افغانستان
طالبان: د اوسپنې پټلۍ په مرسته د زرګونه ټنه توکو صادرات او واردات شوي

په وروستیو دوو اونیو کې د اوسپنې پټلۍ په مرسته له افغانستانه څه باندې ۹ زره ټنه توکي صادر او څه باندې ۸۰ زره ټنه توکي وارد شوي دي.
د طالبانو حکومت په مشرۍ د اوسپنې پټلۍ ادارې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په تېرو دوو اونیو کې د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۵۰ زره ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۷ زره ټنه او د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۱۴ زره ټنه سوداګریز توکي افغانستان ته وارد شوي، چې ډېری یې تېل او ګاز وو.
د یادې ادارې د معلوماتو پر بنسټ، په دې موده کې په مجموعي توګه له افغانستانه ۹ زره و ۷۵۶ ټنه توکي صادر شوي، چې لویه برخه یې ممیز وو.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ملګري ملتونه: په افغانستان کې د بېځایه شویو او زیانګالو ډلو ملاتړ ته ژمن یو

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري وايي، له خپلو شریکانو سره یوځای په افغانستان کې درې نیم میلیونه داخلي بېځایه شویو او نورو زیانګالو ډلو ملاتړ ته ژمن دي.
د دغې ادارې د پروني ټویټ له مخې دغه شمېر کسان د شخړو او نورو ستونزو له کبله د خپلو مېنو پرېښودو ته مجبوره شوي دي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري وايي، د دغو کسانو د اړتیاوو پوره کولو لپاره دوی پر خپلو تمویلوونکو حساب کوي، ځکه د دوی عاجل ملاتړ ته اړتیا لیدل کېږي.
که څه هم په افغانستان کې امنیتي وضعیت نسبتاً ښه شوی، خو په لسګونو زره کورنۍ لا هم نه دي توانېدلي خپلو اصلو مېنو ته ستنې شي.
ملګري ملتونه: میلیونونه افغان مېرمنې رواني ملاتړ ته اړتیا لري

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق وايي، په دغه هېواد کې دوه ملیونه او ۲ لکه زیانګالې مېرمنې او نجونې چې عمرونه یې د ۱۵ او ۴۹ کلونو ترمنځ دي رواني ملاتړ ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو دغې ادارې پرون په خپل رسمي ټویټر کې لیکلي، چې دغه ښځې او نجونې د خوندیتوب او ښې روغتیا لپاره هم لاسنیوي ته اړتیا لري.
وروسته له هغې چې طالبانو کال مخکې پر افغانستان ولکه ټینګه کړه، د نجونو پرمخ یې تر شپږم پورته ټولګي وتړل او ګڼې ښځې یې له کاره منع کړې.
په ځینو راپورونو کې ویل شوي، چې دې وضعیت د افغان نجونو او ښځو پر وضعیت په رواني لحاظ ډېر منفي تاثیرات کړي دي.
په افغانستان کې د کرونا ویروس ۲۰۰ تازه مثبتې پېښې ثبت شوي

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، کرونا ویروس یا کوویډـ۱۹ ناروغي لا هم ختمه شوې نه ده.
په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان څانګې پرون په یوه اطلاعیه کې له ځوانانو غوښتنه کړې چې له کرونا ویروس د خوندیتوب لپاره پخوانۍ سپارښتنې رعایت کړي، چې هغه د ماسک کارول، د کرونا ضد واکسین لګول، له نورو د جسمي فاصلې رعایتول، په وار- وار په صابون لاس مینځل او له نورو خلکو سره د خپلو وسایلو نه شریکول دي.
د ولدومیټرز ویبسایټ په وینا، په افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې نږدې یو لک او ۹۰زرو ته رسېږي او پرون هم د څه باندې ۲۰۰ مثبتو پېښو راپور ورکړل شوی دی.
افغان کرکټ ملي لوبډلې خپله وروستۍ لوبه ایرلنډ ته وبایلله

