د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۲ غبرګولی ۱۴۰۲ کابل ۱۲:۴۸

نړۍ

اوکرايني چارواکو په 'ميليتوپول' ښار کې د ګڼ شمېر روسي پوځيانو د وژلو ادعا کړې

اوکرايني پوځيان

اوکرایني چارواکو ادعا کړې چې په جَنوبي ښار میلیتوپول کې یې ګڼ روسي پوځيان وژلي دي.

دا ښار د روسي ځواکونو له‌خوا اشغال شوی دی.

د میلیتوپول په ښار کې یو نیم لک کسان اوسیږي چې، وړمه شپه څو سیمې په توغندیو لګېدلي او د اور لمبې تر سهاره پورې روانې وې.

په سیمه کې د روسي ځواکونو په شمول خلکو ته د درنې مرګ‌ژوبلې د رسېدو ادعا شوې ده.

د میلیتوپول ښاروال ایوان فدوروف ادعا کړې چې د ښار په څنډه کې یو لوی کمپلکس هدف ګرځېدلی او لسګونه روسي عسکر په‌کې مړه او ټپيان شوي.

د روسیې له‌خوا ګمارل شویو چارواکو بیا ویلي یوازې دوه کسان مړه او لس نور په توغندیزو بریدونو کې ټپیان شوي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

امریکا د سپاه پاسداران پر یوه چارواکي او ځینو نورو کسانو بندیزونه ولګول

د امریکا بیرغ

د امریکا متحدو ایالتونو پرون د ایران د سپاه پاسداران پر یوه چارواکي او ځینو نورو کسانو بندیزونه ولګول.

پر دغو کسانو تور دی چې غوښتل یې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د امریکا د ملي امنیت د پخواني سلاکار جان بولټن، ځینو نورو کسانو او د امریکا د حکومت د یوه بل چارواکي د وژلو لپاره په پراخو توطئیو کې همکاري وکړي.

د ادعا له مخې د جان بولټن د وژلو دسیسه ښه مستنده شوې او د امریکا څارنوالانو او پخوانیو حکومتي چارواکو دا د ایران د سپاه پاسداران یوه دوامداره هڅه ګڼلې، چې غواړي د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مهال چارواکي په نښه کړي.

ویل شوي دغه پخواني امریکايي چارواکي په ۲۰۲۰م کال په هغه هوايي حمله کې دخیل ګڼل شوي چې د ایران د قدس ځواکونو قوماندان قاسم سلیماني یې وواژه.

په پرونیو بندیزونو کې په ایران او ترکیه کې درې کسان، یو شرکت چې د ایران له قدس ځواک سره همکاري لري او د ایران د استخباراتي ادارې دوه چارواکي په نښه شوي دي.

د امریکا خزانې وزارت ویلي، دغو کسانو غوښتل د امریکا چارواکي، خبریالان او هغه ایراني مخالفان ووژني، چې په بهر کې ژوند کوي.

لسګونه پناه غوښتونکي د ترکیې له یوروس سیند څخه یونان ته اوښتي

ارشیف

د یونان سرحدي ساتونکي او ژغورندویې ډلې وايي، د ماشومانو په ګډون په لسګونو پناه غوښتونکي پرون پنجشنبه د ترکیې له یوروس سیند نه د اروپايي ټولنې دغه غړي هېواد ته اوښتي دي.

د یونان یوې راډیو راپور ورکړی چې د دغو پناه غوښتونکو شمېر ۱۳۸ ته رسېږي چې د یوروس سیند د یونان د اړخ په یوه کوچني ټاپو کې موندل شوي دي.

ریل اف ام راډیو د یونان د سرحدي ساتونکو د ویاند په حواله راپور ورکړی چې ویلي یې دي، ټول پناه غوښتونکي چې د سوریې وګړي دي، د خوندیتوب لپاره بل ځای لېږدول شوي دي.

ویل شوي په دوی کې ۵۲ یې ماشومان دي.

د یونان د سرحدي ساتونکو ویاند ویلي د ترکیې چارواکو د دغو پناه غوښتونکو د غیرقانوني اوښتو د مخنیوي لپاره هېڅ هم نه دي کړي.

ایف‌ایس‌بي: د روسي ډیپلوماتانو زرګونه آیفونونه تر پراخ سایبري برید لاندې راغلي

ارشیف

د روسیې د فدرالي امنیت ادارې یا 'ایف ایس بي' ادعا کړې چې د دغه هېواد د ډیپلوماتانو په زرګونو آیفونونه تر پراخ سایبري برید لاندې راغلي دي.

دې ادارې د پنجشنبې په ورځ د جون په لومړۍ په یوه بیان کې ادعا وکړه چې هکرانو ظاهراً د ناټو غړو هېوادونو، د پخواني شوروي اتحاد جمهوریتونو او همدارنګه په چین، اسراییلو او سوریه کې د روسیې په سفارتونو او قونسلګریو کې د روسي ډیپلوماتانو آیفونونه په نښه کړي دي.

