د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۵ غبرګولی ۱۴۰۲ کابل ۰۶:۳۹

افغانستان

ارزګان کې د ۵۶ روغتيايي مرکزونو سره د طبي وسايلو مرسته وشوه

مرسته شوي توکي

ارزګان کې د 'موې' موسسې له خوا د دغه ولايت د ۵۶ روغتيايي مرکزونو سره د څه باندې ۲۹ ميليونه افغانيو په ارزښت د طبي وسايلو او درملو مرسته وشوه.

د دې موسسې ولايتي مسول پیدا والله ناصري ازادي راډيو وویل: "د څه باندې ۱۱ ميليونه افغانیو په ارزښت مو طبي او غېرې طبي وسايل او د ۱۸ نیم ميليونه افغانیو درمل مو پیرلي چې د ارزګان پر ۵۶ روغتیايي مرکزونو ته به يې ووېشو. د يادو مرستو په ترسره کېدو به په روغتونونو کې شته ستونزې حل شي."

پر ارزګان واکمن طالبان بیا د دغو مرستو هرکلی کوي او زياتوي چې د دغو مرستو سره به په روغتونونو کې پرتې ستونزې حل شي.

همدا راز د ولایتي روغتون سرطبیب ډاکټر عبدالغفار وطنوال دغه مرستې ګټورې ګڼي او وايي، یادو مرستو ته زیات اړتیا وه، خو په وینا یې دغه مرستې بسنه نه کوي او د نورو غوښتنه کوي.

عام خلک هم د يادې موسسې له خوا د ترسره شوېو مرستو هرکلی کوي او په خبره يې چې خلک په روغتيايي مرکزونو کې له سختو ستونزو سره لاس او ګريوان دي.

دا په داسې حال کې ده چې تردې مخکې هم دغه ولايت کې په روغتيايي مرکزونو کې خلکو د درمل او نورو روغتيايي اسانتياوو له نشت څخه شکايت کاوه او دې برخه کې یې د پاملرنې غوښتنه کوله.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د افغان کرکټ تر نولس کلونو د کم‌عمره ځوانانو د ظرفیت لوړونې کمپ پیل شو

د افغان کرکټ تر نولس کلونو د کم‌عمره ځوانانو لوبډله

افغان کرکټ بورډ خبر ورکړی چې تر نولس کلونو د کم‌عمره ځوانانو ملي لوبډلې لپاره یې د ظرفیت لوړونې ترنامه لاندې تمریناتي کمپ پیل کړی دی.

کرکټ بورډ د دوشنبې په ورځ د جون په ۵مه په یوه خبر کې ویلي چې دغه کمپ یې په کندهار ولایت کې پيل کړی دی او ۲۰ ورځې به دوام وکړي.

کرکټ بورډ لیکي: "په دغه کمپ کې د یادې لوبډلې ۲۸ تنه لوبغاړي ګډون لري چې د بېلابېلو روزونکو له‌خوا به د فزیکي تکړښت، توپوهنې، توپ اچونې، ډګر ساتنې او عمومي ظرفیت لوړونې په برخو کې له یادو لوبغاړو سره کار وشي."

د یادې ادارې په خبره چې تر دې کمپ وروسته به نولس کلنه ملي لوبډله د ایمرجېنګ ملي لوبډلې پر وړاندې ۴ یو ورځنۍ سیالۍ هم ترسره کړي.

د دې تمریناتي کمپ موخه راتلونکي اسیاجام او نړیوال جام ته د ملي نولس کلنې ملي لوبډلې چمتووالی ښودل شوی دی.

افغان کرکټ بورډ: د بنګله‌دېش پر وړاندې ټېسټ لوبې ته تمریناتي کمپ پیل شوی

د بنګله‌دېش پر وړاندې ټېسټ لوبې ته د پیل شوي تمریناتي کمپ څخه یو انځور

د افغانستان کرکټ بورډ خبر ورکړی چې د بنګله‌دېش پر وړاندې د یوازېنۍ ټېسټ لوبې لپاره یې د یو شمېر لوبغاړو ترمنځ په ننګرهار کې تمریناتي کمپ پیل کړی دی.