ایرلنډ افغانستان ته د کرکټ په پرونۍ شل اووره مسابقه کې په ماتې ورکولو سره د دې لوبلړۍ ګټونکی شو.
پرونۍ لوبه افغانستان پیل کړه، چې په ۱۵ اوورونو کې یې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره ۹۵ منډې وکړې.
لوبه د باران له کبله وځنډېده او بالاخره پرېکړه وشوه، چې ایرلنډ به په ۷ اوورونو کې ۵۶ منډې کوي.
افغانستان د دغو پنځو مسابقې دوې هغه ګټلې او ۳ یې ایرلنډ وګټلې.
کابل کې د یوه جومات دننه چاودنه شوې

نن چهارشنبه ماښام د کابل ښار په شمال کې د یوه جومات دننه چاودنه شوې ده.
د طالبانو د حکومت د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ازادي راډیو ته په یوه لېږل شوي پیغام کې پېښه تایید کړې ده.
هغه لیکلي: "د ۱۷مې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د یوه جومات دننه د ماښام لمانځه پرمهال چاودنه رامنځته شوې چې متاسفانه تلفات لري."
هغه د چاودنې بڼې او اوښتو تلفاتو په اړه جزییات ورنه کړل، خو په خبره یې د طالبانو امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او څېړنې پیل شوي دي.
د سیمه ییزو رسنیو د معلوماتو پر بنسټ د خیرخانې مېنې سرکوتل سیمه کې د ابوبکر صدیق جومات دننه چاودنه شوې ده.
دا چاودنه داسې مهال شوې چې دوه ورځې وړاندې د کابل په دارالامان پر سړک د یوې چاودنې له امله دوه کسان ټپیان شوي دي.
په دې وروستیو کې کابل ښار کې چاودنې زیاتې شوي چې تلفات هم لري.
د دغو پېښو د زیاتوالي له امله کابل ښاریان اندېښمن شوي دي.
د نن ورځې د چاودنې مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.
خو د محرم په ورځو کې د شویو چاودنو مسوولیت داعش ډلې منلی و.
ملګري ملتونه: لا هم افغانستان کې ډېرې میندې د زېږون پرمهال مري

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق وایي، په آسیا پاسفیک سیمه کې افغانستان هغه هېواد دی چې تر ټولو زیاتې میندې د زېږون په مهال په کې مري.
دغې ادارې نن په یوه ټوېټ کې ویلي چې په دې هېواد کې په هرو سل زره میندو کې چې ماشومان زېږوي، ۶۳۸ یې مري.
دغې اداري ویلي چې که د میندو روغتیا ته سمدستي او دوامداره پاملرنه ونه شي نو تر۲۰۲۵ کال پورې به دوی د ۵۱ زره نورو میندو د مړه کېدو شاهدان واوسي.
د تېرکال په اګسټ کې د طالبانو د بیا واک ته رسېدو وروسته چې له افغانستان سره نړیوالې مرستې کمې شوې او په دې هېواد کې بې وزلي زیاته شوې، په اولاد د میندو د مړینو د شمېر زیاتوالي ته هم اندېښنې زیاتې شوي دي.
اوچا: د اقلیم د بدلون اغېزې ویجاړونکې دي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کونکې اداره یا اوچا وایي، د اقلیم د بدلون اغېزې ویجاړونکې دي.
اوچا په یوه ټوېټ کې ویلي چې بشرپاله لوبغاړو په افغانستان کې د جون له میاشتې راهیسې د شدیدو ورښتونو او ناڅاپي سېلابونو له زیانمن شویو ۵۵ زره کسانو سره بېړنۍ مرستې کړي دي.
اوچا ویلي چې دغه زیانمن شوي له ژمي د مخه نور ملاتړ ته اړتیا لري.
په دې وروستیو کې د ننګرهار، پروان، کاپیسا، غزني او ارزګان په ګډون د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې د شدیدو وروښتونو په نتیجه کې ناڅاپي سېلابونه راوتلي چې په لسګونو کسانو ته یې پرمرګ ژوبلې سربېره لسګونه کورونه ویجاړ یا زیانمن کړي او لسګونه زره جریبه کرنیزه ځمکه یې خرابه کړې ده.
لندسي ګراهام: پر امريکا له افغانستانه د تروريستي بريد امکان شته

