم ځل دی چې د امریکا په متحده ایالتونو کې د ډزو داسې پیښې رامنځته کېږي.

په تکزاس ایالت کې د تېر کال د مې میاشتې له یوه برید وروسته چې پر ښوونځي وشو او ۲۱ تنه په کې ووژل شول، په لاس انجلس کې د وړمې شپې برید خونړی بلل شوی دی.

تر اوسه معلومه نه ده چې بریدکوونکي په کومه انګېزه د نڅا پر کلب چې چینایانو په کې د خپل نوي کال مراسم نمانځل ډزې کړي دي.

په راپورونو کې راغلي چې مشکوک کس غوښتل تر دې برید وروسته یوه بل ځای کې دویم برید هم وکړي، خو د پولیسو له خوا یې مخه ونیول شوه.

XS
SM
MD
LG