د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ زمری ۱۴۰۱ کابل ۰۸:۳۸

څېړنه: فضا ته تګ د انسانانو پر هډوکو اغېزه کوي


آرشیف

پر ستورمزلو یا فضا نوردانو د یوې نوې څېړنې نتیجې ښودلې، چې فضا ته تګ د انسانانو پر هډوکو اغېزه کوي.

پر اولسو ستورمزلو یا فضا نوردانو چې نړیوالې فضایي اډې ته تللي، د ترسره شوې څېړنې په نتیجه معلومه شوې چې د هغوی هډوکي اولس سلنه کوچني شوي دي.

د دغې څېړنې نتیجه فضایي څېړونکو او ساینسپوهانو ته د دې بشپړ درک په لاس ورکوي، چې فضا ته سفر د انسانانو پر بدن څه ډول اغېز کوي یا هغه مرحلې چې کولای شي د انسان بدن کوچني کړي.

لرې فضا ته د انسانانو د راتلونکو احتمالي ماموریتونو د مخه دغه نوې پوهه مهمه ګڼل کېږي.

د دغې څېړنې په نتیجه کې په فضاکې د مایکرو جاذبې د شرایطو له امله د ستورمزلو د هډوکو د کوچني کېدو او هم یې په ځمکه کې د هډوکو له خوا د معدني تراکم د بېرته اخیستو په اړه نوي معلومات راټول شوي دي.

دغه څېړنه پر څوارلسو نارینه او درې ښځینه ستورمزلو شوې چې متوسط عمر یې ۴۷ کاله دی.

دغو ستورمزلو په ترسره شویو فضایي ماموریتونو کې له څلور میاشتو نیولې تر اوو میاشتو پورې چې اوسط یې پنځه نیمې میاشتې کېږي، په فضا کې وخت تېر کړى دی.

XS
SM
MD
LG