د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ زمری ۱۴۰۱ کابل ۱۰:۵۶

په ماشومتوب کې د مور له غېږ جلا شوې ناهيد لسيزې وروسته د خپلې کورنۍ په لټه کې


ناهيد وکيلي

په افغانستان کې څو لسیزې جګړې او طبعي پېښې ډېرې داسې کیسې لري، چې په اورېدلو ارزي.

څوک وژل شوي، چا په کې ټپ لیدلی، څوک د وطن او څوک هم په کوچینوالي د مور او پلار له غېږې بېل شوي دي.

له دې کیسو، یوه یې د ناهید وکیلي ده، هغه چې له لسیزو ورسته خبره شوې، چې په ماشومتوب کې له غېږ اخیستل شوې، یا فرزندي ورکړل شوې او اوس په خپلې کورنۍ پسې ګرځي.

ناهید وکیلي، نېږدې شپېته کلنه ده، د افغانستان د غور ولایت اصلي اوسېدونکې ده او اوس د امریکا د متحده ایالاتو په نیویارک کې اوسېږي.

کیسه کوي، ماشومه وه، چې د محمد ظاهر شاه د واکمنۍ په ورستیو کې د غور په اهنګرانو کې د دوی په سیمه کې وچکالي راغله.

په خبره یې له یادې سیمې ۳۰۰ ماشومان د کابل مرستون ته راوړل شول، په دې ماشومانو کې دا هم وه، چې وروسته یوې کورنۍ ته په فرزندي ورکړل شوه او له خپلې اصلي کورنۍ لرې شوې.

د نوموړې په خبره په دې کیسه نه پوهېده، تازه ځني کسانو، خبره کړې او دا اوس د خپلې کورنۍ د غړو په لټه کې ده.

نوموړې ويلي: "۴۲ کاله کېږي، چې دلته اوسېږم، زه په فرزندي اخیستل شوې وم، زه مې د کورنۍ په لټه کې یم، غواړم خپله کورنۍ مې پیدا کړم، یو نیم کال کېږي په دې خبره پوهه شوې یم چې د غور ولایت یم او په فرزندي اخیستل شوې یم."

ناهید تر اوسه یوازې د پلار په نوم پوهېدلې او دا چې څه یې کول، خو په دې هم نه پوهېږي، چې کوم معلومات یې چې ترلاسه کړي، دا سم دي که نه.

نوموړې وايي، دا معلومات یې د خپلو یو شمېر دوستانو په مرسته تر لاسه کړي.

هغې ويلي: "زه په یو نوم پوهېږم، که د غور قومونه یې وپېژني، یو سپین ږیری و د رحمت الله په نوم، چې شپون و او هغه مهال چې وچکالي وه، زه یې د کابل مرستون ته رالېږلې وم، زه په رحمت الله پسې ګرځم، چې د اهنګرانو دی، زه یې لور یم."

ناهید د کومو کسانو چې دی په فرزندي ورکړل شوې داسې پېژندګلوي کوي: "زه د افغان فرانسوۍ له خوا په فرزندي اخیستل شوې وم، چې هغه مهال یې د افغانستان تابعیت اخیستی و، خاوند یې افغان هندي و، یعنې د هند و خو ده هم د افغانستان تابعیت اخیستی و. دوی واده کړی و، کابل کې اوسېدل، چې ما له فرزندي اخیستلو ورسته پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل پر مهال له افغانستانه ووتو او نیويارک ته راغلي یو."

ناهید وايي، دغه کسان زهره ایین او عبدالرحیم وکیلي نومېږي.

د دې په خبره، عبدالرحیم وکیلي هغه مهال په کابل کې د یونېسف ادارې رییس و او زهره ايين هم له یوې امریکايي کمپنۍ سره کار کولو او پخوا کاپیسا ولایت کې اوسېدل.

ناهید وايي، له کله چې له دې کیسې خبره شوې، ښه احساس نه‌لري.

دی وايي ، خبرونه اوري، او دا یې اورېدلي چې په افغانستان کې دا مهال افغانان د وچکالۍ، زلزلو او ورستیو سیاسي بدلونونو له امله له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دي، ان تر دې چې د دې په خبره یو شمېر کورنۍ دا چې خپل ماشومان نه‌شي مړولی هغوی خرڅوي.

نوموړې مېندو او پلرونو ته په ځانګړي پيغام کې وويل: "زه چې خبرونه اورم ډېره خپه کېږم، چې افغانستان کې بې وزلۍ او لوږه راغلې او خلک خپل ماشومان خرڅوي، دا ما ډېره خپه کوي، ځکه زما کیسې ته ورته ده، که دوی ورسته پوه شي، چې خرڅ شوي ډېر اغېز به پر دوی وکړي، خدای دې وکړي، څوک چې دا کار کوي په دې موضوع فکر وکړي"

ناهید له نړیوالو غواړي چې په داسې یو وضعیت کې له افغانانو سره مرسته وکړي.

نوموړې وايي: "زه له امریکا، روسیې، لویدیځو هېوادونو غواړم، چې مرسته وکړي، دغه شان زه له اسلامي هېوادونو هم همدا هیله لرم، دوی تل غلي دي او مرسته هم نه کوي، باید بشري مرستې وکړي، خلک خپل ماشومان خرڅوي، د خدای په خاطر تاسې باید له افغانانو سره مرسته وکړئ."

دا یوازې د ناهید کیسه نه ده، ښايي په افغانستان کې څو لسیزې جګړې او طبعي پېښې ډېرې نورې داسې کیسې هم ولري، چې تر رسنیو او خلکو نه دي رسېدلي.

د راپورونو له مخې په دې ورستیو کې د پکتیکا ولایت په ګیان ولسوالۍ کې هم څو ماشومان چې د کورنۍ غړي یې په زلزله کې مړه شوې ځانته پاتې دي، چې تصویرونه یې یو شمېر رسنیو او د خواله رسنیو کارکونکو خپاره کړي ول.

ممکن ناهید وکیلي د خپلې کورنۍ پیدا کولو ته هیله من وي، خو د ګیان ماشومان به یې یوازې او یوازې د قبرونو شناختې لولي.

XS
SM
MD
LG