اعلامیې د دې ادعا جزییات او شواهد نه دي وړاندې کړي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د 'اپل' ټکنالوژۍ شرکت دغه تور رد کړی او په یوه بیان کې یې ویلي چې د اپل د تولیداتو د هک کولو لپاره یې هېڅکله هم له کوم حکومت سره کار نه دی کړی او نه به یې وکړي.

رویټرز خبري اژانس زیاتوي چې د امریکا د ملي امنیت ادارې په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

د ناټو غړو هېوادونو د دفاعي لګښتونو او له اوکراین سره په اړیکو خبرې کړي

د ناټو او د ناټو د غړیو هېوادونو بیرغونه

د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د پنجشنبې په ورځ د جون لومړۍ د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې د غونډې د دویمې ورځې لپاره د نویو دفاعي لګښتونو او له اوکراین سره د دې اتحاد د اړیکو د راتلونکي په اړه خبرې وکړې.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیرباک پرون له دغو خبرو اترو مخکې وویل چې د روسیې هر نوی توغندی او د بې پیلوټه الوتکو برید به دغه اتحاد له ځانه د دفاع په برخه کې د اوکراین د خلکو ملاتړ لا زیات کړي.

تمه ده راتلونکې جولای میاشت په یوولسمه او دولسمه نېټه د ناټو غړو هېوادونو یوه سرمشریزه د لېتوانیا په پلازمېنه ویلنیوس وشي.

د هغې غونډې هدف له اوکراین سره چې د ناټو د غړیتوب لېواله دی د اړیکو د څرنګوالي په اړه د موافقې پیاوړي کول دي.

چارواکي: د انګېرنې خلاف هندي کشمير ته هېڅ افغان طالب نه‌دی داخل شوی

د هند او پاکستان ترمنځ سرحد کې هندی سرتېری د پیرې پر مهال

په کشمیر کې د هند د پوځ یو جګپوړی قوماندان وايي، د هغه څه خلاف چې انګېرل کېدل، د ۲۰۲۱ په اګست کې په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته هندي کشمیر ته هېڅ افغان طالب نه‌ دی داخل شوی.

د هندي رسنیو د راپور له مخې، په سرینګر کې د هند د چینار قول اردو عمومي قوماندان بریدجنرال اې‌ډي‌ایس اجلا پرون پنجشنبې په یوه مرکه کې همدا راز وویل چې په پاکستان کې د روان کورني بحران له کبله هم د کشمیر په تړاو کومه اندېښنه نه‌لري.

تر دې مخکې ځینو پاکستاني او هندي رسنیو راپور ورکړی و چې د هند کشمیر ته هغه امریکايي وسلې رسېدلي چې دې هېواد په افغانستان کې پرې اېښي او د طالبانو لاس ته لوېدلي دي.

په ایران کې سږني اعدامونه د شمېر له نظره بې‌ساري بلل شوي

ارشیف

د ایران د بشري حقونو سازمان وايي، د روان میلادي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د تېر کال د ورته مودې پرتله په ایران کې ۷۶ سلنه ډېر کسان اعدام شوي دي.

دغه سازمان، پرون پنجشنبې په دې اړه په خپل راپور کې سږني اعدامونه په ایران کې د شمېر له نظره بې‌ساري وبلل.

د ایران د بشري حقونو سازمان، چې په ناروې کې دېره دی، خبرداری ورکړ چې که نړیواله ټولنه په ایران کې د اعدامونو د زیاتېدا په وړاندې کلک غبرګون ونه ښيي، سلګونه نور انسانان به اعدام شي.

د دې سازمان د مالوماتو پر اساس، د سږ کال د جنورۍ له لومړۍ د مې میاشتې تر پایه ۳۰۷ تنه اعدام شوي چې د اکثرو تور د مخدرو موادو قاچاق بلل شوی دی.

په واکسیناتورانو د برید له امله یو پاکستانی پولیس وژل شوی

ارشیف

د پاکستان پوځ اعلان وکړ چې د پولیو واکسیناسیون پر کارکوونکو د برید په پایله کې یو پولیس وژل شوی دی.

د فرانسې خبري اژانس د پوځ د خبرپاڼې پر اساس ویلي چې پېښه پرون چهارشنبه په قبایلي سیمه شمالي وزیرستان کې هغه مهال وشوه چې د واکسیناسیون پر یوه ټیم ډزې وشوې.

خبرپاڼه کې ویل شوي، ډزو کې هغه پولیس ووژل شو چې د واکسین د کارکوونکو امنیت ته ګمارل شوی و.

