د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۳

په کندهار کې بل ډله‌ييز قبر موندل شوی


د کندهار د پېښې ډله‌ییز قبرونه - ارشيف
د کندهار د پېښې ډله‌ییز قبرونه - ارشيف

په کندهار کې طالب چارواکي او ځايي اوسېدونکي وايي، د دغه ولایت په دامان ولسوالۍ کې یو ډله‌ییز قبر موندل شوی دی.

دا په وروستیو څو اوونیو کې دوهم ډله‌ییز قبر دی چې په کندهار ولایت کې موندل کېږي.

تر دې وړاندې په تېر سپټمبر مباشت کې په سپین بولدک ولسوالي کې یو ډله‌ییز قبر موندل شوی و.

د دامان د علیزو د کلي یوه اوسېدونکي، چې د امنیتي اندېښنو له کبله یې نه‌غوښتل نوم یې څرګند شي، تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې دا قبر د دامان ولسوالۍ په علیزو کلي کې موندل شوی دی.

په کندهار کې طالب چارواکي هم وايي چې په علیزو کې خلکو له یوې غونډۍ خاوره وړله چې ډله‌ییز قبر یې ومونده.

ارشیف
ارشیف

د طالبانو د حکومت د کندهار د والي ویاند حاجي زید ادعا کوي چې دا کسان د تېر حکومت په مهال وژل شوي دي.

"د سر کوپړیو او ژامو څخه معلومېدل چې پنځه کسان و."

نوموړی وايي: "د علیزو او بشر کلیو ترمنځ سیمه کې خلکو خاوره وړله، په غونډیو کې سکواټر کار کاوه چې دغه هډوکي پیدا سوي دي، موږ وروسته ورغلو څېړنې مو وکړلې. هډوکۍ تقریباً د لسو پنځلسو کلونو زاړه وو، د سر کوپړیو او ژامو څخه معلومېدل چې پنځه کسان و."

خو د علیزو یو اوسېدونکی، چې نه‌غواړي نوم یې واخیستل شي، وايي چې دا څرګنده نه‌ده چې دا کسان کله وژل شوي دي.

تر اوسه پورې د موندل شویو جسدونو، چې یوازې یې هډوکي پاتې دي، هویت نه‌دی معلوم.

XS
SM
MD
LG