د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۷

افغانستان کې اوسمهال روغتیایي وضعیت په کوم حالت کې دی؟


ارشیف: د کابل یو روغتون
ارشیف: د کابل یو روغتون

د طالبانو د حکومت د روغتیا سرپرست وزیر ډاکتر قلندر عباد وایي، هڅې یې پیل کړي چې د افغانستان په ټولو برخو کې ښه روغتیایي خدمتونه خلکو ته ورسېږي، خو په دې برخه کې یوه عمده ستونزه د مالي سرچینو او روغتیایي ظرفیتونو کموالی دی.

عباد وایي، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په لومړیو میاشتو کې نړیوالو له روغتیايي سکتور سره هغه مالي مرستې چې په تېر جمهوري نظام کې یې کولې، بندې یا کنګل کړې وې، خو دغه څه مرستې یې وروسته بېرته پیل کړې.

د افغانستان وګړي د نورو ناخوالو ترڅنګ له روغتیایي ستونزو هم ډې سرټکوي.

دا چې په افغانستان کې اوس روغتیایي وضعیت په کوم حالت کې دی او د روغتیا وزارت په دې برخه کې د موجودو ستونزو د هواري لپاره څه اقدامات کړي دي، نوریاس نوري په دې اړه له ښاغلي عباد سره مرکه کړې او په پیل کې یې ورڅخه پوښتنه کړې ده چې په افغانستان کې له بدلون وروسته د هېواد روغتیایي وضعیت په کوم حالت کې دی؟

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:09:35 0:00
XS
SM
MD
LG