امریکایی سناتور لندسي ګراهام وایي، پر امریکا او متحدانو یې د داسې تروروستي برید امکانات شته چې ریښه یې په افغانستان کې وي.
ښاغلي ګراهام په ټویټر کې لیکلي دي چې په افغانستان کې د القاعده رونیز کمپونه د بیا را ژوندي کېدو په حال کې دي.
په افغانستان کې د القاعده شبکې هلو ځلو ته وروسته تر دې اندېښنې زیاتې شوې دي چې د تېرې جولای میاشتې په وروستیو کې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري د کابل په شېرپور کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.
د طالبانو حکومت ويلي دي، تر اوسه يې داسې شواهد نه دي موندلي چې د القاعده شبکې مشر ايمن الظواهري دې په کابل کې وژل شوی وي.
استراليا يو شمېر افغان ورزشکارانو ته پناه ورکړې

استرالیا نن وویل چې د توکیو په المپیک کې د افغانستان د بیرغ لېږدونکې کیمیا یوسفي او یو شمېر نور افغان لوبغاړو ته یې له خپلو کورنیو سره په استرالیا کې پناه ورکړې ده.
د استرالیا د المپیک کمېټې وویل چې د المپیک په ارتباط یې په وروستیو کې پنځه افغانې کورنۍ منلې دي.
د جون له میاشتې را وروسته تر اوسه یو دېرش افغان لوبغاړي استرالیا ته رسېدلي دي.
د تېر جمهوري نظام له سقوط وروسته يو شمېر ورزشکارانو د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې پناه اخيستې ده.
د افغانستان په لیرې پرتو سیمو کې هره مياشت ۲۴زره ميندې نوي ماشومان زېږوي

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق وايي، د افغانستان په لیرو پرتو سیمو کې هره میاشت ۲۴زره میندې نوي ماشومان زېږوي.
د دې ادارې په خبره دغه میندې د زېږون پر مهال د روزل شویو قابله ګانو او دایه ګانو ملاتړ ته اړتیا لري، په ځانګړي ډول په اوسني وخت کې چې په افغانستان کې بشري بحران اوج ته رسېدلی دی.
تر دې مخکې هم شکایتونه کېدل چې د افغانستان په لیرو پرتو سیمو کې خلکو ته وړ روغتیايي خدمات نه وړاندې کېږي.
په لیرې پرتو سیمو کې د سم روغتيايي خدماتو نه وړاندې کول او د قابلو نشتون له امله ډېری وخت د مور او ماشوم مړینه رامتځته کېږي.
هلمند او کندهار کې ۲۵ زره کروندګرو سره مرستې شوي

ملګري ملتونه وايي، په هلمند او کندهار ولایتونو کې ۲۵زره کروندګرو د معیشت په برخه کې مرستې ترلاسه کړې.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو څانګې پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، وروسته له هغې چې د کوکنارو پر کښت بندیز ولګېد، د افغانستان په لیرو پرتو سیمو کې د بېوزلۍ او د خوړو د نه خوندیتوب په وړاندې بل بدیل وړاندې نه شو.
ملګري ملتونه وايي د نشه یي توکو او جرمونو په وړاندې د دوی د مبارزې څانګې په هلمند او کندهار کې بزګرو ته دغه ملاتړ برابر کړی.
د ملګرو ملتونو په وینا، هلمند او کندهار د افغانستان په سطحه د تاریاکو ۷۲ فیصده برخه تولیدوي.
طالبانو د روان لمریز کال په لومړیو کې د کوکنارو پر کښت او د نشه یي موادو پر کار و بار بندیز اعلان کړ.
د افغانستان بانک نن ۱۱ ميليون امريکايي ډالر ليلاموي