په دې خبر کې نه‌دي ویل شوي چې کوم لوبغاړي به د یاد هېواد پر وړاندې په دې ټېسټ سیالۍ کې ولوبېږي، خو په انځورنو کې لیدل کېږي چې د لوبغاړو ترڅنګ په‌کې ځينې پخواني لوبغاړي هم شته.

د دې لوبغاړو له ډلې نورعلي ځدراڼ، ناصرجمال، افسر ځاځی، شرف الدین، ابراهیم عبدالرحیمزی، بهیرشاه محبوب، سعید شیرزاد او ظاهرخان په انځورونو کې لیدل کېږي.

د ویلو ده چې د بنګله‌دېش او افغانستان ترمنځ به یوازېنۍ ټېسټ لوبه د جون میاشتې په ۱۴مه نېټه د بنګله‌دېش په پلازمېنه ډهاکه کې پیل شي.

ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره د غوښتل شوې بوديجې طرحه کې کموالی راوستی

د ملګرو ملتونو بیرغ

ملګرو ملتونو او نړیوالو مرستندویو موسسو د بسپنې په هغه طرح کې شاوخوا ۱،۴ میلیارد ډالر کموالی راوستی چې په روان ۲۰۲۳ کال کې یې د افغانستان لپاره غوښتې وه.

د نوي پلان له مخې ملګرو ملتونو له اړو افغانانو سره د بشري مرستو لپاره ۳،۲ میلیارد ډالر غوښتي، په داسې حال کې چې مخکې له دې یې د ۴،۶ میلیارد ډالرو غوښتنه کړې وه.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په افغانستان کې د مرستندویو موسسو په دفترونو کې د ښځینه کارکوونکو پر کار د طالبانو د بندیز له کبله بدلېدونکي وضعیت ته په پام سره دوی په دې پلان کې بدلون راوستی دی.

يونېسف: پنځه‌ نيم لکه افغان ماشومانو ته مو د زده‌کړو خدمتونه رسولي

ارشيف: په هلمند کې د يوه ښوونځي زده کوونکي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق يا یونېسف وایي، په تېره اپرېل میاشت کې یې څه باندې پنځه‌ نیم لکه افغان ماشومانو ته د زده‌کړو خدمتونه رسولي دي.

یونېسف دا خبره د ۲۰۲۳م کال په څلورم نمبر میاشتني راپور کې چې تازه خپور شوی کړې او لیکلي یې دي، د دغه شمېر ماشومانو ۵۹ فیصده یې وړې نجونې دي.

په راپور کې راغلي، د زده‌کړو دغه خدمتونه په دېرشو ولایتونو کې د نږدې ۱۸ زره ټولنیزو ټولګیو له‌خوا، چې یونېسف یې ملاتړ کوي، وړاندې شوي دي.

طالبانو د روان لمریز کال په لومړیو کې په کندهار او هلمند کې د یونېسف د سلګونه محلي ټولګیو د ځنډولو پرېکړه وکړه.

یونېسف داسې مهال ماشومانو ته د زده‌کړو رسولو هڅه کوي چې په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښونځي او د هغوی پوهنتونونه تړلي دي.

طالبانو په لرې پرتو سیمو کې د مخابراتي خدمتونو رسولو لپاره تړونونه لاسلیک کړي

دا تړونونه پرون په ارګ کې د طالبانو د رییس الوزرا د مرستیال ملا عبدالغني برادر په حضور کې د دوی د مخابراتو د وزیر او د ایم‌ټي‌این او افغان بيسیم شرکتونو تر منځ لاسلیک شوي.

د طالبانو حکومت د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې د مخابراتي خدمتونو د رسولو لپاره د ۳۶۵ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي شرکتونو سره تړونونه لاسلیک کړي

دا تړونونه پرون په ارګ کې د طالبانو د رییس الوزرا د مرستیال ملا عبدالغني برادر په حضور کې د دوی د مخابراتو د وزیر او د ایم‌ټي‌این او افغان بيسیم شرکتونو تر منځ لاسلیک شوي.

