د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۷

روسیې لاتویا ته د ګازو د لېږد بهیر بند کړ


ارشیف: لاتویا ته د ګازو د لېږد دستګاه
ارشیف: لاتویا ته د ګازو د لېږد دستګاه

د روسیې د ګاز دولتي شرکت ګازپروم لاتویا ته د ګازو د لېږد بهیر بند کړ.

د روسیې د ګاز دولتي شرکت ګازپروم لاتویا ته د طبیعي ګازو د لېږد بهیر ظاهراً د ګاز له قرارداد څخه د سرغړونې په دلیل ودراوه.

روسیې له دې مخکې نورو اروپايي هېوادونو، هنګري، بلغاریا، فنلنډ، هالنډ او ډنمارک ته هم د ګاز لېږد په دې دلیل بند کړ، چې د ګاز د لګښت د ورکړې لپاره یې د روسيې په بانک کې د روبلي حساب د جوړولو په برخه کې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د امر له منلو ډډه وکړه.

د روسیې د طبیعي ګاز لوی شرکت ګازپروم پرون د جولای ۳۰مه په یوه لنډه اعلامیه کې وویل لاتویا ته د طبیعي ګاز د لېږد بهیر یې ځکه درولی دی، چې د دې شرکت په وینا لاتویا د ګاز د استخراج شرایط تر پښو لاندې کړي دي.

ګاز پروم دا اقدام یوه ورځ وروسته له هغه کوي چې د لاتویا د انرژۍ شرکت لاتویاس ګاز وویل، له روسیې څخه به ګاز واخلي خو له ګازپروم څخه نه.

دې شرکت په دې اړه چې له چا څخه په کومو شرایطو ګاز اخلي او آیا پیسې به یې په یورو ورکوي که په روبل، نور جزییات نه دي ورکړي.

د روسیې د ګازپروم شرکت نښه
د روسیې د ګازپروم شرکت نښه

وروسته له دې چې اروپايي ټولنې پر اوکراین د یرغل له وجې پر مسکو بندیزونه ولګول، ولسمشر پوتین په مارچ میاشت کې وویل، هغه بهرني پېرودنکي چې د روسیې دوستان نه دي، باید ګازپروم ته د ګاز پیسې د ډالرو او یورو پرځای په روسي روبل ورکړي.

کریملین ویلي دي، چې د روسیې د طبیعي ګاز پېرودنکي باید د روسیې په درېیم لوی بانک ګازپروم بانک کې یو حساب په ډالرو یا یورو او یو بل په روسي روبلو پرانېزي او بانک به یې په روبلو بدلوي.

اروپايي کمېسیون خبرداری ورکړی، چې د پوتین د دې امر ته غاړه ایښودل به د اروپايي ټولنې له بندیزونو د سرغړونې په معنا وي.

دې کمېسیون له اروپايي شرکتونو غوښتي دي چې له ګازپروم سره د شویو قراردادونو په اساس چې تر ډېره د یورو یا ډالرو په اساس شوي دي معامله وکړي.

د لاتویا حکومت په دې وروستیو کې اعلان وکړ، چې غواړي د روسیې د طبیعي ګاز واردات د ۲۰۲۳ کال له جنوري میاشتې څخه په بشپړ ډول بند کړي.

لاتویا تېرکال خپل د اړتیا وړ ګاز په سلو کې نوي له روسیې څخه اخیسته خو اوس د انرژۍ د تنوع او د خپلو سټراتیژیکو زېرمو د رامنځته کولو هڅه کوي.

لاتویا اوسمهال له خپل ګاونډي هېواد لیتوانیا څخه د طبیعي ګاز واردول او د طبیعي ګاز د زېرمو جوړول پیل کړي دي.

XS
SM
MD
LG