د چین نوی کال د جنوري په ۲۲مه د جنوب ختیځې اسیا تر لسو په ډېرو هېوادونو کې نمانځل کېږي.
هر چینایي کال د یوه څاروي یا مرغه په نوم نومول کېږي.
سږکال د چین او ګاونډي ویتنام د کال نومونه بدل دي.
چینایان سږني کال ته د سوی کال وایي، ویتنامیان ورته د پیشو.
چینایي کال کله لس ورځې مخکې وي، کله څو ورځې شاته.
پروسږکال یې نوی کال د فبروري په لسمه ونمانځه، خو د دوی د کال لومړۍ ورځ د اسلامي تقویم په څېر نه وي چې هر موسم ته برابرېدلی شي، د دوی نوی کال یا په جنوري کې وي یا په فبروري کې.
دا ورځ هر کال د یوه څاروي یا مرغه په نوم نومول کېږي، پروسږکال د پړانګ کال و، وړم کال د غوایي، تر هغه مخکې د سوی او په دوه زره نولسم کې د خنزیر.
سږکال په چین کې د سوی کال دی، خو په ګاونډي ویتنام کې سږکال ته د پیشو کال وایي.
د ویتنام په بازارونو کې هر لور ته د پیشوګانو نانځکې ترسترګو کېږي، په چین کې بیا نن سبا سویان نازول کېږي او په شاپنګ مالونو کې د سوی نانځکې خلکو ځوړندې کړې دي.
ویتنام څرنګه سوی په پیشو بدل کړی؟
ځیني څېړونکي وایي چې تېروتنه په کلمه کې شوې ده، چینایان سوی ته 'ماو' وایي او په ویتنامي کې 'میو' پیشو ته وایي.
د څېړنو له مخې په ویتنام کې شولې ډېرې کرل کېږي چې موږکان دا کښتونه خرابوي، پیشو بیا موږک نه پرېږدي نو دوی ته پیشو ښه ښکاري.
د پیشو کال داسې انګېرل کېږي چې دا د خوښۍ کال دی او دولس میاشتې به په خوښۍ او خوشالۍ تېرې شي.
سوی د اوږد عمر، سولې او سوکالۍ سمبول دی.
چینایان داسې وړاندوینه کوي چې د سوی کال به د هیلو او امېدونو کال وي.