د تړونونو له مخې به افغان بیسیم او ایم‌ټي‌این مخابراتي شرکتونه د کندهار، نورستان، بدخشان، ارزګان، زابل، کنړ، ننګرهار او کابل ولایتونو کې د ۳۳ سایټونو د جوړېدو له لارې په هغو لرې پرتو سیمو کې چې خلک مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري؛ مخابراتي خدمتونه وړاندې کړي.

ملا برادر د دغو تړونونو د لاسلیک په مراسمو کې ویلي چې حکومت یې په ټول توان هڅه کوي د نورو برخو تر څنګ په ښه او لوړ کیفیت خلکو ته مخابراتي خدمتونه هم وړاندې کړي.

د طالبانو حکومت داسې وخت په لرو پرتو سیمو کې د مخابراتي خدمتونو د رسولو په هدف تړونونه لاسلیک کړي چې د جمهوري نظام پر مهال په اکثرو هغو سیمو کې چې جګړې روانې وې یا د طالبانو تر کنټرول لاندې وې د مخابراتي شبکو ستنې ماتېدې یا محدود فعالیت یې درلود.

د 'یو این ډي پي' نوی استازی: د افغانانو د هوساينې لپاره هڅې کوو

تصویر آرشیف: بیرق سازمان ملل

د ملګروملتونو د پراختیایي پروګرام یا 'یو این ډي پي' نوی استازی سټیفن روډریکوز وايي، بنسټیزو بشري خدمتونو ته د لاسرسي برابرول، د ښځینه متشبثینو ملاتړ او د میلیونونو افغانانو د ژوند د هوساینې لپاره هڅې کوي.

نوموړي پرون یکشنبه په خپل ټوېټر اکاونټ کې زیاته کړه چې دا خدمتونه د افغانانو لپاره خورا حیاتي دي او دی به یې د خپلو ملي او نړیوالو همکارانو ترڅنګ په مسوولیت او عزم سره ترسره کړي.

هغه د دې اوونۍ په پیل کې د 'یو این ډي پي' مشري په غاړه اخیستې.

سټیفن روډریکوز چې د جامایکا تبعه دی، تر دې مخکې په لایبریا کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام یا یو این ډي پي د استازولۍ مشر وو.

'آی او ایم' له ۲۰۰ زياتو زيانمن شويو کورنيو سره مرستې کړي

ارشیف: پکتیا کې د تېر کال د زلزلې له کبله یوې کورنۍ ته د اوښتو زیانونو انځور

په افغانستان کې د کډوالۍ نړیوال سازمان یا آی او ایم وايي، له دوه سوه زیاتو کورنیو سره یې نغدي مرسته کړې چې د طبیعي پېښو له امله ویجاړ شوي کورونه ترمیم کړي.

آی او ایم پرون په یوه ټویټ کې وویل چې دوی په بلخ کې له ۲۲۹ کورنیو سره مرسته کړې ده.

د دې ټویټ په دوام، د کډوالۍ نړیوال سازمان زیاته کړې، دوی ژمن دي چې په ټول افغانستان کې د ډېرو زیانمنو خلکو لپاره د سرپناه جوړولو په برخه کې مرستو ته دوام ورکړي.

تر دې مخکې د کډوالۍ نړیوال سازمان خبرداری ورکړی و، چې د باران موسم له پیل سره به د افغانستان په ډېرو سیمو کې سیلابونه او د ځمکې ښویېدنې پېښې رامنځته شي.

په دې وروستیو کې په افغانستان کې طبیعي پېښو یو شمېر کسان وژلي او بې کوره کړي دي.

کرکټ؛ سریلانکا د ۱۳۲ منډو په توپير افغانستان ته ماتې ورکړه

د افغانستان او سریلانکا له لوبو یو انځور

د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې په دویمې یو ورځنۍ سیالۍ کې خپل مېلمه افغانستان ته د ۱۳۲ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

دغه سیالي چې نن یکشنبه د جون ۴مه د سریلانکا په همبنټوټا ښار کې ترسره شوه، افغان لوبډلې پچه وګټله او توپ اچونه یې غوره کړه.

