د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۸

د کابل کارته سخي سيمه کې لس ساعته نښته؛ طالبان: دوه طالبان او ۴ داعشيان وژل شوي


آرشیف
آرشیف

د کابل په دریمه حوزه کې د طالبانو او یو شمېر بریدګرو تر منځ نښته له څو ساعتو وروسته ماښام مهال پای ته ورسېده.

طالبانو تأيید کړې چې د دوی دوه عسکر وژل شوي او په ځواب کې یې ۴ بریدګر چې د دوی په خبره داعشیان وو؛ وژلي.

بریدګر د کابل په درېیمه حوزه کې کارته سخي سیمې سره ځای پر ځای شوي وو.

په کابل کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ازادي راډيو ته تأيید کړه چې جګړه کې د دوی ځينې عسکرو ته هم مرګژوبله اوښتې خو په خبره یې چې بریدګر یې له منځه وړي.

نوموړي ويلي: "د چاڼیزو عملیاتو په پایله کې چې د (شریرو عناصرو) پټنځای وو یو شمېر (هلاک) شول او یو تن یې ژوندی ونیول شو.همدارنګه په دې عملیاتو کې زموږ یوه ښځینه پولیسه او یو پولیس شهیدان شول او څلور نور پولیس مو ټپیان شول."

د کابل کارته سخي سيمه کې دې نښتې لس ساعته دوام وکړ.
د کابل کارته سخي سيمه کې دې نښتې لس ساعته دوام وکړ.

دغه راز خالد ځدراڼ ازادي راډيو سره په خبرو کې د بریدګرو د هدف او دا چې ولې جګړه اوږده شوه وویل: "څو ساعتونو ځکه دوام وکړ چې زموږ ځواکونو دا جګړه په ډېر دقت سره پر مخ وړله څو ملکي وګړو او یا هلته ملکي ودانیو ته زیان ونه رسیږي. د دوی هدف اهل تشیع هېوادوالو په غونډو باندې برید وو. دې ورځو کې چې محرم میاشت دې زرګونه زموږ شیعه هېوادوال راټولیږي."

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم په دې اړه ټويټ کړی او ویلي یې دي چې څلور داعش بریدګر په دې نښته کې د طالبانو له لوري وژل شوي.

نښته د کابل سخي زیارت ته نږدې چې پخوا هم د ګڼو داسې بریدونو او چاودنو شاهد و نږدې لس ساعته روانه وه.

د سیمې خلکو په خواله رسنیو د دې نښتو ویډیوګانې خپرولې او د ډزو او چاودنو له شدته یې اندېښنه ښکاروله.

په یوه ویډیو کې چې له یوه کوره ډکه شوې د یوه ماشوم اندېښمن غږ اورېدل کېږي او پلار یې وايي: "بله چاره نه لرو دا راپېښه ده."

XS
SM
MD
LG