د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۴

اوکرایني چارواکي: سویرو-دونیڅک اوس د روسي ځواکونو په کنټرول کې دی


اوکراین کې د روسيې د یرغل له امله نړېدلې ودانۍ
اوکراین کې د روسيې د یرغل له امله نړېدلې ودانۍ

د اوکراین د سویرو-دونیڅک ښاروال وايي، دغه ستراتیژیک ښار اوس د روسي ځواکونو په کنټرول کې دی.

د سویرودونیڅک ښاروال، اولکساندر ستریوک وايي، دغه ستراتیژیک ښار دا مهال د روسي ځواکونو په کنټرول کې دی او د اوکراین تر ولکې لاندې، نورو سیمو ته یې غځېدلې لارې تړل شوې دي.

ستریوک ویلي، له دې ښاره وتل یوازې د روسیې تر ولکې لاندې سیمو څخه ممکن دي.

د سویرودونیڅک ښاروال ویلي، د اوکراین تر ولکې لاندې نورو سیمو ته وتل ناممکن دي او په ښار کې شا و خوا لس زره ملکي وګړي لالهانده او راګیر پاتې دي.

اولکساندر ستریوک پرون ناوخته د اوکراین ملي تلوېزیون ته وویل، که څه هم سویرودونیڅک د روسي ځواکونو له خوا اشغال شوی خو دوی هڅه کوي چې خپل نظم برحاله وساتي.

د اوکراین په لویدیځ ښار لفیف کې چارواکو ویلي، روسي ځواکونو له تور سمندرګي شپږ توغندي ویشتلي چې څلور یې د پولنډ پولې ته څېرمه پر پوځي تاسیساتو لګېدلي دي.

د اوکراین په شمالي سیمو ژیتومیر او چرنیهیف کې هم د لویو راکټي حملو راپورونه ورکړل شوي دي.

په همدې حال کې د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن چې د اوکراین له سختو ملاتړو بلل کېږي، پرون په رواندا کې خبریالانو ته وویل، داسې اندېښنې شته چې اوکراین له مسکو سره یوې بدې سولې ته د غاړې ایښودو لپاره تر فشار لاندې راوستل شي.

د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن
د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن

هغه وايي: «که د روسیې ولسمشر پوتین په اوکراین کې د خپل یرغل او په ښکاره د نورو خلکو د سیمو د لاندې کولو له کبله له ملامتۍ یا مجازاتو ځان وباسي، په دې صورت کې به د نړیوال سیسټم دړې وړې کېدل او د نړیوالو پولو د دفاع ماتې، ټولو هېوادونو ته ډراماتیکه وي. افریقايي رهبران دا موضوع درک کوي چې دا به یوه اقتصادي غمیزه هم وي.»

کله چې روسیې د فبروري میاشتې پر ۲۴مه پر اوکراین یرغل پیل کړ او د جګړې په لومړي پړاو کې ونه توانېده د اوکراین پلازمېنه کییف ونیسي، د اوکراین پر ختیځ یې تمرکز وکړ او ورو- ورو یې په دونباس سیمه کې ځینې پرمختګونه وکړل.

د اوکراین پر ختیځ د مسکو تمرکز، روسیه هغه هدف ته نږدې کړې څو دونباس سیمه ونیسي، چې لوهانسک او دونیڅک ساحې په کې شاملې دي.

XS
SM
MD
LG