د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۱

د کابل لپاره د عالمانو شورا له جوړولو د طالبانو هدف څه دی؟


د طالبانو عمومي مشر، د کابل لپاره هم د عالمانو شورا جوړه کړه، چې ټول طالب پلوه کسان یې د غړو په توګه ټاکل شوي او مشري یې خلیفه دین محمد کوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پرون د کابل د عالمانو شورا د جوړېدو په مناسبت په یوه اعلامیه کې ویلي دغه شورا به، د «شریعت په رڼا کې» د سپارل شویو موضوعاتو په رڼا کې د کابل مسوولانو ته مشورې ورکوي.

طالبانو تر دې مخکې د خوست، فاریاب، بغلان او کاپیسا ولایتونو لپاره هم د عالمانو شوراګانو د جوړېدو خبر ورکړی دی.

پر همدې موضوع زموږ همکار، د باور غورځنګ له مشر نجیب ازاد نه د مرکې په پیل کې پوښتنه کړې: د عالمانو دغو شوراګانو د جوړولو اصلي هدف څه دی؟

د ښاغلي ازاد مرکه د لاندې غږیز فایل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:28 0:00
XS
SM
MD
LG