د افغانستان بانک وايي، په پام کې لري نن چهارشنبه ۱۱ ميلیون امریکايي ډالره په ازاد بازار کې د داوطلبۍ په ډول لیلام کړي.
دغه بانک پرون په یوه لنډکۍ اعلامیه کې دغه خبر ورکړی دی.
د افغانستان بانک د بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانیو د ثبات لپاره هره اوونۍ ډالر لیلاموي.
خلک وايي، که څه هم د افغانیو ارزښت یو څه ثابت پاتې شوی، خو په بازارونو کې د خوراکي او نورو ضروري توکو بیې خورا لوړې شوې دي.
يونېسف: تېر يو کال کې مو د '۴۵۷' زره خوارځواکو ماشومانو درملنه کړې

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف وايي، د ۲۰۲۱م کال د اګست له میاشتې راهیسې یې د ۴۵۷ زره هغو ماشومانو درملنه کړې، چې په شدیده خوارځواکۍ اخته وو.
د دې ادارې د پروني ټویټ له مخې دغه څلور لکه اووه پنځوس زره ماشومان وژغورل شول، خو دغومره شمېر نور د رغېدو لپاره دویم چانس لري.
په وروستیو کې ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی و، چې په افغانستان کې شا و خوا یو ميلیون ماشومان د خوارځواکۍ له کبله د مرګ له ګواښ سره مخامخ دي.
افغانستان کې وروستۍ طبيعي پېښې او کمزوری اقتصاد هغه لاملونه دي چې ماشومانو او کورنيو ته کافي خواړه نهرسېږي چې له امله يې ماشومان په خوارځواکۍ اخته کېږي.
زابل: ۶۰۰۰ بې ځايه شويو کسانو سره مرسته وشوه

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري یا (UNHCR) وايي، روانه اوونۍ شا و خوا ۶۰۰۰ هغو کسانو چې د زابل ولایت مرکز کلات ښار ته په خپله خوښه ستانه شوي، د بیا ادغام ملاتړ او مرسته ترلاسه کړه.
دغې ادارې پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا چې بېځایه شوي کسان خپلو اصلي مېنو ته ستنېدل غوره ګڼي، د UNHCR له خوا یې ارزونه کېږي چې د سرپناه په برخه کې څه مرسته ورسره وشي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري وايي د بېلابېلو افتونو له کبله یو نیم ميلیون افغانان دا مهال له خپلو مېنو بېځایه دي او درې نیم ميلیون نور د شخړو له کبله بېځایه شوي دي.
د خوړو نړيوال پروګرام: د توکو د بيو لوړوالی به ګڼې کورنۍ د لوږې له ګواښ سره مخ کړي

د افغانستان لپاره د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیو اف پي وایي، په افغانستان کې د خوراکي موادو د بیو بېساری لوړوالی به په دې هېواد کې ډېرې نورې کورنۍ له لوږې سره مخامخې کړي.
ډبلیو اف پي په یوه ټویټ کې ویلي چې په افغانستان کې په اوس وخت کې نږدې نولس ميلیون وګړي د خوړو له شدید نه خوندیتوب سره مخامخ دي او شپږ ميلیونه یې هم قحطۍ ته ورنږدې دي.
ډبیلو اف پي ویلي، له دغو اړمنو کسانو سره د مرستو د دوام لپاره د روان کال تر پایه ۹۶۰ ميلیون ډالرو ته اړتیا لري.
د خوړو نړیوال پروګرام ډبیلو اف پي پرون په یوه بل ټویټ کې ویلي چې روان کال یې په افغانستان کې له ۲۱ ميلیون زیاتو زیانګالو خلکو سره مرستې کړي خو له دغو مرستو سره سره لوږه نهده کمه شوې او اوس هم په ميلیونونو کسان هره شپه وږي بیدیږي.