د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۵

اردوغان: په انقره کې چاودنې په سوريه کې طرحه شوې وه


د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان وايي، د دوى استخباراتي معلومات ښيي چې په پلازمېنه انقره کې د شنبې ورځې چاودنه په سوريه کې طرحه شوې وه.

په همدې حال کې د ترکيې صدراعظم وايي داعش ډله، د مشکوکو ډلو د ليست په سر کې راځي.

احمد داود اوغلو وايي شک نه شته چې په انقره کې شوې غبرګې چاودنې ځانمرګي بريدونه وو.

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان وايي، ترکيې داسې استخباراتي معلومات ترلاسه کړي، چې ښيي په انقره کې د شنبې ورځې غبرګې چاودنې ځان وژونکي بريدونه وو او دا حملې په سوريه کې د سخت دريځو وسلوالو له خوا پلان شوې وې.

په هغو چاودنو کې ٩٧ کسان ووژل شول او په سلګونو نور ټپيان شول.

اردوغان څرګنده کړه، چارواکي په هغو حملو کې د هرې ډلې د لاس لرلو په اړه څېړنه کوي.

د ترکيې ولسمشر وايي دوى دا هم څېړي چې په هغو چاودنو کې ښايي د اسلامي دولت ډله يا داعش يا هم د ترکيې د کارګر ممنوعه ګوند يا PKK لاس ولري.

اردوغان هغه ادعاوې رد کړې چې په کې ويل شوي دولتي چارواکو په هغو حملو کې لاس درلود او د کيڼ اړخو سياسي مخالفانو د ملاتړو او کرد فعالانو پرضد پلان شوې وې.

خو د ترکيې دولت وايي دغه تورونه يوازې پر اوازو ولاړ دي.

د ترکيې ولسمشر ويلي، د دولت څارونکې شورا ته يې امر کړى، چې په انقره کې د هغو چاودنو په اړه ځانګړې او جدي څېړنې وکړي.

په همدې حال کې د ترکيې صدراعظم احمد داود اوغلو وايي، په پيل کې درې ډلې د تورنو ډلو په ليست کې شاملې شوې وې: د کردانو کارګر ګوند، يوه کيڼ اړخې ډله او داعش.

خو دى وايي د چاودنې د څرنګوالي او حالت په اړه څېړنې ښيي چې د اسلامي دولت ډله يا داعش د هغو ځانمرګو بريدونو اصلي تورنه ډله وي:

((له شک پرته دا ځانمرګى بريد و. موږ موثق اسناد لرو. د DNA ازمېښتونه کېږي، ځکه زيات مهال په دغسې پېښو کې خپله بريدکوونکي هم مري.

د حمله کوونکو تصويرونه لرو او دا څرګنده شوې چې دوى منفجره مواد څنګه لېږدولي او ځانونه يې هغې سيمې ته څنګه رسولي وو.))

په انقره کې د وروستيو چاودنو په اړه د درېيو ارګانونو له خوا څېړنې روانې دي، له مخکې پوليسو او د ترکيې قضايي شبکې خپلې څېړنې پيل کړې وې، اوس د ولسمشر په امر د دولت څارونکې شورا هم خپلې څېړنې پيل کړې دي.

په انقره کې د شنبې په ورځ په پام کې وه په هغه ځاى کې چې چاودنې شوي، يو لاريون وشي.

ترکيه د امريکا په مشرۍ د هغه ائتلاف غړې ده، چې د داعش ډلې پرضد پوځي عمليات پرمخ بيايي.

XS
SM
MD
LG