د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۷

د ډالر پر وړاندې د تمې خلاف د افغانیو لوړېدل؛ د دې بدلون لامل څه کیدای شي؟


شهزاده سرای
شهزاده سرای

د کابل د شهزاد سرای د صرافانو ټولنه وایي چې د پنج شنبې په ورځ یو ډالر په ۹۵ افغانیو بدلېده.

د دغې ټولنې مرستیال حاجي محمد داد ګل ازادي راډیو ته وویل:"د اوس لپاره افغانۍ ثبات پیدا کړی دی او له ۱۲۳ نه نن ۹۵ افغانیو ته رسېدلې او تبادله شوې ده."

  • خو د دې بدلون لامل څه دی؟

د افغانستان د مرکزي بانک ویاند محمد صابر مهمند ازادي راډیو ته وویل:" په ولایتونو کې او په ځانګړي ډول په سرحدي ولایتونو کې د افغانیو زیات ترویج او کارول؛ د صرافۍ په مارکیټونو کې د اصلاحاتو پیل او اړوندو ادارو سره په همغږۍ د اسعارو د قاچاق مخنیوی او دغه شان د بشري مرستو له لارې بازار ته د کافي ډالرو د راتللو د اسانتیاوو برابرول هغه لاملونه دي چې د افغانیو ارزښت یې لوړ کړی دی."

د افغانستان بانک ویاند صابر مومند
د افغانستان بانک ویاند صابر مومند

دغه بانک له افغانانو غواړي چې خپلې ټولې راکړې ورکړې په افغانیو وکړي.

خو د کابل ښار یو شمیر اوسیدونکي وایي که څه هم د افغانۍ پر وړاندې د ډالر بیه راټېټه شوې ده، خو بیا هم د خوراکي او نورو توکو په بیه کې کوم بدلون نه دی راغلی.

د کابل ښار اوسېدونکی ایرج نعیمي ازادي راډیو ته وویل:" په وروستیو کې د ډالرو د نرخونو راښکته کېدو خوشبینۍ پیدا کړې خو له بده مرغه دلته چې کله هم د ډالرو نرخونو پورته ځي نرخونه ورسره لوړیږي خو چې ښکته کېږي هغومره په نرخونو باندې اغیز نه کوي؛ هیله مو دا ده چې حکومت دغه ستونزې ته پام وکړي او د ډالرو د نرخ په ښکته کېدو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو نرخونه کنټرول کړي"

مندوي، په کابل کې د خوراکي او لومړنیو اړتیاوو تر ټولو لوی بازار
مندوي، په کابل کې د خوراکي او لومړنیو اړتیاوو تر ټولو لوی بازار

په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له پیل وروسته او په ځانګړي دول په تېرو څو میاشتو کې د یو شمېر بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ بیه ډېره راټېټه شوې وه؛ تر دې پورې چې د افغانستان په بازارونو کې یو ډالر ان تر ۱۲۵ افغانیو پورې هم تبادله شوی دی.

خو په تېرو دوه میاشتو کې د افغانۍ پر وړاندې د ډالر بیه کمه شوې او اوس یو ډالر په ۹۵ افغانیو بدلېږي.

XS
SM
MD
LG