د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۲

راپور: تېره میاشت لسګونه پاکستانۍ ښځې او ماشومان تښتول شوي


ارشیف
ارشیف

په پاکستان کې د ښځو او ماشومانو د ملاتړ ټولنو په خپل میاشتني راپور کې ویلي، چې تېره میاشت په دغه هېواد کې تر یو نیم سل ډېرې ښځې او تر ۶۰ ډېر ماشومان تښتول شوي دي.

په پاکستان کې د دوامدار ټولنیز پرمختګ په نوم د ښځو او ماشومانو د ملاتړ یوې غیرحکومتي موسسې په یوه راپور کې ویلي، چې یوازې په تېر جون میاشت کې په دغه هېواد کې لږترلږه ۱۵۷ ښځې تښتول شوي، پر ۱۱۲ تشدد شوی او په کابو ۹۱ نورو جنسي تېری شوی دی.

دې موسسې په دې اندېښنه ښوولې، چې تښتول شوې ښځې عموماً د ناوړه جنسي استفادې لپاره پلورل کېږي.

د ښځو او ماشومانو پر ضد د تاوتریخوالي په اړه په دې راپور کې ویل شوي، چې په یاده موده کې لږترلږه له ۱۸۰ ماشومانو سره جنسي تېری او بدني تشدد شوی دی.

په پاکستان کې د دوامدار ټولنیز پرمختګ موسسې په خپل میاشتني راپور کې، چې د سنتر فار ریسرچ یا د څېړنې د مرکز په همکارۍ یې چمتو کړی، ویلي چې د ښځو د تښتولو په ټولټال ۱۵۷ پېښو کې ۱۰۸ یې په پنحاب ایالت کې شوي دي.

په راپور کې راغلي، چې ۲۲ نورې ښځې په سند، ۶ په خیبرپښتونخوا او ۴ په بلوچستان کې تښتول شوې دي.

په دې راپور کې د پاکستان د پلازمېنې اسلام اباد جلا یادونه شوې او ویل شوي، چې په جون میاشت کې په اسلام اباد کې د ۱۷ ښځو د تښتول کېدو راپور ورکړای شوی دی.

په راپور کې یادونه شوې، چې له ښځو سره د تاوتریخوالي تر ټولو ډېرې پېښې هم په پنجاب ایالت کې شوي یا لږترلږه په پنحاب کې ډېرې پېښې ثبت شوې دي.

له ۱۲۲ پېښو څخه ۶۶ په پنجاب او نورې له ۳ ایالتونو او مرکز اسلام اباد سره تړاو لري.

راپور وايي، چې په جون میاشت کې د ناموس په نوم ۷ ښځې وژل شوي دي.

د راپور له مخې، په جون میاشت کې په پاکستان کې د ماشومانو د جنسي تېري ۹۳ پېښې ثبت شوي چې تر ټولو ډېرې یعني ۳۶ په پنحاب او ۲۸ په خیبرپښتونخوا کې شوي دي.

راپور وايي، چې تېره میاشت په پاکستان کې د ۶۴ ماشومانو د تښتول کېدو پېښې ثبت شوي دي.

XS
SM
MD
LG