د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو واکسین پنځه ورځنی کمپاین د دوشنبې په ورځ د خیبر پښتونخوا په ۱۲ ولسوالیو کې پیل شو.

تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي د برید مسوولیت منلی دی.

پولیو یوه ساري او وژونکې ناروغي ده چې ریښې یې یوازې پاکستان او افغانستان کې پاتې دي.

په اوکراین کې د جنایتونو څېړلو لپاره د یوې نړیوالې محکمې د جوړولو غوښتنه شوې

په باخموت کې د روانې جګړې له امله د اوښتو زیانونو یو انځور

د امریکا قانون جوړونکو او یوه لوړپوړي ډيپلومات د جرمونو نړیوالې محکمې یا آی سي سي له چوکاټه بهر د یوې داسې محکمې د جوړولو ملاتړ کړی چې د اوکراین د جګړې پر مهال یرغلیز جنایتونه وڅېړي.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون او د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي په دې وروستیو کې د همداسې یوې خپلواکې نړیوالې محکمې د جوړولو غوښتنه کړې ده.

د دغې محکمې په طرحه کې ویل شوي چې دا کار باید د اوکراین د قضایي تګلارو په چوکاټ کې ترسره او تر هغو چې جګړه روانه وي، محکمه به له اوکراینه بهر غونډې کوي.

په اوکراین کې د بشر ضد جنایتونه د جرمونو نړیواله محکمه یا 'آی سي سي' څېړي، خو ویل شوي چې د جوړېدونکې محکمې تمرکز به د یرغلیزو جنایتونو پر څېړنې وي.

د کانګرس غړو ویلي، د اوکراین د جګړې په اړه باید له روسیې سره حساب وشي او په خبره یې د هغوی بخښل باید کوم غوراوی نه وي.

سپينې ماڼۍ له اوکراين سره نوې پوځي مرسته اعلان کړې

په دې مرسته کې د پټرویټ هوایي مدافعې دستګاوې، الوتکې ضد سټینګر توغندي، د ټانک مهمات او نور تجهیزات شامل دي.

سپینې ماڼۍ پرون چهارشنبې له اوکراین سره نوره مرسته اعلان کړه چې د هوایي مدافعې د سیستمونو، مهماتو او نورو دفاعي تجهیزاتو لپاره تر۳۰۰ ميلیون ډالرو پورې په‌کې شامل دي.

پنټاګون وویل، د امنیتي مرستو دغه کڅوړه د دفاع وزارت له وسله‌تونونو ۳۹مه هغه ده چې له اوکراین سره یې کوي.

په دې مرسته کې د پټرویټ هوایي مدافعې دستګاوې، الوتکې ضد سټینګر توغندي، د ټانک مهمات او نور تجهیزات شامل دي.

د ۲۰۲۲ م کال د فبرورۍ له میاشتې راهیسې چې روسیې پر اوکراین یرغل کړی، د امریکا متحدو ایالتونو تر اوسه له کییف سره په پوځي برخه کې د څه باندې ۳۷،۶ میلیارد ډالرو مرسته کړې ده.

د مصنوعي ذهانت په اړه کړنلاره جوړېږي

چټ جي پي ټي ChatGPT ته تېر کال د نړیوالو پام وروسته له هغې ډېر واوښت چې په اسانۍ یې په ډېر کم وخت کې د مقالو لیکلو، شعرونو او مکالمو ځانګړې وړتیا په ډاګه کړه.

د امریکا متحده ایالاتو او اروپایي ټولنې پرون چهارشنبې وویل، تمه ده چې په څو راتلونکو اوونیو کې د مصنوعي ذهانت په اړه یوه کړنلاره په دې هیله جوړه کړي چې ډیموکراسۍ لرونکي هېوادونه یې لاسلیک کړي.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن په سوېډن کې د اروپایي ټولنې له چارواکو سره له خبرو وروسته وویل، لوېدیځ شریکان یې د دغې ټکنالوژۍ له راڅرګندېدو سره چې چین یې یو پیاوړی ځواک دی، سخته اړتیا محسوسوي چې په اړه یې فوري اقدام وشي.

بلېنکن خبریالانو ته وویل، د دغې داوطلبانه کړنلارې کودونه به د همفکرو هېوادونو لپاره خلاص وي.

هغه زیاته کړه، هر کله چې نوې ټکنالوژۍ رامنځته کېږي، یوه تشه تل ورسره وي ترڅو چې حکومتونه او ادارې یې د کارولو لپاره قوانین او مقررات وټاکي.

چټ جي پي ټي ChatGPT ته تېر کال د نړیوالو پام وروسته له هغې ډېر واوښت چې په اسانۍ یې په ډېر کم وخت کې د مقالو لیکلو، شعرونو او مکالمو ځانګړې وړتیا په ډاګه کړه.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG