د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۰

د افغانستان د صرافانو ټولنه: ایران او پاکستان ته د ډالرو قاچاق ډېر شوی


په افغانستان بانک کې د مرسته شویو ډالرو انځور
په افغانستان بانک کې د مرسته شویو ډالرو انځور

د افغانستان د صرافانو ټولنه وايي، په وروستیو کې له افغانستان څخه ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه ایران او پاکستان ته د ډالرو قاچاق ډېر شوی.

له افغانستانه ګاونډیو هېوادونو ته د ډالرو د قاچاق په اړه د افغانستان د صرافانو ټولنې اندېښنه.

دا ټولنه وايي، په وروستیو کې له افغانستان څخه ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه ایران او پاکستان ته د ډالرو قاچاق ډېر شوی.

د دې ټولنې د رسنیو برخې مرستیال عبدالرحمان ځیرک ازادي راډيو ته وویل چې د ډالرو قاچاق یوازې د صرافانو نه، بلکې د ټولو افغانانو په تاوان دی او باید مخه یې ونیول شي.

ځیرک زیاته کړه: "په وروستیو کې له بده مرغه په غیرقانوني ډول ډالر له افغانستان څخه ایران او پاکستان ته قاچاق کېږي، دا کار د صرافانو په تاوان دی. د افغانستان د صرافانو سراسري ټولنې مخکې هم په دې اړه خپل مخالفت اعلان کړی. له افغانستان بانک او ټولو امنیتي ادارو څخه په جدي ډول غواړو چې د افغانستان په سرحدونو کې دې د سیمې هېوادونو ته د ډالرو د قاچاق مخه ونیسي."

که څه هم د طالبانو تر کنترول لاندې د افغانستان بانک په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور ازادي راډيو ته وویل، چې دوی تنه یې د افغانستان په سرحدي سیمو کې د ډالرو د قاچاق په تور نیولي دي.

ټکور وویل: "د هېواد د ټولو بندرونو او هوايي ډګرونو مسوولانو ته امر شوی چې د بهرنیو اسعارو په ځانګړي ډول د ډالرو د قاچاق مخه ونیسي. په دې وروستیو کې پولیسو په څو پېښو کې هغه کسان نیولي دي چې ډالر یې بهر ته قاچاق کول او عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي."

اقتصاد پوهان په دې باور دي چې له افغانستان څخه ګاونډیو هېوادونو ته د ډالرو قاچاق که له یوې خوا د افغانیو د ارزښت د کمېدو لامل کېږي، بله خوا د وارداتي توکو د بیو د لوړېدو لامل هم کېږي.

اقتصاد رپوه اظهارالحق فضلي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "د ډالرو قاچاق د افغانستان پر اقتصاد منقي اغېز کوي او کولای شي د تادیاتو په بیلانس هم منفي اثر ولري. دا چې افغانستان یو وارداتي هېواد دی او د اړتیا وړ ډېر توکي له بهر څخه واردوي، د ډالرو قاچاق به د بیو د لوړېدو سبب هم شي چې تاوان یې هم سوداګرو او هم عامو خلکو ته رسېږي."

په داسې حال کې چې د ۱۴۰۰ کال په سلواغې میاشت کې د افغانیو ارزښت د ډالرو په وړاندې په لویه کچه را ټيټ شو او حتی یو ډالر په بازار کې له ۱۰۰ په ډېرو افغانیو بدلېده.

خو ښکاري چې له څو میاشتو راهیسې له افغانستان سره د ملګرو ملتونو لخوا هره اوونۍ د ۴۰ میلیونه ډالرومرستې تر یوه حده د ډالرو په وړاندې د افغانیو د ارزښت ټيټيدلو مخه نیولې ده.

اقتصاد پوهان وايي، که ګاونډيو هېوادونو ته د ډالرو قاچاق دوام وکړي، امکان لري چې یو ځل بیا د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت ټيټ شي.

XS
SM
MD
LG