د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۵

ترکيه کې چاودنه؛ ۶ کسان وژل شوي او ۸۱ نور ټپيان دي


له چاودنې وروسته د قربانيانو لېږدولو امبولانس
له چاودنې وروسته د قربانيانو لېږدولو امبولانس

د ترکيې پلازمېنه کې د استانبول استقلال واټ یکشنبه مازیګر مهال د یوې مرګونې چاودنې شاهد و.

دا سیمه د استانبول د اکثرو نورو واټونو په څېر معمولاً له خلکو او ګرځندویانو ډکه وي.

په امنیتي کمرو کې چاودنه ډېره لویه ښکاري او له استقلال واټه دود ډېر لوړ خيژي.

پولیسو له پېښې وروسته سیمه کلابنده کړه او پاتې شوي خلک یې و ایستل.

سیمې ته امبولانسونه او د پولیسو ګڼ موټر ور روان وو او د پېښې ټپيان او مړي یې انتقالول.

د یوې لویې چاودنې غږ و، وروسته یو تور لوګی پورته شو، وروسته خلک راتښتېدل"

جمال دینیز د پېښې یوه شاهد د فرانسې خبري اژانس ته وویل: "موږ لږ لیرې وو، خو یو څو کسان مو ولیدل چې پر ځمکه پراته وو، د یوې لویې چاودنې غږ و، وروسته یو تور لوګی پورته شو، وروسته خلک راتښتېدل، ما خلکو ته خبرداری ورکړ چې مه وېرېږئ. ځکه هلته ماشومان او کورنۍ هم وې. وروسته بیا پولیس د پېښې ځای ته را ورسېدل."

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان چې د جي شل سرمشریزې لپاره اندونیزیا ته روان وو تر سفر مخکې په یوه ټلوېزیوني بیان کې د پېښې په اړه وویل: "له هر څه مخکې، زه غواړم د هغو کسانو سره خپله خواخوږي څرګنده کړم چې د استقلال واټ په بمي برید کې وژل شوي او د هغو کسانو لپاره چې ټپیان شوي د ژر ښه کېدو هیله کوم."

رجب طيب اردغان
رجب طيب اردغان

هغه زیاته کړه چې لومړني معلومات ښيي د برید تر شا یوه ښځه لاس لري.

نوموړي ويلي: "د ترهګرۍ له لارې د ترکیې او د ترکیې د ملت د تسلیمولو هڅې به نتیجه ور نه‌کړي."

د ترکیې مرستیال ولسمشر فواد اوکتای د شپې ناوخته ویلي دا یو ترهګریز عمل و او یوې ښځینه بریدګرې بمي چاودنه ترسره کړه.

د استانبول په دې برید باندې د نړۍ ځينو مشرانو هم غبرګون ښودلی.

د استانبول په دې برید باندې د نړۍ ځينو مشرانو هم غبرګون ښودلی.

له دې ډلې د ناټو سازمان سرمنشي ینس سټولټنبرګ ویلي چې د استانبول زړه بوږنوونکې انځورونه یې لیدلي چې دی پرې سخت خواشینی دی او له قربانیانو سره خواخوږي ښيي.

سټولټنبرګ په خپل ټوېټري بیان کې زیاته کړې چې ناټو د خپلې متحدې ترکیې تر څنګ دریږي.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي په خپل ټوېټر باندې لیکلي چې په استقلال واټ کې دې برید خواشینی کړی او د ترکیې د ملګري هېواد د خلکو درد زموږ درد دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه بیان کې ویلي چې، په استانبول کې دا برید چې په‌کې ملکیان وژل شوي او ټپیان دي په کلکه غندي او د ترکیې له خلکو او حکومت سره خپله خواخوږي څرګندوي.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف هم لیکلي چې د استانبول دې برید خواشیني کړي او د پېښې له قربانیانو سره همدردي ښيي.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه بیان کې دا برید غندلی او ویلي یې دي چې عربستان له ترکیې خپل ملاتړ او د پېښې له قربانیانو سره خواخوږي څرګندوي.

چا په استانبول کې د دې برید مسوولیت لا په غاړه نه‌دی اخیستی خو ترکیه په خپل هېواد کې د اکثرو داسې پېښو پړه پخوا د کردانو په کارګر ګوند پي کا کا او د داعش یا اسلامي دولت په ډلې اچولې.

XS
SM
MD
LG