د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۸

د کریمیا په یوه پوځي اډه کې چاودنې شوې


د کریمیا د نوو فیدوریوکه کلي ته نږدې هوايي ډګر د مهماتو په زېرمتون کې چاودنې شوي.
د کریمیا د نوو فیدوریوکه کلي ته نږدې هوايي ډګر د مهماتو په زېرمتون کې چاودنې شوي.

له اوکراینه د جلا کړای شوې کریمیا ټاپووزمې چارواکو پرون په یوه پوځي هوايي ډګر کې د چاودنو خبر ورکړ.

د روسیې دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې وویل چې د نوو فیدوریوکه کلي ته نږدې هوايي ډګر د مهماتو په زېرمتون کې چاودنه شوې ده.

د روسیې دفاع وزارت د چاودنې د لاملونو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي خو یوازې دومره یې ویلي چې دغې چاودنې تلفات نه دي اړولي او نه یې هم پوځي الوتکو ته زیان رسولی.

کریمیا چې روسیې په ۲۰۱۴ کال له اوکراینه جلا او له خپلې خاورې سره یوځای کړه، دا لومړی ځل دی چې پر اوکراین د روسیې د یرغل راهیسې یې په یوه پوځي هوایي ډګر کې چاودنې کېږي.

تر دې مخکې د کریمیا په بندري ښار سواستوپول کې د روسیې د تور سمندرګي د سمندري ځواکونو د قرارګاه په دننه کې د یوې بې پیلوټه الوتکې په برید کې د روسیې د سمندري ځواک د پنځو غړیو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی و.

په عین حال کې ملګرو ملتونو په راتلونکو میاشتو کې په اوکراین کې د بشري بحران د زیاتېدو خبرداری ورکړی دی.

د ملګروملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټیریش ویاند سټیفن دوجاریک په دې وروستیو کې په نیویارک کې په یوه خبري غونډه کې وویل: "د اوکراین د نفوس څه باندې یو پر څلورمه برخه، یعنې ۱۷،۷ میلیونه نارینه، ښځې او ماشومان به په راتلونکو میاشتو کې بشري مرستو ته اړتیا ولري. دا د هغو شمېرو شاوخوا دوه میلیونه تنه زیات دي چې موږ یې په اپرېل میاشت کې اټکل کړي و."

د ښاغلي دوجاریک په خبره له اوکراین سره د بشري مرستو اړتیاوې له ۲،۲۵ میلیارد ډالرو څخه ۴،۳ میلیارد ډالرو ته پورته شوي دي.

روسیې د فبرورۍ په ۲۴مه پر اوکراین یرغل وکړ چې په نتیجه کې یې دې هېواد ته د سرو مال ډې تاوانونه رسېدلي دي.

XS
SM
MD
LG