کوربه لوبډلې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو په ټاکلو ۵۰ اورونو کې ۳۲۳ منډې جوړې کړې.

سریلانکا ته کوسال مینډس ۷۸ او کرانورتنې ۵۱ منډې جوړې کړې.

په افغان توپ اچونکو کې بیا فریداحمد او محمدنبي ۲ـ۲، مجیب الرحمن او نوراحمد یوه ـ یوه ویکټ ترلاسه کړه.

افغانستان د ورکړل شول هدف په دوام د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۴۳ اورونو کې ۱۹۱ منډې جوړې کړې.

په دې سیالۍ کې ابراهیم ځدراڼ او حشمت الله شهيدي نیمه سلیزې ووهلې.

د سریلانکا دننجایا دیسیلوا د دې سیالۍ د غوره لوبغاړي په توګه ونومول شو، هغه ۲۹ ناسوځېدلې منډې کړې وې او ۳ مهمې ویکټې یې اخستې وې.

افغان لوبډلې بیا په لومړۍ ځل سیالۍ کې یاد هېواد ته په ۶ وېکټو ماتې ورکړې وه.

په دې سره به د دې لوبلړۍ د ګټونکي پرېکړه په وروستۍ سیالۍ کې کېږي، چې د روانې جون میاشتې په ۷مه نېټه به ترسره شي.

دوحه کې د افغانستان او پاکستان د پولیو د له منځه وړلو پر پروګرام د غونډې وروستۍ ورځ

د دوحې یوه څنډه

نن د قطر په پلازمېنه دوحه کې په افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ یا پولیو له منځه وړلو پر پروګرام د رابلل شوې مشورتي غونډې وروستۍ ورځ ده.

'د پولیو اړونده د تخنیکي مشورتي ډلې یا /TAG ناستې' په نوم دغه څلور-ورځنۍ غونډه د پنج شنبې په ورځ پیل شوې ده.

په افغانستان کې د یونیسف پولیو له منځه وړلو پروګرام د عامه اړیکو مسوول سید کمال شاه چې په دې مشورتي غونډه کې ګډون لري، ازادۍ راډیو ته وویل: "د جون میاشتې څلورمه نېټه به د دې غونډې وروستۍ ورځ وي، چې په هغه ورځ به ټګ یا تخینګي مشورتي ډله خپلې سپارښتنې افغانستان او پاکستان ته وړاندې کړي، تر څو تر دې وروسته د دغو هېوادونو د پولیو له منځه وړلو پروګرام د دغو سپارښتنو په رڼا کې مخ ته لاړ شي."

دا غونډه داسې وخت جوړېږي، چې همدا تېره اوونۍ په ننګرهار کې د ګوزڼ څلورمه مثبته پېښه هم ثبت شوه.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه دوه هېوادونه دي، چې د ماشومانو ګوزڼ لا هم په کې په بشپړ ډول ختم شوی نه دی.

کرکټ؛ سریلانکا افغانستان ته په دویمه یو ورځنۍ لوبه کې د ۳۲۴ منډو هدف وټاکه

د افغانستان او سریلانکا کرکټ لوبډلو ترمنځ د لوبې یو انځور

سریلانکا افغانستان ته د کرکټ په نننۍ پنځوس اووره یا یو ورځنۍ مسابقه کې د ۳۲۴ منډو هدف وټاکه.

په هامبان­ټوټا میدان کې د دې لوبې پچه یا ټاس سریلانکا وګاټه او د بېټېنګ کولو پرېکړه یې وکړه، چې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۳۲۳ منډې وکړې.

افغانستان وتوانېد تېره جمعه په خپله لومړۍ مسابقه کې دغه هېواد ته په شپږو ویکټو ماتې ورکړي.

دواړه هېوادونه به د راروانې چهارشنبې په ورځ خپله درېیمه یو ورځنۍ مسابقه هم وکړي.

که افغانستان یوه بله مسابقه هم وګټي د دې لوبلړۍ ګټونکی کېږي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG