پروان کې د طالبانو حکومت د والي دفتر وايي چې د دغه ولایت د مرکز چارېکار ښار نوم یې د امام اعظم په نوم بدل کړی دی.
د پروان لپاره د طالبانو حکومت د والي ویاند حکمت الله شمیم په دې اړه ازادي راډیو ته وویل چې د پروان مرکز نوی نوم یې په یوه غونډه کې چې طالب چارواکو، یو شمېر قومي مشرانو او د پروان ولایت ځینو فرهنګي شخصیتونو شتون درلود له سلا مشورو وروسته د پنجشنبې په ورځ بدل کړی.
د چارېکار ښار نوم د طالبانو د مشر ملا هبت الله په امر او اجازه بدل شوی دی.
پروان کې د طالبانو حکومت د ځینو سرچینو د معلومات پر بنسټ، د چارېکار ښار نوم د طالبانو د مشر ملا هبت الله په امر او اجازه بدل شوی دی.
پروان کې د طالبانو حکومت د مسؤلینو په وینا، د پروان ولایت مرکز چارېکار ښار نوم یې له دې امله د امام اعظم په نوم کړی چې امام ابو حنیفه چې په امام اعظم هم مشهور دی، د حنفي فقهې برخه کې د مسلمانانو لوی مخکښ دی.
تر اوسه د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په دې اړه څه نهدي ویلي.
نعمان بن ثابت چې په امام ابو حنیفه او امام اعظم مشهور دی په اسلامي نړۍ او فقه کې یو پېژندل شوی نوم دی او په افغانستان او نړۍ کې یې میلیونونه کسان د مذهب پیروان دي.
طالبان هم د امام ابو حنیفه مذهب پیروان دي او ورځني تعاملات د حنفي فقهې پر بنسټ پر مخ وړي.
طالبانو د تېر کال په اګسټ کې واک ته له بیا راتګ وروسته د ځینو پوځي قول اردوګانو او تعلیمي ادارو نومونه هم بدل کړي دي.